یونیسف: 'له درېیو یوه برخه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري'

د عکس سرچینه، EPA
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق 'یونیسف' مشر تاج الدین اویوال پر خپل اېکس 'پخواني ټوېټر' له یوه پیغام سره یو انځور خپور کړی او وايي، چین ته د سفر پرمهال یې له خصوصي سکټور سره په ګډه غونډه کې د افغانستان لپاره د ګډو همکاریو پر فرصتونو خبرې کړې دي.
نوموړي لیکلي: "له درېیو یوه برخه (۳/۱) افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، داسې حللارې لکه لمریز پمپونه او نوې ټېکنالوژي له هغو کورنیو سره مرسته کولی شي چې د اوبو له کمښت او اقلیمي ستونزو سره مخامخ دي".
دی زیاتوي، ''چین ته د خپل سفر پر مهال مې له خصوصي سکتور سره یوه ګټوره ناسته درلوده، چې پکې مو د افغانستان لپاره د ګډو همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړې.''
'که سفر هرڅومره ګران وي، د خوښۍ ساتل مهم وي'

د عکس سرچینه، @TajudeenOyewale
په ورته وخت کې، یونیسف مسوولین وايي، تېره اونۍ تورخم کې د کډوالو هغه کمپ ته ورغلي چې دغه هېواد ته راستنېدونکو ته لنډمهاله استوګنه پکې چمتو شوې ده.
په افغانستان کې د یونیسف استازې تاج الدین اویوال وايي، نژدې یو میلیون افغانان له هغه راهیسې را اوښتي چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر پیل کړ.
دی وايي له دې ډلې - کمپ کې زما د فوټبال لوبې ملګرو په ګډون- تر ۶۰ سلنه ډېر ماشومان دي.
ښاغلي اویوال ویلي، کمپ ته له رسېدو سره یې یوه ډله هلکان ولیدل چې فوټبال لوبه یې کوله او د خوشالۍ چیغې یې هر ځای اورېدل کېدې: "په کمپ کې ځینې هلکانو فوټبال کاوه، په لوبه بوخت وو او د خوشالۍ فضا یې سیمه په سر اخیستې ده. "زه خپله هم له ماشومتوبه د فوټبال مینهوال یم، نو کله چې توپ زما خواته راغی، ما بېرته وواهه او له هغوی سره مې لوبه وکړه".
یونیسف وايي، له پيله د ستنېدونکو افغان کورنیو ترڅنګ ولاړ دی. د یونیسف دغه چارواکي ویلي د تورخم په ختیځ او سپین بولدک په سوېل کې د سرحدي لارو پر سر د څو ادارو په همغږۍ "موږ، زموږ شریکان او ملګري سازمانونه بېرته را ستنېدونکو زرګونو کسانو ته خواړه، پاکې اوبه، سرپنا، روغتیا، تغذیه او د ساتنې خدمتونه برابروو".

د عکس سرچینه، UNICEF
بېرته راستنېدونکو کورنیو خپل اکثره د کور سامانونه پرېښي دي. ځینې یې په رکشاګانو یا لاریو کې سفر کوي، خو ډېری یې له لاسګاډیو ګټه اخلي یا خپل ځینې سامانونه پر اوږو وړي.
یونیسف وايي، د دغو کډوالو اړتیاوو ته په کتلو دوی بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري: "دوی ته نغدې پیسې، روغتیايي او تغذیوي خدمات پکار دي. دوی پاکو اوبو، تشنابونو او د افغانستان سخت اقلیم پر وړاندې سرپنا او خوندي ځای ته اړتیا لري. پر دې سربېره، دا ډول سفرونه خلک - په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان - له خطر سره مخ کوي".
یونیسف چې د ماشومانو په برخه کې فعالیت کوي، وايي په داسې ستونزمنو سفرونو کې ماشومان له خپلو کورنیو بېلېدلی شي.
د یونیسف د یوه مخکېني راپور له مخې، له پاکستانه افغانستان ته په ایستل شویو افغانانو کې شاوخوا ۲۰ سلنه یې هغه ماشومان دي چې ډېری یې له کورنیو پرته ستانه شوي او د سرپنا، خوړو او زدکړو په شان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف دا وروستۍ څرګندونې داسې مهال کړې چې له پاکستانه د افغان وګړو جبري شړل دوام لري. دغه اداره وايي، له پاکستانه راشړل شوي افغانان تورخم ته په رسېدو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري:
"دا سفر په پولو کې د ماشومانو لپاره یوه وېروونکې او سخته تجربه ده. زموږ له مهمو کارونو یو دا دی چې د دغو ماشومانو کورنۍ پیدا کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې تر هغې مودې پورې چې موږ د دوی خپلوان پیدا کوو، دوی ته یو خوندي ځای ورکړل شي. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې موږ تر اوسه له ۱۰۰۰ ډېرو هغو ماشومانو سره مرسته کړې، چې د افغانستان له پولو په وېرې او یوازېتوب راوښتي وو او بېرته مو له خپلو عزیزانو سره یوځای کړي دي."
یونیسف وايي له پاکستانه راستېندونکې کورنۍ له داسې کورونو رایستل کېږي چې کېدای شي لسګونه کاله پکې اوسېدلي وي. ډېری کورنۍ به اوږدمهاله ملاتړ ته اړې وي چې ژوند پیل کړي، خپل معیشت بیا جوړ او له سره ټولنیز ملاتړ ومومي.
د ملګرو ملتونو ددغې ادارې په وینا، بېرته راستانه شوي ماشومان باید ژر تر ژره بېرته ښوونځي ته لاړ شي او له هغو راتلونکو فرصتونو بېبرخې نه شي چې تعلیم یې ورته برابروي.
وړاندې، د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (سېف د چلډرېن) هم خبر ورکړی و، چې راستانه شوي افغان ماشومان بېړنۍ سرپنا، خوړو او مناسبو زدکړو ته اړتیا لري، د بنسټیزو خدمتونو او ټولنیزو مرستو نشتوالی د دوی فزیکي او رواني وضعیت ته جدي ګواښونه پېښوي.
یونیم میلیون نور کسان

د عکس سرچینه، UNICEF
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د روان کال تر پایه به یو نیم میلیون نور کسان د تورخم او سپین بولدک له لارې بېرته افغانستان ته راستانه شي. وايي لکه څنګه چې د بېرته راګرځېدونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی، باید د مرستې کچه هم همغومره زیاته شي، چې ډاډ ترلاسه کړو هېڅ ماشوم شاته نه دی پاتې شوی.
یونیسف د خپل تازه خبر په پای کې وايي، د افغانستان پر پولو د دوی فعالیت بسنه نه کوي، کاري شریکان، همکارې ادارې او سخاوتمندانه بسپنه ورکوونکو دا چاره اسانه کړې ده او وايي له افغانستان سره هر ډالر مرسته په نړیواله ټولنه کې پانګونه ده؛ داسې یوه پانګونه چې هر ماشوم یې د یوې باثباته، خوندي او له خوښیو ډکې نړۍ مستحق دی.
له ۲۵۰،۰۰۰ ډېر کډوال راستانه شوي
د روانې مې میاشتې لومړیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې 'یواېناېچسيار' ویلي وو، په تېره اپرېل میاشت کې له ۲۵۰،۰۰۰ ډېر افغانان په ډېرو سختو شرایطو کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
یوازې تېره ورځ (دوشنبه/مې ۲۶مه) د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات له لارو له پاکستان او ایرانه ۷۵۲ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.