کونډی: پښتونخوا کې د پاکستان پوځ حضور د امنیت ساتنې لپاره مهم دی
د خيبر پښتونخوا ګورنر یا والي وايي پر ډېورنډ کرښې ازاد تګ راتګ لپاره بايد ثابته شي، چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارېږي. فيصل کريم کونډی همدا راز پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ حضور د امنیت ساتلو لپاره مهم ګڼي.
دی وايي، خیبر کې د پښتنو قامي جرګې پرېکړې او غوښتنې په دې شرط مني، چې د پاکستان له ايين يا اساسي قانون سره سمې وي.
زموږ همکار افتخار خان ورسره مرکه کړې ده.