پاکستان کې د افغانانو خلاف د کرکې لاملونه څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, افتخار خان
- دنده,
- رپوټ له: اسلام اباد
لسیزې وړاندې د میلیونونو افغانانو پاکستان ته له کډوالېدو سره په مینه هرکلی وشو، هلته یې کاروبارونه جوړ کړل، کورنۍ یې وروزلې او د دې هېواد له کلتوري جوړښت سره یې ځان داسې عیار کړ چې ګواکې دا به یې دویم کور وي. خو اوس پاکستان کې افغان کډوال له داسې حالت سره مخامخ شوي چې پخوا یې ښايي فکر هم نه کاوه. "اوس پاکستان کې افغان کډوالو ته د شک په سترګه کتل کېږي، د ګڼو پاکستانیانو نه خوښېږي او کله - کله له سپکاوي سره هم مخامخ وي."
د کراچۍ له بازارونو د پېښور تر کلیو پورې، د افغانانو پر ضد د کرکې زیاتېدونکي احساس ډېر افغان کډوال د خپل خوندیتابه اودرناوي له پلوه اندېښمن کړي دي. هغه افغانان چې قانوني اسناد او یا وېزې لري او یا که پاکستان کې زېږېدلي وي، اوس د قانون پلې کوونکو ادارو، کورونو مالکانو او سیاستوالو تر څنګ د ځينو عامو خلکو له بد چلند سره هم مخ دي.
پېښور کې ۳۲ کلن افغان ځوان انیس الرحمن چې همدلته زېږېدلی او زدکړې یې په پاکستانيو ښوونیزو ادارو کې کړې دي، وايي "ما هېڅکله دا وطن پردی نه و بللی، خو دا څو کاله کېږي چې د حکومتونو او ولس چلند بدل شوی دی. اوس مې دلته د خپل وطن مینه نه ماتیږي."
انیس زیاتوي چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي شخړې وي، امنیتي مسایل وي، او یا د کرېکټ سیالۍ – د هر اختلاف زور دلته له مېشتو افغانانو وځي. هغه وايي، "نفرت تر دې کچې خپور شوی چې پخوا دوی ته د کلمې وروڼه ویل کېدل، اوس پرې د دښمن ګومان کېږي."

د عکس سرچینه، Getty Images
خو دا کرکه د څو ورځو یا میاشتو موضوع نه ده. د افغانانو پر وړاندې د مینې په نفرت بدلېده اوږده او پېچلې مخینه لري. ځينې کارپوهان یې د سیاست، جګړو، اقتصادي فشارونو او د حکومتونو او رسنیو د توندو بیانیو اغېز بولي.
افغانانو پر وړاندې د پاکستان حکومت تګلاره او ولسي چلند کله بدل شو؟
پاکستان کې د افغان کډوالو د چارو څېړونکې صبا ګل خټک وايي چې د افغانانو پر ضد د ریاست په پالیسۍ کې لومړی بدلون د پخواني پوځي مشر، جنرال پروېز مشرف په دور کې راغی. "کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ، افغانانو تمه لرله چې پاکستان به لکه د شوروي اتحاد پر مهال یو ځل بیا د دوی هرکلی وکړي، خو مشرف د دوی پر مخ دروازې وتړلې. که څه هم د نړیوال فشار او د مرستو ژمنو له امله دروازې بېرته خلاصې شوې، خو دا یو څرګند پیغام و چې پاکستان نور افغانان نه غواړي."
دغه راز د پېښور "ارمي پبلک سکول" له خونړۍ پېښې وروسته د افغان کډوالو پر وړاندې نه یوازې د حکومت تګلارې بدلې شوې، بلکې د ځایي ولسونو چلند هم ورسره تریخ شو. صبا خټک وايي، "رسنیو د حکومتي ویناوو ملاتړ وکړ او د نا امنۍ د هرې پېښې تور یې پر افغانانو ولګاوه – دا لړۍ تر اوسه دوام لري."
په پېښور کې مېشت افغان کاروباري زمين ګل له ۲۰۱۵ کال ترخې خاطرې لري. "هرځاې به خلکو راته ویل 'کله به ځې؟' دا جمله به ډېر بده راباندې لګېده."
د "ارمي پبلک سکول" له پېښې وروسته، "کله به ځې؟" جمله د ټولنیزو رسنیو له لارې ډېره عامه شوه. ان په ورځني ژوند کې هم کارېدله او ځینې ټلویزوني ډرامې هم پرې جوړې شوې.
کله به ځې اصطلاح پښتنو کې عامه وه خو صبا خټک وايي، پنجابیان او سینديان تر پښتنو "زیات له افغان کډوالو سره د کرکې" احساس لري. دوی دا کډوال د خپلې پېژندګلوۍ او کلتور لپاره خطر ګڼي. د دوی په باور، د افغان کډوالو زیاتوالی د ځایي خلکو د کلتور لپاره یو ګواښ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ ناندرۍ
د سیاست او امنیت تر څنګ کرېکټ بله مهمه موضوع ده چې د افغانانو او پاکستانيانو ترمنځ د کرکې لامل ګرځېدلی. له تېرو اوو یا اتو کلونو راهیسې، د دواړو هېوادونو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ ډېرې جذباتي شوې دي. نه یوازې لوبغاړي، بلکې نندارچیان او پر ټلویزیون لیدونکي هم د لوبو پر مهال خپل احساسات نه شي کابو کولی. کله - کله داسې هم شوي چې د سیالیو پر مهال د لوبغالي دننه او بهر د کرېکټ پر سر فزیکي شخړې او تاوتریخوالی رامنځته شي.
