افغانستان سره د نړیوال بانک مرستې په کومو برخو کې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال بانک په وینا پاڼه کې ویل شوي افغانستان کې د نويو پروژو پلې کولو په تړاو یې کومه پرېکړه نه ده کړې، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې مهال ځيني پورونه پرې کوي.
نړیوال بانک ویلي د هغو ودانیزو شرکتونو او خدماتي بنسټونو پورونه به ادا شي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ وړاندې ورسره قراردادونه شوي وو. دغه بیان کې روښانه شوې چې "شرکتونو له پخواني دولت سره قراردادونه درلوده او پورونه یې په نړیوال بانک نه بلکې په پخواني جمهوري دولت پورې اړوند وو."
ویناپاڼه کې راغلي، د پاتې پورونو د تادیې د اسانتیا لپاره د څو پړاونو چارې وروستۍ کوي خو ټینګار یې دا دی چې دوی د دغو قراردادونو اړخ نه دی او د تادیې بهیر به یوازې د بشپړ تایید له پروسې او د دریمګړي خپلواک اړخ له تصویب وروسته ترسره شي.
د دې ډېر جزیات نه خپاره شوي چې دریمګړی به څوک وي.
له دې وړاندې د طالبانو حکومت د مالیي وزارت ویلي وو، په پام کې ده چې نړیوال بانک به په افغانستان کې هغو ادارو، شرکتونو او بنسټونو ته چې په ودنیزو او نورو خدماتي برخو کې یې پورونه پاتې وو ۵۰ میلیونه ډالره ورکوي.
د دغه وزارت په ویناپاڼه کې راغلي "د ماليي وزارت او نړیوال بانک د استازو پرلپسې خبرو پایله کې نړیوال بانک په لومړي ګام کې خپل دفتر په کابل کې پرانیست." په ویناپاڼه کې دا نه ده روښانه شوې چې نړیوال بانک په افغانستان کې کله خپل دفتر پرانیستی او دا چې په کومو برخو کې خپل نوي فعالیتونه پر مخ وړي.
د طالبانو حکومت د ماليې وزارت ویلي، هغه پورونه چې "تثبیت شوي" له دوی سره په همغږۍ به په څلورو پړاوونو کې شرکتونو ته ورکړل شي.
د دغه وزارت په وینا په پام کې ده چې د پورونو لومړۍ برخه به همدا نن (د غوايي پر ۲۹- د مې ۲۰مه) نړیوال بانک مخامخ دغو شرکتونو ته ورکړي.
ویناپاڼه کاږي " په پام کې ده چې څه دپاسه ۳۹ میلیونه امریکايي ډالره به راتلونکي کې په درې پړاونو کې د ماليي وزارت له لوري ورکړل شي."
د طالبانو حکومت کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د دغو پورونو د تثبیت لپاره د طالبانو حکومت او نړیوال بانک استازو له اوږدې مودې ګډ کار کاوه.
دغې سرچینې ویلي، نړیوال بانک ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به خپلې پاتې نیمګړې پروژې بشپړي او په نویو هغو به هم کار کوي.
د طالبانو حکومت ماليې وزارت دا ګام خپل یو کمساری مالي پرمختګ بللی " له دې ګام سره به لويې پرمختیايي پروژې له سره پیل شي، د خلکو لپاره به کاري فرصتونه برابر شي او ملي اقتصادي پرمختګ ته به مثبتې پایلې ولري."
افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره وتړل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان سره د نړیوال بانک مرستې په کومو برخو کې دي؟
نړیوال بانک د ۲۰۲۳ کال په ژمي کې اعلان وکړ چې د " یوه تعدیلي ګام" په توګه د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په لومړي ځل افغانستان سره شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي. بیان کې ویل شوي وو چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ته ورکړل شي.
د مرستې د اعلان پر وخت نړیوال بانک ټینګار کړی وو چې دغه پیسې به د طالبانو حکومت لاس ته نه ځي او دا چې د " امانتي صندوق" په اډانه کې به د خوړو، اوبو، زدکړو او نورو اړین مرستو لپاره کارول کېږي.
افغانستان کې د نړیوال بانک د چارو مشر فاریس حداد د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې ۲/۲ میلیارد ډالره دغه هېواد سره مرسته کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیوال بانک د افغانستان په ډېرو رغنیزو پروژو کې له اوږدې مودې ونډه لري. د طالبانو له حکومت سره د دغه بانک تعامل په اوسمهالي ناسازه اقتصادي حالت کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان د شوروي د یرغل پر وخت نړیوال بانک دغه هېواد کې خپل فعالیتونه ځنډولي وو. د ۲۰۰۲ په مۍ کې یې بېرته افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې.
دغه بانک په سیمهییزه حکومتولۍ پیاوړي کولو، پوهنیزو او روزنیزو خدمتونو او نورو ودانیزو برخو کې کار کاوه. افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ پر خپله ویبپاڼه لیکلي " په ۲۰۰۲ په ښوونځیو کې د زدهکوونکو شمیر له یو میلیونه په ۲۰۱۶ کې ۸،۷ میلیونو ته ورسېد چې ۳۹ سلنه یې نجونې وې."
د طالبانو د وروستیو تګلارو له امله د پوهنې په برخه کې دغه پرمختګ یو څه ټکنی شوی او له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز او د نړیوالو مرستو کمېدو په ټولیز ډول د افغانستان ښونیزه اډانه ځپلې ده. څه چې له نړیوال بانکه اوسمهال د افغانستان د اړتیا پوره کولو په برخه کې هیلې دي، لویو ودانیزو پروژو سره مرسته او په اوږدمهالو اقتصادي چارو کې د دغه هېواد لاس نیوی دی چې د بې وزلۍ رادبره شوی حالت پرې کابو شي.