چين کې کورونا: له لابراتواره د وېروس خپرېدو شونتيا

د ویډیو تشریح، چين کې کورونا: له لابراتواره د وېروس خپرېدو شونتيا

دا شونتيا چې د کورونا وېروس له لابراتوار ښايي وتلی وي "باید رد نه شي". دا خبره د چین حکومت یوه پخواني لوړپوړي ساینسپوه بي بي سي سره خبرو کې کړې ده.

جورج ګاو، چې د وبا ډېرې مودې پر مهال چین کې د ساري ناروغیو د کنټرول مرکز مشر و، وویل د وېروس سرچينې په اړه لا هم پوښتنه پرانيستې پاتې ده.

ډېر ساینسپوهان لا هم پر دې باور دي چې ویروس ډېر ښايي په طبیعي ډول له ژویو، انسانانو ته لېږدېدلی وي. خو نور بیا دليل دا وايي له لابراتواره په ناڅاپي ډول د ویروس وتل نه شي ردېدی.