چین او روسیه ولې د اسرائیل – فلسطینیانو ترمنځ جګړه کې منځګړیتوب کوي؟

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ
  • Author, پاولا روزاس
  • دنده, بي‌بي‌سي موندو

چین او روسیه له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د فلسطیني قضیې ملاتړي دي، خو په وروستیو کې، بېجېنګ او مسکو د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې په منځګړیتوب کې نوي او غیرعادي رولونه لوبوي، په تېره وروسته له هغه چې نژدې یو کال مخکې په غزه کې وروستۍ جګړه پیل شوه.

په جولای میاشت کې حماس، فتح او ګڼې نورې فلسطیني ډلې د چین پلازمېنه بېجینګ کې یوې مقدماتي موافقې ته ورسېدل، چې د "ملي پخلاینې لنډمهالی حکومت" جوړ کړي او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به غزه اداره کوي. د همدې ډلو استازي تېره فبروري میاشت په مسکو کې هم سره راټول شول، چې یوې ورته موافقې ته ورسېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي (په منځ کې) د فتح مشر محمود العالول (چپ لور) او د حماس لوړپوړي غړي موسی ابو مرزوق سره ګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي (په منځ کې) د فتح مشر محمود العالول (چپ لور) او د حماس لوړپوړي غړي موسی ابو مرزوق سره ګوري.

چین او روسیه د ایران، سوریې او ترکیې په شان له مهمو سیمه‌ییزو لوبغاړو سره اړیکي ساتي. د امریکا په شان سیال ځواکمن هېواد بیا برعکس، نه بېجېنګ او نه هم مسکو- حماس د ترهګرې ډلې په توګه ګڼي، نو له همدې امله دوی ته د خبرو لپاره د بلنې ورکولو کومه ستونزه نه لري.

ایا دا منځګړیتوب به کومه ملموسه پایله ولري؟ هغو کارپوهانو دا احتمال لږ ګڼلی چې بي‌بي‌سي ورسره غږېدلې ده. خو یوه بله مهمه پوښتنه چې ډېر خلک یې کوي دا ده چینایان او روسان په دې مداخلو څه ترلاسه کول غواړي؟

دوه مهم هدفونه شته: نړیوال نفوذ ترلاسه کول او په نړۍ کې د امریکایي او لوېدیځ ځواک مقابله کول.

د چین د پخواني مشر ماو زې دونګ انځور د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱ نېټه د خلکو جمهوریت د بنسټ اېښودو د ۷۵مې کلیزې د نمانځنې پر مهال نندارې ته وړاندې شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین د پخواني مشر ماو زې دونګ انځور د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱ نېټه د خلکو جمهوریت د بنسټ اېښودو د ۷۵مې کلیزې د نمانځنې پر مهال نندارې ته وړاندې شو.

له ۱۹۴۹ کال راهیسې، د چین د خلکو د جمهوري دولت له جوړېدو وروسته، دې هېواد د فلسطین له قضيې سره خپله همدردي ښکاره کړې ده.

د چین بنسټګر ماو زېدونګ اسرائیل ته د تایوان په سترګه کتل، یعنې د لوېدیځ استعمار یو مرکز چې هدف یې د واشنګټن د لګېدلي نړیوال نظم پر منتقدینو کنټرول ساتل وو.

د دې نوي چین د لوېدیځ ضد او استعماري ضد نظریې د فلسطینیانو کړاوونه له خپل تاریخ سره ورته ګڼل. لکه څنګه چې د چتم هاوس څېړونکي احمد عبودوه بي‌بي‌سي ته ویلي، "چین خپله تجربه د فلسطین د کړاوونو په هېنداره کې لیده."

دا ملاتړ یوازې په وینا پورې محدود نه و. ماو چې د نړۍ د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو ملاتړ یې کاوه، د فلسطین د ازادۍ سازمان (پي ایل او) ته وسلې استولې او د دې سازمان پر تفکر یې پراخه اغېزه لرله.

له ماو د شي جینپېنګ تر واکمنۍ پورې

د چین ولسمشر شي جېنپېنګ په بېجېنګ کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د دواړو هېوادونو له استازو سره د یوې کتنې پرمهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین ولسمشر شي جېنپېنګ په بېجېنګ کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د دواړو هېوادونو له استازو سره د یوې کتنې پرمهال

په ۱۹۷۸ کال کې واک ته د ډینګ ژیاوپینګ له رسېدو سره د چین بهرنی سیاست بدل شو. د هغه له دې شعار سره چې "شتمن کېدل یو ویاړ دی" چین د سوسیالستي بازار اقتصاد لید د عملي کولو لپاره اړ شو چې خپل نظام اصلاح کړي او نړۍ ته پرانیستی شي.

