ولسمشر بایډن افغانستان د امریکا د 'غیر ناټو متحدینو' له لېسته لیرې کړ

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن یوه فرمان صادر کړی چې افغانستان یې د امریکا د "غیر ناټو متحدینو" له لېسته لیرې کړ.

د سپینې ماڼۍ وېبپاڼه کې د سپتمبر پر ۲۳مه د جو بایډن د خبرپاڼې متن خپور شوی چې وايي: "د امریکا د اساسي قانون او نورو قوانینو د واکونو پربنسټ چې د ولسمشر په توګه یې ما ته راکړي دي، په دې توګه افغانستان د امریکا د غیر ناټو متحدینو له نوملړه وباسم".

دوې میاشتې وړاندې هم ښاغلي بایډن د امریکا له کانګرسه غوښتي وو چې افغانسان د (امریکا د غیر ناټو متحدینو) له نوملړه وباسي.

هغه مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یاد خبر په غبرګون کې ویلي وو:‌ "د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د هغې پریکړې په اړه چي ویلي یې دي (د ناټو د غړیتوب نه بغیر د امریکا اصلي متحد) عنوان به له افغانستان څخه بیرته اخلي، موږ کومه اندیښنه نه لرو اونه هم دغه عنوان افغانستان ته کومه ګټه کړې وه".

د افغانستان لپاره د امریکا د "غیر ناټو متحدینو" حیثیت څه و؟

د ولسمشر بارک اوباما ادارې په ۲۰۱۲ کال افغانستان "له ناټو د بهر اصلي متحدانو" نوملړ ته ورزیات کړی و،‌ چې په دې سره افغانستان او امریکا خپلو پوځي همکاریو ته دوام ورکړ.

له ناټو بهر د متحدانو نوملړ کې د افغانستان نوم شاملېدل افغانستان ته ددې توان ورکاوه چې د پوځيانو روزنې، د وسلې او پوځي تجهیزاتو رانیولو لپاره له ناټو او امریکا مرسته وغواړي.

هغه هېوادونه چې له ناټو بهر د متحدانو نوملړ کې دي، د ناټو له تړون بهر متحدانو په توګه د متقابلې دفاع تضمین نه لري، خو ډېر نور امتیازات ورکول کېږي، چې د امریکا د جنګي تجهیزاتو له امبارونو ګټه اخیستنه، د وسلو د پېرلو تړونونه، تجهیزات او د پوځي تجهیزاتو او بنسټونو جوړول پکې شامل دي.

د روان کال لومړیو کې امریکا، قطر او کولمبیا "له ناټو بهر د متحدانو" نوملړ ته اضافه کړل شول.

له تېرو څه باندې لسو میاشتو راهیسې کله چې تېر اګسټ کې طالبان افغانستان کې واک ته ورسېدل، امریکا ځینې بندیزونه پرې ولګول.

که څه هم امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا یوځای کېدو وېره لري، خو پرون د طالبانو مشر مولوي هبت الله خونزاده په اختریز پیغام کې وویل، چې له امریکا او نورې نړۍ سره ښه ډیپلوماتیک، اقتصادي او سټراټیژیک اړیکي غواړي.