د امریکا د ولسمشر زوی هنټر بایډن د وسلو په تړاو په درېیو تورونو مجرم وپېژندل شو

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر زوی هنټر بایډن د محاکمې پرمهال منصفه پلاوي د وسلې په تړاو په درېیو تورونو مجرم پېژندلی.

هنټر بایډن په دې تورن شوی و چې د وسلې پېرلو پر مهال یې په نشه‌یي توکو خپله روږدېدا پټه کړې وه او په دې ډول یې د یوې دولتي فورمې د ډکولو پرمهال درواغ ویلي و او د ټوپک د ناقانونه پېرودلو او لېږدولو جرم یې هم کړی و.

دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د یوه برحاله ولسمشر زوی له قانوني څارنې لاندې رسما له تور سره مخامخ او مجرم ګڼل کېږي.

د دې تورونو محاکمه د دلاوېر په ایالت کې ترسره شوه، هلته چې د بایډن کورنۍ اوسېږي او تېره اونۍ کې د شاهدانو په احضارولو او د اسنادو په ارزولو تېره شوه.

منصفه پلاوي له پرون راهیسې په جنجال کې وو او سه شنبه یې خپله پرېکړه اعلان کړه چې د متحده ایالاتو د ولسمشر زوی مجرم دی.

اوس به قاضي د دغه پلاوي د پرېکړې له مخې سزا وټاکي.

د جو بایډن غبرګون څه و؟

د هنټر بایډن د محکمې د پرېکړې له اعلان څو دقیقې وروسته سپینې ماڼۍ د دې پرېکړې په غبرګون کې د جو بایډن بیان خپور کړ چې په کې د امریکا ولسمشر ویلي وو، د خپل زوی پر وړاندې به د محکمې پرېکړې ته درناوی وکړي.

جو بایډن په یوه بیان کې چې د سه شنبې په ورځ (د جون په ۱۱ مه) خپور شو وویل، هغه به "د دې قضیې پایلې ومني او د اړوند قضایي بهیر درناوی به وکړي، که څه هم هنټر ممکن د استیناف غوښتنه وکړي."

جو بایډن په دې بیانیه کې دا هم ویلي دي چې د محکمې پرېکړې ته د درناوي او د خپل هېواد پر قضايي سیستم د باور کولو سربېره به د هنټر د پلار په توګه په دې پېښه کې د خپل زوی ملاتړ وکړي او ویې ویل: «دا موضوع (له زوی نه د پلار ملاتړ) د نه منلو وړ دی."

په همدې حال کې د هنټر بایډن د پلار له خوا د بښنې مسله اوس د امریکايي رسنیو پام ځان ته اړولی دی.

په قانوني توګه، جو بایډن د خپل زوی د بښلو د حکم صادرلو واک لري، خو مخکې له دې چې د منصفه پلاوي نظر اعلان او هنټر بایډن مجرم وپېژندل شي، هغه وویل چې په دې مسله کې به د امریکا د ولسمشر له قانوني واکونو ګټه وانخلي.

د هنټر بایډن ځانګړی وکیل: هېڅوک له قانون لوړ نه دی

د هنټر بایډن د قضیې ځانګړي پلټونکي د دلاوېر ایالت څارنوالۍ ته د حاضرېدو پرمهال د محکمې د قضايي پرېکړې په اړه غبرګون وښود او هڅه یې وکړه چې د قضیې د بېلابېلو اړخونو په بیانولو د قضیې په حقوقي او هم مشورتي اړخ ټینګار وکړي.

ښاغلي ویس د جیوري له غړو د مننې په ترڅ کې وویل دې محکمې وښودله چې "هېڅوک له قانون څخه لوړ نه دی" او دا د هنټر بایډن ناسمې پرېکړې وې چې د هغه د وسلو او مخدره توکو په اړه غیر قانوني کړنو ته یې لاره هواره کړه او اوس باید ځواب‌ ویونکی وي.

ځانګړي وکیل همداراز هڅه وکړه چې وسلې ته د هغو کسانو د لاسرسي خطرناکې پایلې په ګوته کړي چې له نشه‌یي توکو د ناوړه ګټه اخیستنې سره، سر او کار لري، خو په ورته وخت کې یې ټینګار وکړ چې د قضیې یو مهم اړخ دا وښودله، ټول د قانون پر وړاندې یوشان دي: "په دې هېواد کې هېڅ داسې څوک نه شته چې له قانونه دې لوړ وي."

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۸ کال کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال ډېوېډ ویس د هغه لخوا د ډیلاوېر ایالت – چې د بایډن د کورنۍ د اوسېدو ځای دی- د څارنوال په توګه وټاکل شو او لږ وروسته (۲۰۱۹) یې د هنټر بایډن پر وړاندې د سوداګریز فساد او د وسلې د ناقانونه ملکیت تورونه وڅېړل.

هنټر بایډن ته کومه سزا؟

د قانون له مخې تر ټولو زیاته سزا چې هنټر بایډن ورسره مخامخېدای شي، ۲۵ کاله بند دی. دا سزا د هغو سزاګانو مجموعه ده چې د ښاغلي بایډن په قضیه کې د ټولو دریو تورونو لپاره تصور کېدای شي.

هغه د وسلو اخیستلو لپاره د رسمي فورمې ډکولو په وخت کې د دروغ ویلو له کبله تر ۱۰ کلونو بند محکومېدای شي.

هنټر بایډن د وسلو ساتلو او لېږدولو لپاره د غلطو معلوماتو ورکولو له امله هم په ۵ کاله بند محکومېدلی شي. د مخدره توکو د استعمال او روږدي کېدو له امله په قانوني توګه د ۱۰ نورو کلونو بند سزا ورکول کېدلی شي.

په هرحال، حقوقي کارپوهان دا ناشونې ګڼي چې هنټر بایډن به په اعظمي سزا محکوم شي.

د ټیکزاس په هوسټن پوهنتون کې د قانون پروفیسور ډریو سټیونسن په وینا، دا د قاضي لپاره "۵۰-۵۰" دی چې هنټر بایډن په بند محکوم کړي.

هغه وايي: "د قاضي د نظر وړاندوېینه ستونزمنه ده، خو دا خورا ممکنه ده ځکه قاضي د محاکمې په جریان کې وښودله چې هغه د هنټر بایډن له وکیلانو سره سخت دی او څو ځله یې د دوی د غوښتنو او نظرونو خلاف نظر ورکړ."

دا ننګونه به نه یوازې د قاضي او د امریکا د قضايي سیسټم لپاره، بلکې د جوبایډن لپاره هم خورا جدي وي، ځکه چې هغه اوس د خپل اصلي سیال ډونلډ ټرمپ او جمهوريپالو سختو بریدونو ته انتظار باسي.

هنټر بایډن د جو بایډن یوازېنی ژوندی پاتې زوی دی. له دې محکمې مخکې او په تېرو څلورو کلونو کې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو له کبله- په تېره بیا اوکرایین کې- د جمهوريپالو او د امریکا د ولسمشر د منتقدینو له خوا د بریدونو په مرکز کې و، داسې چې د امریکا قضايي قوې دغو مسلو ته د رسېدو لپاره، په ځانګړې توګه د وسلو د ناقانونه پېرودلو موضوع ته یو ځانګړی مفتش وټاکه.