د دې لپاره، چین له نظریې عملیتوب ته مخه کړه. د غیر دولتي ډلو د ملاتړ پر ځای یې د نړۍ له لویو او منځنیو ځواکمنو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکړ.

په ۲۰۱۲ کال کې د شي جېنپېنګ ولسمشرۍ ته رسېدل حالت بدل کړ. د ښاغلي عبودوه په وینا، ښاغلي شي په خپل بهرني سیاست کې بیا ایډیالوژیک اړخ ور ګډ کړ، خو دا هر څه یې د چین د عملي ګټو لپاره وکړل. د اسرائیل او فلسطین شخړه د دې لارې بشپړه نمونه ده، چې څنګه چین خپلې نظري او عملي موخې یو ځای کوي.

له ستالین تر پوتین پورې

د جوزیف سټالین په واکمنۍ کې، روسیه د هغو لومړیو هېوادونو له ډلې وه چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل له جوړېدو وروسته یې هغه په رسمیت وپېژاند.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جوزیف سټالین په واکمنۍ کې، روسیه د هغو لومړیو هېوادونو له ډلې وه چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل له جوړېدو وروسته یې هغه په رسمیت وپېژاند.

له فلسطینیانو سره د روسیې اړیکې لږ توپیر لري. کله چې اسرائیل په ۱۹۴۸ کال کې خپلواکي اعلان کړه، د جوزیف سټالین په مشرۍ شوروي اتحاد د نړۍ له لومړیو هېوادونو و چې دا هېواد یې په رسمیت وپېژاند.

د جورج مېسن پوهنتون د حکومت او سیاست د چارو پروفیسیور مارک کاټز په وینا، هغه مهال داسې ښکاره کېده چې اسرائیل سوسیالیزم ته متمایل دی، په داسې حال کې چې ټول ګاونډي هېوادونه لا هم د اروپايي مستعمرې په څېر وو.

خو اسرائیل په پای کې سوسیالیستي هېواد نه شو او په ۱۹۵۰ لسیزه کې د شوروي پخواني مشر نیکیتا خروشچیف ځان د عربي ملتپالنې پلوی کړ.

پروفیسور کاټز وايي، "د فلسطین قضیه د مسکو لپاره ډېره ګټوره وه ځکه په داسې حال کې چې امریکا د اسرائیل ملاتړ کاوه، شورویانو د فلسطینیانو ملا وتړله او دوی یې په عربي هېوادونو کې ډېر مشهور کړل."

خو د فلسطین قضیه چې د ډېرو عربانو لپاره اصلي قضیه وه، د مسکو لپاره یوازې د هوساینې مسله وه.

یو سړی د مسکو په ښار کې د اسرائیل سفارت مخې ته د فلسطین بیرغ رپوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو سړی د مسکو په ښار کې د اسرائیل سفارت مخې ته د فلسطین بیرغ رپوي.

ښاغلي کاټز زیاته کړه: "شورویانو به د فلسطین ملاتړ هغه کچې ته نه رساوه چې په ځانګړې توګه له امریکا سره د شخړې خطر رامنځته کړي او هغوی هېڅکله په بشپړ ډول د اسرائیلو ضد نه وو."

د شوروي اتحاد له نسکورېدو وروسته، د اسرائیلو پر وړاندې د روسیې دوښمني کمه شوه. هغه محدودیتونه چې د روسي یهودانو پر کډوالۍ یې بندیز لګولی و، له منځه ولاړل. کله چې ولادیمیر پوتین په ۲۰۰۰ کال کې د روسیې ولسمشر شو، تر یو میلیون ډېر اسرائیلیان د پخواني شوروي میراث لرونکي وو او ډېری یې په روسي ژبه غږېدل.

له هماغه وخت راهیسې کرېملېن هڅه کړې چې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ خپل اړیکي په انډول کې وساتي، خو له اسرائیلي حکومت سره اړیکي په دې وروستیو کې ساړه شوي دي. د دې حالت شدت د تېر کال د اکتوبر پر اومه هغه وخت لا زیات شو، چې حماس پر اسرائیل ناڅاپي برید وکړ او پایله کې یې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور برمته شول.

اسرائیل یې په غبرګون کې پر غزه د برید پیل کړ، چې په پایله کې یې له ۴۰,۰۰۰ ډېر فلسطینیان ووژل شول.

