اردن کې د شاهي واده مراسم

د ویډیو تشریح، اردن کې د شاهي واده مراسم

د اردن ولیعهد شهزاده حسین او شهزادګۍ رجوه خالد السیف د پنجشنبې په ورځ د عمان زهران ماڼۍ کې واده وکړ.

د ۲۹ کلن شهزاده او ۲۹ کلنې شهزادګۍ د واده دا مراسم پر خواله رسنیو په ژوندۍ بڼه خپرېدل.

د نړۍ له لر و بره د بریتانیا د شهزاده ویلیم او مېرمنې یې د وېلز شهزادګۍ کیت په ګډون د ګڼو شاهي کورنیو غړي ورغلي وو.

د واده دغو مراسمو ته د امریکا د امریکا لومړۍ مېرمن جیل بایډن او لور یې اشلي بایډن هم ورغلې وې.