ولې بشپړه سپوږمۍ زموږ لپاره ارزښت لري؟

Full moon is seen as a daffodil blooms during spring in Van, Turkiye on April 22, 2024.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بشپړه سپوږمۍ د نړۍ د بېلابېلو کلتورونو او دودونو په جوړښت کې مهم رول لوبولی دی.
  • Author, جرمي هاول
  • دنده, بي بي سي

د چهارشنبې بشپړه سپوږمۍ د شمالي نیمې کرې لپاره د روان کال د پسرلي او له استوا کرښې لاندې لاندې سيمو لپاره د مني لومړنۍ سپوږمۍ ده.

د امریکا بومي يا اصلي اوسېدونکو دا د "چينجي سپوږمۍ" په نامه يادوله. ځکه دا هغه مهال راخېژي چې خاوره نرمه شي او چينجي د ځمکې سطحې ته راپورته کېږي.

پوره سپوږمۍ هغه وخت ليدل کېږي، کله چې دا د لمر پر وړاندې د ځمکې په مخالف اړخ کې واقع شي، له دې سره د سپوږمۍ ټول مخ چې زموږ پر لور دی، روښانه ښکاري.

بشپړه سپوږمۍ د نړۍ د بېلابېلو کلتورونو او دودونو په جوړښت کې مهم رول لوبولی دی. دا نه یوازې د کرنې پر دودونو اغېز لري، بلکې زموږ پر خوب هم اغېز کولی شي.

ډېری کروندګر بشپړه سپوږمۍ د تخم کرلو لپاره غوره وخت ګڼي.

ولې زموږ نیکونو ته بشپړه سپوږمۍ مهمه وه؟

A sculpture replicating the Ishango Bone, found by a Belgian geologist, stands in a public square in Brussels.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بروکسل د لرغون پېژندنې په يوه موزيم کې د ایشانګو هډوکي یوه لویه کاپي

د سپوږمۍ دورې منظم پړاوونه له لرغونې زمانې راهیسې د وخت معلومولو لپاره کارول شوي دي.

د دې یوه بیلګه د ایشانګو هډوکی (Ishango Bone) دی، چې په ۱۹۵۷ کال کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې وموندل شو.

دا هډوکی، چې باور کېږي د یوې بيزو يا ببون د پښې له هډوکي اخیستل شوی او شاوخوا ۲۰۰۰۰ کاله زوړ دی، د یوه ابتدایي کاليزې يا جنترۍ بڼه لري.

د بلېجيم يوه جیولوجیسټ دا هډوکی موندلی، چې پرې ځانګړي نښانونه جوړ شوي دي. ځینې یې د روښانه دايرو، تیاره دايرو، او نیمه دايرو په بڼه دي.

د هارورډ پوهنتون لرغونپو الېکساندر مارشک داسې انګېرله چې دا نښانونه ښايي د سپوږمۍ د بېلابېلو پړاوونو استازیتوب کوي، او دا احتمال شته چې دا هډوکی د شپږ میاشتنۍ قمري کليزې په توګه کارول شوی وي.

A February "Snow Moon" rises behind the Alps in Italy (2023)

د عکس سرچینه، Getty Images

د حاصل سپوږمۍ يا (هاروېسټ موون) هغه پوره سپوږمۍ ده چې د مني د اعتدال شپو او ورځو پر مهال د سپتمبر په وروستیو یا د اکتوبر په پیل کې ليدل کېږي.

په دې وخت کې، سپوږمۍ ژر د لمر له پرېوتو وروسته راخېژي. پر دې مهال کروندګرو کولی شوی چې تر ناوخته د سپوږمۍ رڼا ته خپل حاصلات راټول کړي.

خو نن سبا، تر ډېره کروندګر د برېښنا څراغونه کاروي.

د بشپړې سپوږمۍ پر مهال کوم جشنونه لمانځل کېږي؟

North Korean defectors celebrate Chuseok in South Korea, 2000.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چوسوک پر مهال کوریایان د حاصلاتو له کبله مننه او خپلو نیکونو ته درناوی وړاندې کوي

په چین کې د منځني مني جشن (Zhongqiu Jie) چې د سپوږمۍ جشن هم ورته وايي، د حاصل سپوږمۍ پر ورځ ترسره کېږي او رسمي رخصتي وي. دا جشن ۳۰۰۰ کاله لرغونتوب لري او د ښو حاصلاتو په موخه لمانځل کېده.

همدا ډول په کوريايي کلتور کې د "چوسوک" (Chuseok) دری ورځنی جشن د حاصل سپوږمۍ سره هممهاله جوړېږي، په دې وخت کې کورنۍ سره راټولېږي، د حاصل شکر ادا کوي، او د خپلو نیکونو درناوی کوي.

په هندو کلتور کې بشپړه سپوږمۍ پورنیما (Purnima) بلل کېږي، او د دعا او روژې لپاره ځانګړی ورځ وي. د نومبر کارتیک پورنیما (Kartik Purnima) د هندوانو تر ټولو مقدسه میاشت ده، چې د شېوا د بریا او د وېشنو د لومړۍ بڼې متسيايا د څرګندېدو یاد ته ځانګړې شوې.

کومب مېله چې د بشپړې سپوږمۍ پر مهال پیلېږي، هر دولس کاله وروسته لمانځل کېږي.