زمين ګل وايي "تر هغه چې زموږ خپله ملي لوبډله نه وه، موږ به د پاکستان لوبډلې ملاتړ کاوه. اوس خپله لوبډله لرو او هغه بدرګه کوو، خو دا خبره ځینې پاکستانیان نه زغمي. وايي، چې پاکستان کې اوسېږئ، نو باید د پاکستان ملاتړ وکړئ. دا خو ناشونې ده."
خو په راولپنډۍ کې مېشت عاصم حسین، چې له افغانانو سره د نظر اختلاف لري، وايي "زموږ اصلي اختلاف هغه وخت زیاتېږي، کله چې دوی د هند لوبډلې ملاتړ کوي او د پاکستان پر ماتې خوشحالي کوي."
د پاکستان یو لوړپوړی چارواکي بي بي سي ته ویلي چې، د کرېکټ موضوع ان تر لوړو حکومتي ناستو رسېدلې ده. "ډېر چارواکي د افغان لوبغاړو لخوا له پاکستاني لوبغاړو سره د ناسم چلند له امله خفه دي. ډېر افغان لوبغاړي پاکستان کې روزل شوي دي او دلته یې لوبې کړې دي. اوس باید د دې هېواد درناوی وکړي، خو د سیالیو پر مهال د افغان لوبغاړو چلند دا احساس راکوي چې ګوندې دښمنان دي."
پاکستان کې د همدې باور په غبرګون کې د افغانستان پخواني لوبغاړي رییس احمدزي رسنیو ته ویلي و چې د کډوالۍ پر مهال دوی ته د کرېکټ روزونه نه ورکول کېده او ان ډېر کله به په ځینو سیالیو کې هم له دې امله "نه پرېښودل کېدل" چې افغانان دي.
د افغان لوبډلې د روزونکو په توګه د ځینو پاکستانیانو په غبرګون کې بیا ویل کېږي چې "د پیسو په بدل کې دنده ترسره کوي" او دا چاره په ټوله نړۍ کې شته چې د یوه هېواد روزنکی د بل هېواد لوبډلې روزنه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرکې بدل کې کرکه
د افغانانو یوه لویه برخه له پاکستانه په ښکاره خپله کرکه څرګندوي، پاکستان د افغانستان د ګډوډۍ مسؤل ګڼي او باور لري چې دغه هېواد له تېرو نږدې ۴۵ کلونو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې ده.
د دوی په نظر، پاکستان نه یوازې د تېرو شلو کلونو جګړو کې لاس درلود، بلکې اصلي لامل یې و. په خواله رسنیو او نورو بحثونو کې د افغانانو د سختو احساساتو څرګندونه، په پاکستان کې د ځینو خلکو رویه او چلند د افغانانو پر وړاندې بدله کړې ده.
په اسلام آباد کې د سبزۍ بازار یو کاروباري چې له افغانانو سره ګډه سوداګري کوي وايي، په ټولنیزو رسنیو د افغانانو تبصرې ګوري نو د هغوی ډېر یې د پاکستان پر ضد خبرې خپروي. هغه چې نه غواړي پېژندګلوي یې څرګنده وکړو، زیاتوي "که دلته چاودنه یا بله د نا امنۍ پېښه وشي، دا خلک له موږ سره خواخوږي نه کوي، بلکې خوشحالي څرګندوي. همدا دلیل دی چې زړه مې له دې خلکو تور شوی."
دا کرکې څه ډول پيدا شوې؟
پښتون ملتپال سیاستوال نثار باز وایي، دا اختلاف – که سیاسي وي او که د کرېکټ له امله، په سیستماتیکه توګه رامنځته شودی. "د افغانستان دننه چارو کې لاسوهنې، د کډوالو بې عزتي، او د پاکستاني ریاست تګلارې د افغان ولس زړونه له ځانه تور کړي دي."
باز وايي "د پاکستان او افغانستان د اړیکو کارپوه عرفان اشرف باور لري چې د ډیورنډ دېخوا خلکو د افغان کډوالو لپاره احساسات د ریاست له ګټو سره تړلي دي. "حکومت دا احساسات جوړوي، زیاتوي یا کموي، او پکې رسنۍ او ټولنیزې شبکې لوی رول لري دا دواړه د ریاست تر کنټرول لاندې دي."
اشرف زیاتوي چې د رسنیو بیانیې تل د حکومتي تګلارو پر بنسټ خپرېږي. "کله چې افغان کډوال د دولت په ګټه وو، هغوی ته د "کلمې وروڼه" ویل کېدل، اوس چې ګټه نه لري، منفي تصویر یې وړاندې کېږي."
هغه همداراز وايي، ټولنیزې رسنۍ او ډېر سیاسي ګوندونه د "همدې بیانیو ملاتړ" کوي. عرفان اشرف زیاتوي، له افغان طالبانو سره د تحریک طالبان پاکستان پر سر د اختلافاتو له کبله، د پاکستان حکومت د خپلو خلکو ذهنونه داسې روزلي چې افغانستان اوافغانان دښمنان یې ګڼي.
عرفان اشرف وايي دلته له حکومته څوک پوښتنه نه شي کولی، زوروي يې، نیسي یې، د "پيکا" په نوم داسې قانون جوړ دی چې څوک رياستي پاليسو ته ګوته نشي پورته نیولی. "د داسې قانون په شتوالي کې بيا حکومت ته هم ډېره اسانه شوې ده چې له پولې پورې خلک ځان ته دښمن وټاکي او د ولس فکر هم داسې جوړ کړي چې هېواد کې ټوله ګډوډي له دغو خلکو له امله ده"