ادم خېل دره کې د انتیک وسلو هټۍ
ادم خېل دره کې د انتیک وسلو هټۍ
د خېبر پښتونخوا په ادم خېل دره کې د انتیک وسلو یو دوکان دی چې ویل کېږي پنځه لسیزې پخوا جوړ شوی. د دوکان څښتن جهانزېب وايي، د دویمې نړیوالې جګړې اړونده وسله هم ورسره خوندي پرته ده. دی ادعا کوي چې د دوکان په شاوخوا ۶۰۰ پخوانیو وسلو کې ان ۳۰۰ کلنې تورې هم ورسره شته. ازاد خبریال سلمان یوسفزی له یاد هټیوال سره خبرې کړې دي.