Balinese people walking home with offerings after a Purnama full Moon ceremony in Melasti, Amed.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بالي کې د پورناما په ورځ، خلک خدایانو ته نذرانې وړاندې کوي

د بودایي مذهب لارويان باور لري چې بودا ۲۵۰۰ کاله وړاندې د بشپړې سپوږمۍ په شپه زېږېدلی، روښانتیا ته رسېدلی، او مړ شوی. د دې پېښو یاد د بودا پورنیما په نوم، چې تر ډېره په اپرېل یا مې میاشت کې وي، لمانځل کېږي.

په شري لنکا کې هر بشپړه سپوږمۍ د پویا په نامه یادېږي او په دې ورځ عامه رخصتي وي چې د غوښې او الکولو يا شرابو پلور په کې منع دي.

په بالی ټاپو کې خلک د پورناما مراسم ترسره کوي، باور لري چې "خدایان او خدايانې" د ځمکې پر لور نازلېږي او برکتونه ورکوي.

مسلمانان هڅول شوي چې د پوره سپوږمۍ پر مهال دری ورځې روژه ونیسي.

په مسحيت کې د پسرلي پر مهال د شپې او ورځې د يو ډول کېدو له بشپړې سپوږمۍ وروسته د يکشنبې په ورځ د ايسټر مراسم لمانځل کېږي.

په مکسیکو او د لاتینې امریکا په ځينو هېوادونو کې د اصلي اوسېدونکي دودیزه د "سپوږمۍ نڅا" بېرته را ژوندۍ شوې ده. په دې مهال مېرمنې د بشپړې سپوږمۍ پر مهال دری ورځې نڅا او د سپوږمۍ عبادت کوي.

د بشپړې سپوږمۍ سره کومې افسانې تړلې دي؟

Close-up of Henry Hull in the 1935 Universal Pictures release "Werewolf of London".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د وېرولف افسانه په عصري وختونو کې هم شته، د "وېرولف آف لندن" ډارونکي فلم، په ۱۹۳۵ کې خپور شو.

په اروپا کې، له لرغوني زمانې راهیسې، دا باور و چې پوره سپوږمۍ ځینې خلک لیونتوب ته اړباسي. د "لېونتوب یا" (Lunacy) کلمه له "لونا " (Luna) اخیستل شوې، چې د سپوږمۍ لپاره د لاتین ژبې کلمه ده.

دا تصور چې بشپړه سپوږمۍ له کنټروله وتلی چلند راپاروي، د وېرولف يا انساني لېوه افسانې ته زمینه برابره کړه، دا هغه کیسه ده چې وایي ځینې انسانان په غیر ارادي ډول په لېوانو بدلېږي او د بشپړې سپوږمۍ په شپو کې خپل خلک ډاروي.

په څلورمه پیړۍ کې، یوناني تاریخپوه هېروډوټس د نیوري قبیلې په اړه لیکلي و، چې ویل کېږي دوی هر کال د څو ورځو لپاره په لېوانو بدلېدل. دا قبیله د اوسنۍ روسیې په سکایتی سیمه کې مېشت ده.

په اروپا کې، د ۱۵مې تر ۱۷مې پیړۍ پورې، ګڼ خلک د انساني لېوانو په تور محاکمه شوي وو.

له دې یوه تر ټولو نامتو قضیه د ۱۵۸۹ کال ده، کله چې ځايي ښکارچيانو ادعا وکړه چې د جرمني یو کروندګر، پیټر سټوب يې له ليوه څخه انسان ته په اوښتو ليدلی دی.

پیټر، چې شکنجه کېده، ومنله چې د جادو یو کمربند لري چې د هغې په مرسته کولی شي د انساني لېوه بڼه خپله کړه او خلک ښکار او وخوري.

بشپړه سپوږمۍ زموږ پر ورځني ژوند څه اغېز لري؟

A woman lying awake in bed with her arm across her face.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړنې ښیي د بشپړې سپوږمۍ پر مهال لږ خوب کېږي

ډېری کروندګر د بشپړې سپوږمۍ پر مهال تخمونه او بوټي کري. لکه د بالي ټاپو اوسېدونکي چې د "پورناما" په وخت کې همدا چاره پر مخ وړي، دوی باور لري چې سپوږمۍ د خاورې بڼه ښه کوي.

کله چې بشپړه سپوږمۍ وي، د سپوږمۍ جاذبه قوه د ځمکې يو لوری او د لمر جاذبه قوه د ځمکې بل لور راکاږي. دا نه یوازې د سمندرونو د اوبو د ډېرېدو او کمېدو سبب کېږي، بلکې باور دی چې د ځمکې سطحې ته د اوبو د جذب کېدو لامل هم ګرځي.

ځینې خلک باور لري چې بشپړه سپوږمۍ د دوی خوب ګډوډوي.

څېړنو موندلې چې د بشپړې سپوږمۍ پر مهال او يا شاخوا، خلک ژر وېده کېدی نشي او لږ ژور خوب کوي.

هغه کسان چې په دې څېړنو کې شامل وو، وايي د دې سربېره چې په بندو خونو کې ويده وو د دوی خوب ښه نه و.

د بشپړې سپوږمۍ پر مهال ډېر احتمال شته چې ژوي خلک وداړي.

په ۲۰۰۰ کال کې د بريتانیا د بردفورډ ښار یوه څېړنه ښيي، چې د ۱۹۹۷ او ۱۹۹۹ کلونو ترمنځ، د هغو کسانو شمېر چې د حیواناتو د داړلو له امله روغتون ته وړل شوي، د بشپړې سپوږمۍ په شپو کې د پام وړ زیات و.

خو، خواشینوونکې دا وه چې د انساني لېوانو د داړلو هېڅ پېښه نه وه ثبت شوې.