منظور پښتین د بنو ولسي پاڅون ته؛ پاکستان، امریکا او چین ته پخپله خاوره د نا امنۍ اجازه نه ورکوو

جلسه

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA/Manzoor Ahmad Pashteen

د عکس تشریح، د بنو ولسي پاڅون

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین یو ځل بیا تور پورې کړی چې پاکستاني جنرالان د ډالرو لپاره په پښتني سیمه یو بل جنګ تپي خو د هغه په وینا ولسونه یې باید پر وړاندې "غفلت" ونه کړي.

هغه چې نن ٰیکشنبه' یې په بنو کې د زرګونو خلکو یوې لویې غونډې ته وینا کوله وویل "د پښتنو په خاوره ترهګري او نا امني د پاکستان د پوځ په ګډون د نړۍ منصوبه او زمونږ د غفلت نتیجه ده."

په داسې حال کې چې د زرګونو خلکو لخوا یې خبرې بدرګه کیدې منظور احمد پښتین خبرداری ورکړ، چې د پاکستان او امریکا جنرالانو او د چین پالیسیو ته به اجازه ورنکړي چې په پښتون مېشتو سیمو کې نا امني خپره او بل جنګ پیل کړي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د نا امنۍ پېښې له ډېریدو په ځانګړي ډول پېښور کې له وروستي خونړي برید وروسته په پاکستان کې لاریونونه او اعتراضي غونډې مخ په ډيریدو دي.

دې غونډو ته د ولسي پاڅونونو نوم ورکړل شوی او تر اوسه په بېلابېلو ښارو کې ترسره شوې دي، په ولسي پاڅونونو کې تر ډېره نیوکې د پاکستان په پالیسیو وي او د قومونو د اتحاد غږ پورته کیږي.

په دغو غونډو کې ویناوالو په پرلپسې ډول ټینګار کړی، چې د نا امنیو لمن ټولول د یوې سیمې او کوم ځانګړي ټبر کار نه دی بلکې ټول قومونه یې باید پر وړاندې په ګډه ودریږي.

جلسه

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، د مومندو ولسي پاڅون یوه څنډه

په دې لړ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ځينو نورو ګوندونو غړي او بېلابېل نور فعالان نن د بنو پرېس کلب مخې ته راټول شوې وو.

په بنو کې د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ټینګار وکړ چې د جنګ او فساد پر وړاندې د دوی غږ تر یوې کچې اغېزمنې پایلې لرلي خو په وینا یې "لا به دریدا غواړي."

هغه وویل "په دې وروستیو کې چې کوم لاریونونه او مزاحمتونه شوي له کبله یې ورانکاري د نا امنۍ خپرولو پالیسي په سمه توګه نه شي پلي کولای خو که ولسي پاڅونونه او د خلکو غږ نه وی حالات به ډېر خراب و."

نوموړي وویل په داسې حال کې چې د پاکستان ډېرو لوړ پوړو چاوراکو د ترهګرو او وسله والو په روزنې اعتراف کړی په پاکستان کې د دې پالیسیو پر وړاندې دریدل سخت و او خلک سخت وېرېدل.

منظور احمد پښتین اعتراف وکړ چې نن ګڼ خلک د حکومتي پالیسیو خلاف په ښکاره دریدلي او په وینا یې پاکستاني پوځ د ولسي پاڅونونو نه په وېره کې دی.

غونډې ته د وینا پر مهال د نورو ګډونوالو ټینګار هم په دې وو چې پخپله خاوره د خلکو د ډالرو لپاره د جګړې ارمان نشي پوره کولی او له بېلابېلو لارو به خپل غږ پورته کوي.