یو بدیل نړیوال نظم

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جېنپېنګ د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې بېجېنګ ته د خبرو اترو ورغلی و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جېنپېنګ د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې بېجېنګ ته د خبرو اترو ورغلی و

چین د نړۍ تر ټولو لوی تېل واردوونکی هېواد دی، چې د اټکل له مخې نیمایي یې له منځني ختیځ او فارس خلیج هېوادونو پېري. دا پوښتنه رامنځته کېږي چې ایا چین د اسرائیل-فلسطین شخړې د حل په هڅو کې خپلې اقتصادي ګټې په پام کې نیسي؟ د چتم هاوس همکار احمد عبودوه وایي چې ځواب یې "نه" دی.

هغه وایي: "ډېرو عربي هېوادونو له اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړې دي او هغه هېوادونه چې لا یې نه دي کړي- لکه سعودي عربستان، چمتو دي چې د غزې جګړې له پای ته رسېدو وروسته دا کار وکړي. چین دا درک کړې ده او دا دواړه مسلې نه سره تړي."

په بله وینا، هېڅ هېواد به د چین د دې شخړې په اړه د دریځ له امله د تېلو پلور ورته بند نه کړي. دې ته په کتو، چین هڅه کوي چې په سیمه کې خپل ډیپلوماتیک او اقتصادي اړیکي بېل او متوازن وساتي.

یوه ماشومه او د هغې مور د چین ولسمشر شي جېنپېنګ د امریکا د دولتي سفر پر مهال د چین او امریکا بیرغونه رپوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه ماشومه او د هغې مور د چین ولسمشر شي جېنپېنګ د امریکا د دولتي سفر پر مهال د چین او امریکا بیرغونه رپوي.

د چین انګیزه کېدای شي له امریکا سره د هغه په رقابت او هغه انځور پورې اړه ولري چې غواړي په نړیواله کچه د یوه ستر نړیوال ځواک په توګه خپل نوی دریځ وړاندې کړي.

احمد عبودوه وایي: "چین غواړي داسې ښکاره شي چې یو معقول او مسؤول ستر ځواک دی، چې په منځګړیتوب او د سولې راوستلو کې دلچسپي لري."

عبودوه زیاتوي بېجېنګ هڅه کوي د نړۍ لپاره د امریکا د لید په مقابل کې یو بدیل لید وړاندې کړي، په ځانګړي ډول په جنوبي نړۍ کې ("جنوبي نړۍ" هغه اصطلاح ده چې د اسیا، افریقا، لاتینې امریکا او سمندري هغو هېوادونو لپاره کارول کېږي چې عموماً کم‌ پرمختللي ګڼل کېږي)، چېرې چې ډېری هېوادونه د فلسطینیانو ملاتړ کوي.

هغه ټینګار کوي: "چین ته د فلسطینیانو د متحدولو یا د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د پېچلې شخړې د حل لپاره کوم ځانګړی نظر نه لري او نه هم د دې شخړې له حل سره کوم لوی اقتصادي یا ستراتیژیک تړاو لري."

له اوکرایین د پام اړول

یو اوکرایینی سرتېری د اوکرایین چرنیهیف ښار کې د وژل شویو سرتېرو د یاد ځای ته څېرمه د مراسمو پر مهال ولاړ دی

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، یو اوکرایینی سرتېری د اوکرایین چرنیهیف ښار کې د وژل شویو سرتېرو د یاد ځای ته څېرمه د مراسمو پر مهال ولاړ دی

د پروفیسر مارک کاټز په وینا، د حماس او اسرائیل ترمنځ شخړه د روسیې لپاره ډېره ګټوره ده ځکه چې دا د اوکرایین جګړې ته له نړیوال پام اړولو یوه وسیله ګرځېدلې ده. نه یوازې دا چې د اوکرایین جګړې ته د ‎اکتوبر له اومې راهیسې ډېره لږ پاملرنه شوې، بلکې یوه اندازه هغه وسله‌واله مرسته چې د اوکرایین متحدانو- په تېره د امریکا له لوري کېیف ته لېږل کېده، له اسرائیل سره د شخړې له پیل راهیسې دې ته اړول شوې او لېږدول شوې ده.

پروفیسور کاټز وايي: "کرېملېن په دې باور دی چې لوېدیځ په دوه ګوني معیارونو عمل کوي، یعنې کله چې روسیه د اوکرایین په اشغالولو تورنوي او د اسرائیلو د فلسطین په اړه چوپه خوله پاتې کېږي."

