"د اسرائیلو له بریدونو راهیسې غزه کې له ۲۵۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي"

د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي، چې پر غزه د اسرائیلو په بمباریو کې له ۲۵۰۰۰ ډېر خلک وژل شوي دي.

بله خوا، په غزه کې د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اسرائیلو پوځ په غزه تړانګه کې سلګونه جوماتونه او لسګونه هدیرې ویجاړې کړې، قبرونه یې رالوڅ کړي دي.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له ۱۲۰۰ جوماتوتو ۱۰۰ یې تر یوه حده ویجاړ او زیانمن شوي دي، چې لرغوني جوماتونه هم پکې دي.

دغه وزارت زیاتوي، د زیانمنو شويو جوماتونو رغاونه نژدې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو او بریتانیا د یوه خپلواکه فلسطیني دولت د رامنځته کېدو ملاتړ کړی

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لخوا د یوه فلسطيني دولت له جوړېدو سره د مخالفت له ښودلو وروسته ملګرو ملتونو او بریتانیا د فلسطيني دولت جوړېدل د حل یوازينۍ لاره بللې ده.

بلخوا د اسرائیل کابينې داسې پلان تصویب کړی چې له مخې يې د فلسطينانو د مالیو پیسې کنګل او درېیم هېواد ته د ساتنې لپاره سپارل کېږي.

خو له دې ټولو سره پر غزه د اسرائيلو درنې بمبارۍ لا هم روانې دي.

د غزې روغتيا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو په تازه بمبارۍ کې شاوخوا ۱۹۰ کسان وژل شوي چې له دې سره په دې جګړه کې د وژل شوو فلسطينیانو شمېر تر ۲۵۰۰۰ اوښتی.

د اسرائیل پوځ وايي ځواکونو يې د غزې په شمال کې پنځلس وسله وال وژلي.

دغه ځواکونه دا ادعا هم کوي چې په سویلي خان یونس ښار کې يې نښه ویشتونکو څو هغه کسان چې دوی ترهګر بللي وژلي.

دا داسې مهال دي چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یو وار بیا ټینګار کړی چې د خپلواک فلسطيني دولت له جوړېدو سره مخالف دی.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر بایډن ویلي وو چې نتانیاهو د دوو دولتونو جوړېدو حل‌لاره مني، دا له امریکا سره د هغه ښکاره نظري ټکر دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم ویلي چې د فلسطینیانو د خپل دولت جوړولو حق باید ټول لوري ومني.

ښاغلي ګوتېرېش د یوګانډا په پلازمېنه کمپالا کې د ناپېيلي غورځنګ سرمشریزې ته په وینا کې دا خبره کړې.

ښاغلي ګوتېرېش زیاته کړې چې دی به د اوربند غوښتنو ته هم دوام ورکوي.

"زه د سملاسي بشري اوربند او بې قید او شرطه د ټولو بندیانو د خوشي کولو له غوښتنې نه شاته کېږم. موږ باید سیمې ته د دغې جګړې د ورخپرېدو په مخنیوي کې تر خپله وسه هڅه وکړي هغه لویدیځه غاړه ده، د اسرائیل او لبنان تر منځ کرښه ده، سوریه، عراق او که سور سمندر دی".

د بریتانیا دفاع وزیر ګرنت شاپس هم ویلي چې د اسرائیل فلسطین د شخړې یوازینی حل په دوو دولتونو جوړېدو کې دی.

هغه ویلي د اسرائیل د لومړي وزیر دغه دريځ خپه کوونکی دی چې له فلسطيني دولت جوړېدو سره مخالفت کوي. خو ښاغلی شاپاس وايي فلسطينیان حق لري چې خپلواک دولت ولري او زیاتوي چې بله کومه حل‌لاره نه ګوري.

بلخوا د اسرائیل کابينې داسې پلان تصویب کړی چې له مخې يې د فلسطينانو د مالیو پیسې کنګل او درېیم هېواد ته د ساتنې لپاره سپارل کېږي.

دغه پیسې به یوازې د اسرائیل د افراطي ښي پالي مالیې وزیر بيزالېل سماټرېچ په اجازه لېږدېږي.

اسرائیل د فلسطين د کورواکې ادارې په استازۍ مالیې راټولوي. د دغې ادارې په واک کې له غزې پرته یوازې د اردن سیند لویدیځه غاړه شامله ده.

په نومبر میاشت کې د اسرائیلو حکومت د دغو پیسو یوازې د یوې برخې انتقال تأیید کړی و چې هغه پیسې پکې شاملې نه وې چې په غزه کې د فلسطين د کورواکې ادارې د کارکوونکو تنخوا ته په کار وې.

له همدې امله اوس د فلسطين کورواکه اداره د دغو پیسو ساتل نه مني.

دا داسې مهال دي چې د اسرائیل په پلازمېنه تل ابیب کې زرګونو کسانو له غزې د خپلو یرغمل شویو د خوشي کولو لپاره لاریون کړی او له حکومته يې غوښتي چې په دې برخه کې ډېر څه وکړي.

لاریونوال د نوي حکومت جوړېدو او ژرمهالو ټاکنو غوښتنه هم کوي. دوی د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د کور په مخ کې راټول شوي وو.

له نتنیاهو سره په کور د ننه د جګړې د دوام په اړه مخالفتونه ورځ تر بلې په ډېریدو دي.

په همدې مهال دی له هغه اټکله ډېر لېرې ښکاري چې ویلي یې و په غزه کې د حماس تر بشپړې نابودۍ به جګړو ته دوام ورکړي.

تازه د امریکا اطلاعاتي بنسټونو رپوټ خپور کړی چې اسرائیلو د جګړې له ټول توان سره تر اوسه له "شل سلنې تر دېرش سلنې" د حماس ځواکونه وژلي.

وال سټرېټ ژورنال ویلي دا په ښکاره له هغه هدفه ډېر لېرې واټن دی چې اسرائیلو د ځان لپاره غوره کړی دی.