له احمد الشرع سره په پلاوي کې ملګرې ښځې څوک دي؟

 احمد الشرعه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کعبه شریفه کې احمد الشرعه د عمرې ادا کولو پر مهال

د سوریې د انتقالي دولت مشر احمد الشرع د اسد رژیم له پرځېدو وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر سعودي ته وکړ. د بهرنیو چارو وزیر یې اسعد شیباني هم د خپلو بهرنیو سفرونو پیل له سعودي عربستانه کړی و.

ریاض دا تېره جنورۍ کې د عربو او یو شمېر اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د هغې ناستې کوربتوب کاوه چې د اسد رژیم له پرځېدو وروسته یې د سوریې ټولیز حالت ارزوه او دا چې د نړیوالو بندیزونو د لیرې کولو او بشري مرستو په اړه یې خبرې درلودې.

څه چې د احمد الشرع په سفر کې د ډېرو خلکو پام ور اړولی او په خواله رسنیو کې پرې پراخ بحثونه کېږي له هغه سره مل پلاوي کې د درې مېرمنو انځور دی.

دې انځورونو کې یو یې هم په تورو جامو کې د یوې مېرمنې انځور دی له احمد الشرعه سره څنګ په څنګ روانه وي او په کعبه شریفه کې هم یو ځای لیدل کېږي. هغه «لطیفه دروبي» یادیږي چې وايي د سوریې د انتقالي دولت د مشر مېرمن ده. دا لومړی ځل دی چې په رسنیو کې د احمد الشرع مېرمنې ته منسوب انځور په رسنیو کې خپریږي. په جنورۍ میاشت کې په لومړي وار احمد الشرع خپله مېرمن دمشق کې د مېرمن یوه پلاوي سره د لیدو پر مهال ور وپېژنده.

د سوریې د ولسمشر احمد الشرعه مېرمن لطیفه دروبي( ښي اړخ) ترکیې ته د سفر پر مهال د فبرورۍ پر ۴ مه د ترکیې د ولسمسر  رجب طیب اردوغان له مېرمنې امینه اردوغان(کیڼ اړخ) سره کتلي

د عکس سرچینه، Turkish Presidency / Mustafa Oztartan / Handout/Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، د سوریې د ولسمشر احمد الشرعه مېرمن لطیفه دروبي( ښي اړخ) ترکیې ته د سفر پر مهال د فبرورۍ پر ۴ مه د ترکیې د ولسمسر رجب طیب اردوغان له مېرمنې امینه اردوغان(کیڼ اړخ) سره کتلي

د هغه ناستې د یوې ګډونوالې په وینا الشرع هغه لیدنه کې د مېرمنو د شمېر په اړه وویل " په خدای قسم دا زما یوازینۍ مېرمنه ده او څه چې پر خواله رسنیو خپاره دي تشې اوازې دي."

د مېرمن دوربي په اړه ډېر معلومات نشته.

رپوټونو کې ویل شوي چې مېرمن دوربي په حمص کې زېږېدلې په عربي ادب کې يې لوړې زده کړې کړي. لطیفه دوربي د درې زامنو مور ده او ځینو رپوټونو کې دا هم ویل شوي چې یوه خور یې د دمشق د اوسني قومندان ماهر محمد مروان مېرمن ده.

د عمرې ادا کولو پر مهاله له احمد الشرعه سره د سوريې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني او د هغه مېرمن هم ملتیا کوله.

یوه بله مېرمن چې له ښاغلي الشرعه سره په لیدنو کتنو کې لیدل کېږي د سوریې د حکومت د رسنیو او سیاسي برخې سلاکاره رزان صفور ده. مېرمن صفور سوریايي برتانوۍ ده او ویل کېږي چې برتانوی پاسپورت لري. هغه په حمص کې زېږېدلې او د لندن په سواس پوهنتون کې یې د تاریخ په برخه کې زدکړې کړي. هغه پر عربي، انګریزي او ترکي ژبو خبرې کوي او د اسد رژیم له پرځېدو وړاندې یې د بشري حقونو په چارو کې فعالیت کاوه.

څه چې د احمد الشرع پلاوي کې د مېرمنو د شتوالي خبرې ته ارزښت ورکوي د هغه د حکومت په لوړو څوکیو کې د ښځو حضور دی. الشرع په پر لپسې ډول دولت کې د ښځو پر ونډه ټینګار کړی.