احمد عبودوه وایي، د روسیې منځګړیتوب هدف د دې لپاره دی چې "د نړیوالې انزوا له یختابه وتلو کې مرسته وکړي"، چې د لوېدیځ له خوا د اوکرایین له یرغل وروسته ورته ورپه برخه شوې ده.

"او داسې ښکاري چې په خلیج کې- په ځانګړې توګه، لېواله ملګري شته چې له روسیې سره د دې کار په ترسره کولو کې مرسته وکړي او له روسیې سره سوداګري ته دوام ورکړي."

ولادیمیر پوتین او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په سرمشریزه کې چې د قزاقستان په استانه کې جوړ شوی و ګډون کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولادیمیر پوتین او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په سرمشریزه کې چې د قزاقستان په استانه کې جوړ شوی و ګډون کړی.

حماس چې په ۲۰۰۷ کې یې د غزې کنټرول ترلاسه کړی، د خپلې اسلامپالې ایډیالوژۍ له امله هېڅکله د روسیې غوره فلسطینی ملګری نه دی پاتې شوی؛ خو له دې سره سره، روسیې له دې ډلې سره اړیکې ساتلي او ان له دې اړیکو یې ګټه اخیستې ده.

پروفیسور کاټز وایي چې د پوتین یو له اصلي لاملونو چې له حماس سره اړیکې ټینګولې، دا و چې ډاډ ترلاسه کړي حماس "په روسیه کې د جهادي ډلو ملاتړ نه کوي، په ځانګړې توګه په چیچنیا کې".

دا ستراتیژي بریالۍ وه. کله چې روسیې په ۲۰۰۸ کال کې پر جورجیا یرغل وکړ، "حماس او حزب‌الله دواړو د جورجیا په اړه د روسیې ملاتړ وکړ. که څه هم دا ملاتړ ډېر تاثیر نه لري، خو دوی هېڅکله په روسیه کې د مسلمانانو په فکر کې نه وو."

کارپوهان بیا وايي، سره له دې چې روسیه له حماس سره اړیکې ساتي، خو داسې نه ښکاري چې کرېملېن دې دې ډلې ته کومې وسلې ورلېږلې وي. یو له علتونو دا دی چې مسکو نه غواړي اسرائیل له اوکرایین سره ورته عمل وکړي.

بېلې تګلارې

مسکو او بېجېنګ په ځینو خپلو هدفونو کې د منځني ختیځ د دیپلوماتیکو هڅو کې همغږي لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مسکو او بېجېنګ په ځینو خپلو هدفونو کې د منځني ختیځ د دیپلوماتیکو هڅو کې همغږي لري.

چین او روسیه ځینې ګډې ګټې لري، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ او جنوبي نړۍ کې د امریکا د نفوذ کمول، خو د دې هدفونو ترلاسه کولو لپاره یې بېلابېلې لارې او ستراتیژۍ غوره کړې دي.

لومړی، روسیه په سیمه کې له پوځي پلوه ښکېله ده، لکه څنګه یې چې سوریه کې ځان دخیل کړی، خو چین هېڅکله د پوځي مداخلې نیت نه لري.

د ښاغلي عبودوه په وینا، چین غواړي د منځني ختیځ سیمه له خپلو ګټو سره سمه تنظیم کړي، خو روسیه غواړي دا سیمه "په بشپړ ډول ویجاړه او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یې بیا ورغوي".

هغه زیاتوي چې بېجېنګ غواړي د فلسطین د دولت جوړولو له لارې شخړه حل شي او په دغه دولت کې چین زیات اغېز لرونکی ځواک وي.

ښاغلی عبودوه زیاتوي، خو کرېملېن بل ډول لاره تعقیبوي. مسکو په حقیقت کې نه غواړي د اسرائیل او فلسطین ترمنځ شخړه هواره شي، بلکې د حل په لټه کې دی.

هغه وایي: "که دا شخړه کله هم حل شوې وای، نو هېڅ لوری [اسرائیل او فلسطینیان] به د هېڅ شي لپاره روسیې ته اړ نه وای. دوی دواړو به د اقتصادي پرمختګ لپاره کار کاوه او د دې لپاره به دوی یا لوېدیځ ته مخه کړي یا چین یا دواړو ته".

پروفیسور کاټز زیاتوي: "روسیه له بې ثباتۍ ګټه اخلي، خو له زښت ډېرو بې ثباتیو څخه نه".