د اوکرایین جګړه؛ واشنګټن مسکو سره تماسونه تایید کړل

sullivan

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار

د امریکا ملي امنیت سلاکار 'جک سلیوان' تایید کړه چې د اوکرایین جګړه پر سر له شدیدو مخالفتونو سره سره د مسکو او واشنګټن ترمنځ د تماسونو چینل پرانیستی دی.

ښاغلي سلیوان نیویارک کې د خبرو پر مهال ویلي دا د امریکا 'په ګټه ده' چې کرملېن سره تماس وساتي.

خو هغه ټینګار وکړ چې امریکايي چارواکي یې پر دې پوه دي چې له چا سره سروکار لري.

له دې سره سپینې ماڼۍ هغه رپوټونه رد کړي چې ګوندې ښاغلي سلیوان روسیې سره اوکرایین کې د اټومي کړکېچ ډېرېدو مخنیوي لپاره خبرې کړې.‌

مخکې وال سټریټ ژورنال رپوټ‌ ورکړی و چې د امریکا ملي امنیت سلاکار له تېرو څو میاشتو راهیسې له خپل روسي همپوړي 'نیکولای پاتروشېف' او د کرملېن ماڼۍ د بهرنۍ پالیسۍ له ستر سلاکار 'یوري یوشاکوف' سره پټې خبرې پر مخ وړې.‌

جګپوړو چارواکو دې ورځپاڼې ته ویلي وو چې دا خبرې د اوکرایین جګړه کې د اټومي کړکېچ ډېرېدو د مخنیوي پر لارو چارو ورټولې وې او دا چې د دې جګړې د پای ته رسولو د څرنګوالي په اړه پکې څه نه وو.‌

Ukraine

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوکراییني ځواکونه

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي سلیوان تېره میاشت ویلي، د روسیې لخوا به د اټومي وسلو کارېدل دغه هېواد ته ویجاړوونکې پایلې ولري.

تېره اوونۍ واشنګټن پوست ورځپاڼې رپوټ‌ ورکړی و چې جګپوړي امریکايي چارواکي له کیېف غواړي چې روسیې سره خبرو ته چمتووالی وښيي او دا چې ولادیمیر پوتین واک کې پاتې دی، نو د جګړې پای ته رسولو لپاره دې له مذاکراتو له انکار کولو ډډه وکړي.

خو ښاغلي سلیوان تازه نیویارک کې یوې غونډې ته ویلي چې د بایډن اداره د حساب غوښتل کېدو ته مکلفه ده.

هغه ژمنه وکړه چې امریکا به له خپلو نړیوالو شریکانو سره د دې لپاره ګډ کار او هڅې وکړي چې 'اوکرایین کې د جدي او وحشیانه جنګي جنایتونو له عاملانو سره د هغوی د کړنو حساب وشي.'

ښاغلي سلیوان وویل "زه د همدې تېرې جمعې پر ورځ کییف کې وم. د دې فرصت مې ترلاسه کړ چې د ولسمشر [ولادیمیر] زېلېنسکي، له خپل همپوړي 'اندري یرماک' او پوځي مشرتابه سره ووینم او همدا راز په دې اړه مالومات ترلاسه کړم چې دغه هېواد کې د پوتین جګړې له امله د مرګژوبلې او ویجاړۍ کچه څومره ده."

روسیه
د عکس تشریح، د روسیې لخوا اوکرایین کې د اټومي وسلو د کارېد اندېښنې ډېرې شوې

په دې وروستیو کې دا اندېښنې ډېرې شوې چې روسیه ښایي د اوکرایین د هغو څلورو سیمو دفاع لپاره د اټومي وسلو کارولو ته لاس کړي‌ چې د تش په نامه ټولپوښتنو له لارې یې په غیر قانوني توګه خپلې خاورې پورې د هغو د تړلو اعلان کړی دی.

د اوکرایین حکومت وايي جګړه تر هغې پای ته نه رسېږي چې دا او د اوکرایین نورې ټولې سیمې بېرته نه وی ازادې شوې.

اوکراییني ځواکونو د خپلو اشغال شویو سیمو بېرته نیولو لپاره ځوابي عملیات پیل کړي او ځینو سیمو کې یې مهم پرمختګونه هم کړي.