افغانان بریتانیا کې د ناقانونه کډوالو په سر کې دي، د ډېرو پناه غوښتنې رد شوې

افغان کډوال په بریتانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت نوی راپور ښيي چې په تېر زېږدیز کال کې د دغه هېواد په محکمو کې د ۹ زره ۵۹۰ افغان کډوالو دوسیې ارزول شوې چې له دغه شمېرې یې د ۴ زره او ۷۲۵ کسانو غوښتنې ردې شوې دي. دا په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې په رد شویو قضیو کې پام وړ زیاتوالی ښيي.

په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال کې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې د منل کېدو کچ کابو سل سلنه و.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ په اړه نوی راپور، چې د جمعې په ورځ خپور شوی، پکې راغلي"په تېر کال کې له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۱۹۰ زره کسانو په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې، چې ۸ زره او ۶۹ یې افغانان دي."

دا بریتانیا ته د کډوالۍ تر ټولو لوړه شمېره ده چې د وړم کال پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښیي.

وړم کال دغه شمېر ۹۲ زره کسانو ته رسېده چې له ډلې یې د ۴۹ سلنه کسانو د پناه غوښتنو ته منفي ځواب ور کړل شوی و.

پاکستان، افغانستان او ایران یو پربل پسې هغه هېوادونه دي چې وګړي یې د نورو هېوادونو پرتله په بریتانیا کې ډېر د پناه غوښتنې کوي. د دغو درېواړو هېوادونو د وګړو د پناه غوښتنې په برتانیا کې د شویو پناه غوښتنو ۲۵ سلنه جوړوي.

تېر کال له ۱۱ زرو ډېرو پاکستانیانو په بریتانیا کې پناه غوښتې، خو د افغان پناه غوښتونکو پرتله یې کمې غوښتنې ردې شوې دي.

د بریتانیا حکومت ویلي، دې موده کې یې ۷۷۰۰ افغان کډوال منلي چې ۹۰ سلنه یې د افغانانو د ځای پر ځای کولو او بیا میشتیدنې د پروګرامونو له لارې بریتانیا ته تللي دي.

ARAP او ACRS هغه دوه پروګرامونه دي چې د بریتانیا حکومت په ۲۰۲۱ کال کې د هغو افغانانو لپاره پیل کړل چې د دغه هېواد له حکومت سره یې کار کړی و یا یې بشري ویزو ته اړتیا لرله.

ناقانونه او له خطرونو ډکې لارې

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېر کال کې ۵۸۰۰ افغانان په ناقانونه ډول د کوچنیو کښتیو له لارې دغه هېواد ته ننوتلي دي چې دا شمېر له دغو لارو بریتانیا ته د نورو هېوادونو د ننوتونکو کسانو په ډله کې تر ټولو لوړ دی.

په ۲۰۲۲ کې ۱۱ زره او ۴ سوو او په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۹ زره او ۷ سوو افغانانو په برتانیا کې د پناه غوښتنې کړې وې.

افغان کډوال په بریتانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

غوښتنې کړې وې.

د بخښنې نړیوالې ټولنې(امنیسټي انټرنېشنل) د کډوالو په تړاو د بریتانیا حکومت د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي"سربېره پر دې چې کډوالو ته رښتیني ګواښونه شته، خو د برتانیا حکومت بیا هم د زرګونو ګډوالو د پناه غوښتنې چې د امنیت په لټه کې دي، ردوي."

دغه ټولنې په خپره کړې خبرپاڼه کې د پناه غوښتونکو په تړاو دغسې پرېکړې یو ډول بې عدالتي بللې ده.

د بخښنې نړیوالې ټولنې د بریتانیا پر حکومت نیوکه کړې چې ګویا د پخوانیو قضیو د حل کولو پر ځای، ډېر خلک استیناف ته راجع کوي او هغوی ناڅرګند حالت ته بیايي.

د بشري حقونو دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې د بریتانیا پر حکومت غږ کړی چې د پناه غوښتنې د عادلانه او اغېزناکې اډانې پر جوړولو تمرکز وکړي.

افغانان د هغه نوملړ په سره کې هم دي چې د کښتیو له لارې په ناقانونه توګه له انګریز تنګي تېرېږي او بریتانیا ته ځان رسوي. ډېر یې په لارو کې له مرګونو پېښو سره هم مخامخېږي. بریتانیا په دې وروستیو کې له فرانسې سره پر پوله د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره څار ډېر کړی دی.