د نړۍ مشهور اثر مونالیزا په اړه تازه موندنې څه دي؟

دا د نړۍ تر ټولو لرغونې او مشهوره نقاشي ده، چې لا یې هم په اړه ډېر څه نه دي روښانه شوي.‌

د لیوناردو داوینچي مونالیزا په نامه اثر کې معما ډکه مسکا شوې، چې له دې امله هم نړۍ کې خورا مشهور او پېژندل شوی. د دې نقاشۍ له پنځولو ۵۰۰ کاله وروسته لا هم په دې اړه بې ځوابه پوښتنې شته او د یوه راز په ډول پاتې دي.

خو اوس د رنسانس هنر تاریخ پوهه او ځمک پېژندونکې ان پیزوروسو ادعا کوي، چې د دې انځور تر شا د ېوی لویې معما حل یې موندلی.

هغه وايي مالومه کړې یې ده، چې دا انځور چېرته نقاشي شوی دی.

هغې له خپلې پوهې په ګټه اخیستنې په دې انځور کې د یو شمېر نورو عناصرو په مرسته مالومه کړې، چې د ۱۴مې پېړۍ یو پول چې د انځور شاته لیدل کېږي، دا په ډاګه کوي چې دا نقاشي د ایټالیا د لکو ښار لومباردو سیمه کې د کامو جهیل پر غاړه جوړه شوې.

پیزوروسوا خپلې وروستۍ موندنې د ایټالیا شمال کې په یوه غونډه کې وړاندې کړي.

هغه لیوناردو نه یوازې یو هنرمند یاد کړی بلکه د "ځمک پېژندنې د پلار" په توګه یې هم پېژني.

"زه هغه د ځمک پېژندنې پلار ګڼم. د لیوناردو یوه ځانګړنه جیولیوژیکي کره والی دی. تاسې هرې هغې نقاشۍ ته چې ډبره یا بوټي لري، پام وکړئ ډېر طبیعي وي او پېژندل کېږي، دا د هغه یوه ځانګړتیا وه."

د بي بي سي ګلوبل نیوز پوډکاسټ سره په خبرو کې پیزوروسوا ویلي، د ليوناردو د پښو خاپونه یې موندلي چې ۵۰۰ کاله مخکې هغه ځای ته ورغلی و.

هغې زیاته کړې: "زه چې کله د هغې نقاشي او طراحۍ ګورم، فکر کوم چې کلونه مخکې وخت ته مې بیايي او ټولې منظرې لیدلی شم."

تاریخ پوهانو کلونه هڅه کوله، چې مونالیزا نقاشۍ کې هغه پل چې د ایټالیا د ډېرو ښارونو ګډه ځانګړنه ده، وپېژني.

"ټولو پله ته کتل، دا داسې وه لکه ټول چې یوه کوچني موټر ته ګوري او هغه ایټالیا کې په هر ځای کې وي. تاسې خو پل وینئ خو باید ځمک پېژندنه او جهیل هم ولرئ چې دا هلته و."

پیزوروسو د مونالیزا د ځمک پېژندنې ځانګړنه د ایټالیا لکو ښار سره برابره کړې. هغه په دې باور ده چې د نړۍ دا مشهور اثر هلته کښل شوی دی.

هغې زیاته کړې: "د کومو جهیل هغه ځای و چې لیوناردو پکې ډېر وخت تېر کړی، ځکه هڅه یې کوله له میلانه تر کومو جهیل پورې کانال وباسي او دا کار یې و نه شو کړی، ځکه چې ځینو ځایونو یې ډېرې ډبرې لرلې."

پیزوروسو وايي، د انځور شاته د غرونو لړۍ د الپ غرونه ښکاري، چې لیوناردو یې لیدو ته ورغلی و.

هغه همدا راز په دې باور ده، چې شاته پول د ازون ویسکونتي پول دی چې په څوارلسمه پېړۍ کې جوړ شوی دی.

پیزوروسو د جغرافیايي موقعیت د پېژندلو لپاره ګوګل نقشه، Google Earth او بې پیلوټه الوتکه کارولې.

هغې د خپلو موندنو له راټولولو وروسته ویلي: "هر څه په خپل ځای کې وشول."

په ۲۰۲۳ کال کې یوې بلې داعا کې ویل شوي و، چې لیوناردو دا پل په ارتزو ښار کې نقاشي کړی دی.

په تېر کې لاترینا کې د پونته رومیتو پول هم د مونالیزا نقاشیو پورې تړل شوی و.

د شپاړسمې پېړۍ نقاشي (مونالیزا) د نړۍ تر ټولو مشهور اثر دی، چې د فرانسې په لوور موزیم کې ساتل کېږي.

لیوناردو داوینچي نه یوازې نقاش، هنرمند، مجسمه جوړوونکی او ساینس پوه و بلکه ریاضي پوه او اختراع کوونکی هم و.

د هغې پنځه سوه کاله مخکې پنځونو اوس هم زمونږ د ژوند بڼې څرنګوالی لپاره لار هواره کړې ده.