د طالبانو او پاکستان نژدې کولو کې د چین ونډه او د هند اندېښنې څه دي؟

د عکس سرچینه، WWW.MFA.GOV.CN
- Author, انشول سینګ
- دنده, بي بي سي
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چین ته خپل سفر بشپړ کړ. نوموړي پر چهارشنبه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د چین بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په بیجینګ کې خبرې وکړې. درې هېوادونو توافق وکړ، چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پي اي سي) به تر افغانستان پورې غځول کېږي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي: ''چین او پاکستان افغانستان ته د بېلټ اینډ روډ انیشېټیو (بي ار ای) همکارۍ په چوکاټ کې تر افغانستان پورې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پي اي سي) غځولو ملاتړ وکړ. چین دغه راز د پاکستان او افغانستان د خاوري تمامیت، ملي حاکمیت او وقار خونديتوب ملاتړ وکړ."
د هند او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهلېز چې د سي پيک یا (سي پي اي سي) په نامه هم یادېږي، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې تېره شوې لار ده او له همدې کبله یې هند مخالفت کوي. له دې پروژې سره د هند د مخالفت یو بل لامل دا دی، چې دا پروژه د چین یوې بلې لویې پروژې برخه ده، چې د کمربند او سړک نوښت یا (بي ار ای) په نامه یادېږي.
په بیجینګ کې د افغانستان، چین او پاکستان دا خبرې او لیدنې داسې حال کې کېږي، چې همدا تېره اونۍ د هند بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر د طالبانو حکومت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال پر پنجشنبه په دې هکله وپوښتل شو او نوموړي په ځواب کې وویل: ''موږ ځینې رپوټونه لیدلي. له دې ورهاوخوا موږ په دې هکله ویلو ته زیات څه نه لرو.''
په هند کې اندېښنې ډېرېږي؟
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان بیا په بیجینګ کې دا غونډه ''غیر رسمي'' وبلله.
د چین بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي: ''افغانستان او پاکستان په څرګند ډول هیله وښووله، چې دیپلوماتیکې دې اړیکې پرمختیا وکړي. دواړو هېوادونو اصولاً توافق وکړ، چې هر څومره ژر کېدای شي سفیران واستوي. چین او پاکستان د افغانستان بیا رغاونې او پرمختګ ملاتړ کوي.''
د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته چین د هغو هېوادونو له ډلې یو هېواد و، چې تر سملاسي یې د طالبانو له حکومت سره یې دیپلوماتیک اړیکي ټینګ کړل.
په هند کې بیا ځینې دې غونډې ته د پاکستان هغې ستراتیژۍ په نظر ګوري، چې د هند پر ضد ده او په سیمه کې یې د ملاتړ لپاره یې پلي کوي.
د پاکستان له لوري د دې غونډې په تړاو اعلامیه کې ویل شوي، چې ټولو لوریو په سیمه کې د ترهګرۍ له منځه وړلو او امنیتي همکاریو په هکله توافق کړی.
په ډیلي کې د بهرنیو چارو ماهرې او خپلواکې څېړونکې روشالي ساها په اند چین په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د اړیکو په ښه کېدو کې مرسته کوي، چې په وینا یې هرومرو به د هند اندېښنه ورسره زیاتېږي. اغلې ساها په دیپلومات مجله کې په دې هکله لیکي:
''په دا وروستیو کې د اسلام اباد او طالبانو تر منځ د مهمو موضوعاتو په هکله خبرې شوې. دا په پراخه کچه د (افغان) کډوالو ایستلو، له پولې هاخوا هوايي بریدونو او د تېر کال دسمبر له پوځي مخامختیا وروسته د تاوتریخجن حالت په لړ کې د نرمښت اشاره ده. چین د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکو ته زمینه برابروي. دې سره د بیجینګ، اسلام اباد او طالبانو تر منځ زیاتېدونکي اتحاد نښې هم ښکاري او طبیعي ده، چې په نوي ډیلي کې به له دې سره اندېښنې زیاتېږي.''
پروفیسر هارش وې پانت او شیوام شیخاوت بیا د این ډي ټي وي لپاره په یوه لیکنه کې هندي چارواکو ته مشوره ورکوي، چې باید اوس محتاط واوسي:
''هغو اقتصادي ژمنو ته چې په اعلامیو کې یې یادونه شوې، لا هم اوږده لاره شته. د سي پیک په تړاو کوم پرمختګ نه شته او په نژدې راتلونکي کې هم د کوم پرمختګ څرک نه شته، خو د هند او پاکستان تر منځ له کړکېچ سملاسي وروسته په چین کې د افغانستان او پاکستان یو ځای کېدل د نوي ډیلي لپاره ستونزې رامنځته کولای شي.''
د افغانستان له لوري خپره شوې اعلامیه کې د (ترهګري) نوم نه دی اخیستل شوی. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پاکستان هغه مهال لومړي وزیر عمران خان ویلي و، ''افغانانو د غلامۍ ځنځیرونه مات کړل''، خو د وخت له تېرېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي خړپړ او تاوتریخجن شول.
طالبانو حکومت په افغان خاوره کې پر پاکستان هوايي بریدونو او د ډېورنډ لاین په اوږدو کې د سرغړونو خبره کوله.
پاکستان بیا تور پورې کوي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د افغانستان خاوره کاروي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه تور ردوي.
د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې پاکستان د افغانستان په ختیځ کې هوايي بمباري وکړه، چې د طالبانو حکومت په وینا لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله واوښته. له هغې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي نور هم تاوتریخجن شول.
له هغې پېښې څو ورځې وروسته د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرم میسري په دبۍ کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
له پاکستانه د هغو افغان کډوالو ایستل چې له لسیزو راهیسې هلته مېشت دي، د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتریخوالي ډېرېدو یو بل لامل دی.
