د هند نرېندرا مودي له ټروټ سوشل سره یو ځای شو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مېرېل سبستین
- دنده, بي بي سي نیوز، کوچي
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د نړۍ له ګوتو په شمېر مشرانو دی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټولنیزې شبکې ټروت سوشل (Truth Social) سره یوځای کېږي.
د دوشنبې پر ورځ (مارچ ۱۸مه) په خپل لومړي پوسټ کې، مودي له ټرمپ سره خپل هغه عکس چې په ۲۰۱۹ کال کې یې امریکا ته د سفر پر مهال د ټکساس په هیوسټن کې اخیستی و شریک کړ او و یې ویل چې د ټرمپ له شبکې سره په یوځای کېدو "خوښ" دی.
ټرمپ د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د ټروت سوشل شبکه پیل کړ. دا وروسته له هغه چې جو بایډن ته یې د ولسمشرۍ ټاکنې وبایللې او په موقت ډول له لویو ټولنیزو شبکو لکه ټوېټر او فېسبوک منع شو. دې لویو شبکو پر ټرمپ تور ولګاوه چې خلک یې تاوتریخوالي ته هڅولي دي.
د لندن پر وخت د نن سهار تر درې نیمو بجو شاوخوا ۲۱۰۰۰ کسانو مودي فالو کاوه. خپله مودي بیا ډونلډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر جېډي ونس فالو کوي.
د دوشنبې پر ورځ، ټرمپ د هغې مرکې لېنک شریک کړ چې مودي له پوډکاسټر لېکس فریډمن سره کړې وه.
په مرکه کې د هند لومړی وزیر پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي. پر خپل ژوند غږېږي، د ۲۰۰۲ کال ګجرات تاوتریخوالی یادوي او له چین سره د هند پر اړیکو رڼا اچوي.
ټروت سوشل تر ډېره اېکس ته ورته دی. اېکس پخوا ټویټر نومېده. کاروونکي یې کولی شي 'حقیقتونه' پوسټ (شریک) او ریپوست (بیاشریک) کړي. مستقیم پیغامونه هم پرې لېږل کېږي. پر دې شبکې سوداګریز اعلانونه 'سپانسر شوي حقیقتونه' بلل کېږي.
ټروټ سوشل د ټرمپ میډیا او ټکنالوژۍ ګروپ (TMTG) ملکیت دی. ټرمپ د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې دغه شرکت د ونډو بازار ته وړاندې کړ. اوس دی په دې شرکت کې شاوخوا ۵۷٪ ونډې لري.
د کویت مرکزي دفتر د پانګونې شرکت ARC ګلوبل اېنوېسټمېنټس او د اپرېنټېس تلویزیوني پروګرام ځینې پخواني غړي هم د پام وړ ونډې پکې لري خو ځینې یې له قانوني قضیو سره مخامخ دي.
د متحده ایالاتو ولسمشر پر ټروټ سوشل 9.28 ملیون فالوران (ملګري) لري. دا شمېر یې پر اېکس له ملګرو خورا ډېر کم دی.
د بلومبرګ لخوا راټولو شويو معلوماتو له مخې د نورو ورته شبکو پرتله ټروټ سوشل ډېر کم خلک کاروي.
په ۲۰۲۴ کال کې ټياېټيجي (TMTG) اعلان وکړ چې ۴۰۰ میلیون ډالر تاوان یې کړی دی او په ازاد بازار کې یې ارزښت یې ۴.۴۵ میلیارد ډالر دی.