تشو میتیازو کې بکتېریا چې د پروستات سرطان نښه کېدای شي

د عکس سرچینه، Getty Images
ساینسوپوهان وايي داسې بکتېریا یې پېژندلې چې تشو میتیازو کې موندل کېږي او د پروستات سرطان سره تړلې ده.
دا موندنې د کارپوهانو په اند، مرسته کولی شي چې د سرطان ناروغي په لومړیو پړاوونو کې په نښه کړي او آن مخنیوي کې یې هم ښايي مرسته وکړای شي.
لا ډېره وړاندې ده چې کره اټکل وشي ایا دا بکتېریا په خپله د پروستات سرطان لامل کېږي او کنه یوازې نښې یې څرګندوي.
د ایسټ انګلیا پوهنتون هغه ډله چې دغه تړاو یې موندلی وايي، لا نورې څېړنې به وکړي چې ومومي ایا د انتي بیوتیک درملو په کارولو کولی شي د سرطان غوټې یا تیومر له منځه یوسي.
دا څرګنده ده چې باکتېریاوي ناروغۍ کولی شي د سرطان د ځینو نورو ډولونو په پرمختګ کې رول ولوبوي. د مثال په ډول هېچ پایلوري باکتېریا کولی شي د معدې سرطان ته لار هواره کړي، خو د انتي بیوتیک درملو په کارولو دا خطر ختمېدای شي.
د پروستات وده

د عکس سرچینه، Getty Images
پروستات سرطان تل وژونکی نه وي - ځینې غوټې یا تیومر یې دومره ورو وده کوي چې ستونزه نه پېښوي - د لرې کولو اړتیا یې نه وي او یوازې کېدلی شي وڅارل شي.
ننګونه په سړو کې د پروستات سرطان د هغې بڼې په وخت مالومول او مخنیوی دی چې په خورا چټکۍ وده کوي او کېدلی شي وژونکې وي.
دم ګړۍ چې کوم طبي معاینات شته لکه د وینې ازموینه یا بیاپسې - تل په دې نه توانېږي چې اټکل وکړي د سرطان کومه بڼه ده او څومره به خطرناکه وي.
د دې وروستۍ څېړنې لپاره، کارپوهانو له ۶۰۰ د ډېرو ناروغانو چې ځینو یې پروستات سرطان درلود او ځینو یې نه درلود، څارنه کړې چې مالومه کړي د تشو مېتیازو باکتېریاوي ازموینې څومره اغېزناکې دي.
دوی د بکتېریاوو پنځه ډولونه وپېژندل چې له نارینه ناروغانو د اخېستل شویو مېتیازو نمونو کې وو، او ځینو کې یې بیا وروسته د پروستات سرطان جدي بڼې وده وکړه.
دغو ټولو بکتېریاوو کولی شول پرته له اکسیجنه وده وکړي. ځینې یې بیخي نوې بڼې وې چې تر اوسه نه وې موندل شوې.
دغې ډلې د بکتېریاوو دوه نوې بڼې موندلي او دواړه یې د هغو مرستندویه ادارو په نوم نومولي چې د دې څېړنې مالي ملاتړ یې کړی وو.
ډاکټر رېچل هرسټ چې د څېړونکو ډلې غړې ده وايي: "هغه څه چې موږ پرې لا هم نه پوهېږو دا دي چې څه ډول دا بکتېریا د انسان بدن ته ورځي، ایا د سرطان ناروغۍ لامل کېږي او دا چې د بدن کمزوری دفاعي سیستم کولی شي د بکتېریا په وده کې مرسته وکړي."
نوموړې زیاتوي: "موږ هیله لرو چې زموږ څېړنه او په راتلونکې کې په دې برخه کې لا نور کار کېدلی شي داسې درملنې ته لار هواره کړي چې وکولی شي د پروستات سرطان جدي بڼې د پرمختګ مخه ونیسي. زموږ څېړنه به داسې نویو بکتېریاوي طبي ازموینو ته هم لار هواره کړي چې د هر یوه سړي د سرطان بڼې ته کتو تر ټولو اغېزناکې درملنې اټکل وکړای شي."

د عکس سرچینه، SPL
د رېچل هرسټ همکار پروفیسور کالېن کوپر چې د دې څېړنې مرستیال مشر وو بي بي سي ته وویل چې موندنې یې ريښتینې دي او د څېړنې پر مهال یې جدي پاملرنه کړې چې لابراتوار کې د ازموینو پر مهال طبي نمونې له بهرنیو ویروسونو پاکې وساتل شی او پر پایلو اغېز ونه کړي.
د بریتانیا د سرطان څېړنې ادارې یوه غړي ډاکټر سام ګاډفري په دې اړه وویل: "بریتانیا کې نژدې په لسو کې د سرطان څلورو بڼو لاملونه مالوم دي، د مثال په ډول د سګرېټ له څکولو یا چاغښت سره یې تړاو دی. خو نور فاکتورونه هم شته چې د سرطان ناروغۍ په وده کې رول لري، لکه باکتېریا او موږ یې په اړه ایله اوس یو څه کره مالومات موندلي."
هغه زیات کړې "نورو څېړنو ته اړتیا ده چې په ډاګه کړي بکتېریاوې څه ډول د پروستات سرطان په وده کې مرسته کوي. دا څېړنې به نویو درملنو ته لار هواره کړي او په ټولنه کې به د سرطان ناروغۍ له امله د اغېزمنو کسانو شمېر کم شي."