د ملګرو ملتونو یوه تازه رپوټ کې ویل شوي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو چاره اوس چټکه شوې ده.
دغه رپوټ کې راغلي:
''په ۲۰۲۳ کال کې د کډوالو ایستلو بهیر له پیلېدو راهیسې ۹۱۷ زره ۱۸۹ افغانان له پاکستانه وتلي او خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د ۲۰۲۵ کال اپریل له شپږمې تر ۱۲مې پورې ۵۵ زره ۴۲۶ هغه افغانان خپل هېواد ته رسېدلي، چې په زور ایستل شوي دي. دا شمېر ښيي، چې په اوسط ډول هره ورځ پنځه زره ۲۰۰ کسان ایستل شوي دي.''
په دا وروستیو کې طالبانو حکومت وویل، چې هند حکومت له هغو زرګونو افغان کډوالو سره بشري مرسته کړې، چې ''له پاکستانه ایستل شوي دي.''
ایا د سویلي اسیا بدلېدونکې معادله کې طالبان او پاکستان یو بل ته نژدې کېدای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوالو اړیکو چارو ماهره سواستي راو بي بي سي ته په دې هکله وویل:
''پاکستان او طالبان یوه بل ته نه نژدې کېږي. دا هر څه د چین په مشرۍ کېږي. چین نه غواړي په دې هېوادونو کې یې ګټې له منځه لاړې شي. تر اوسه پورې د دواړو (هېوادونو) تر منځ د ټي ټي پي، پښتون نېشنلزم او ډېورنډ کرښې اړوند مسائل نه دي حل شوي.''
د افغانستان هېڅ یوه حکومت ډېورنډ کرښه له پاکستان سره د نړیوالې پولې په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې. افغانستان دا د نیواکګرې دورې یو یادګار بولي.
تېره پنجشنبه د هند بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د ټیلیفون له لارې وغږېد. دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک د طالبانو له رسېدو وروسته د هند او افغانستان تر منځ تر ټولو د لوړ کچ لومړنۍ سیاسي اړیکه وه.
د دواړو وزیرانو تر منځ دا خبرې د هند او پاکستان تر منځ د مې پر ۷-۶ له پیل شوې شخړې وروسته وشوې.
له دې مخکې د روان کال په لومړیو کې د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرم میسیري په دبۍ کې له امیر خان متقي سره لیدلي وو. هغې لیدنې ته د یوې داسې هڅې په نظر کتل کېدل، چې د نوي ډیلي او کابل تر منځ د اړیکو پیاوړتیا په موخه کېده.
هند په افغانستان کې تېرې دوې لسیزې د افغانستان جمهوریت په کلونو کې پریمانه پانګونه کړې وه. ګڼ شمېر افغان محصلین د لوړو زدکړې لپاره هند ته تللي وو، د افغان پوځ افسران هم د نظامي زدکړو لپاره هند ته استول کېدل او د افغان پارلمان نوې ودانۍ هم د هند په مالي مرسته چمتو شوې وه، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته وضعیت بدل شو.

د عکس سرچینه، MEA INDIA
له هغه وروسته د چین او پاکستان په څېر د هند سیمه ییزو سیالانو هلته د خپل نفوذ لپاره هڅه او هاند پیل کړل. په دې موده کې له افغانستان سره اړیکي تر دیپلوماتیک بریده پاتې شول، چې افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال له لوري اداره کېدل.
هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د ۲۰۲۲ کال له جون راهیسې یې یو تخنیکي پلاوی په کابل کې شته. د دې پلاوي دنده له افغانستان سره د بشري مرستو په تنظیم او ترتیب کې مرسته کول دي.
هېڅ یوه هېواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو نژدې ۴۰ هېوادونه له افغانستان سره په رسمي یا غیر رسمي توګه په یوه یا بله بڼه دیپلوماتیکي اړیکي لري.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه هند له طالبانو سره خبرې پیل کړې. ديپک متال چې هغه مهال په قطر کې د هند سفیر و، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هغه مهال مشر شیر محمد عباس ستانکزي سره لیدلي وو. دا لومړی ځل و، چې د دواړو هېوادونو تر منځ برالا خبرې وشوې.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې هندي چارواکو د نهو نورو هېوادونو له چارواکو سره یو ځای په روسیه کې له طالبانو سره د بشري مرستو تنظیم په هکله د خبرو لپاره ولیدل.
د کووېډ-۱۹ وبا مخنیوي په هڅو کې هم هند افغانستان ته د واکسین ۵۰۰ خوراکه واستول.
تېر کال هندي دیپلومات جې پي سینګ د طالبانو حکومت له دفاع وزیر ملا یعقوب سره ولیدل. په هغه لیدنه کې هند افغانستان ته د ایران چاه بهار بندر له لارې د سوداګرۍ زیاتولو وړاندیز وکړ.
هند د چاه بهار بندر کې د دې لپاره پانګونه کوي، چې له ایران او مرکزي اسیا هېوادونو سره د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو پر ځای د ایران له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.
سواستي راو وايي:
''په هند کې داسې ویل کېږي، چې طالبان له موږ سره ولاړ دي، خو دا خبره نیمه رښتیا ده. اصلاً په افغانستان کې مهم رول چین لوبوي او هلته یې پریمانه پانګونه کړې ده. له همدې کبله هند باید محتاط واوسي. طالبان پوهېږي، چې په سیمه کې د هند پرتله د چین رول مهم دی، نو طالبان یو ډول توازن ساتي.''
هند له طالبانو سره خبرې هم کوي او له افغانستان سره بشري مرستې هم کوي.