اسټرالیا هغه بېړۍ درولې چې د کووېډ اته سوه ناروغان پکې وو

اسټرالیايي چارواکو هغه بېړۍ د سډني په سمندر کې درولې چې پر کووېډ-۱۹ اخته اته سوه کسان پکې دي. میجسټیک پرنسس نومې دا بېړۍ چې معمولاً سیلانیان پکې سفر کوي، له نیوزیلنډه اسټرالیا ته رسېدلې وه.

په دې کښتۍ کې ټولټال ۴۶۰۰ کسانو سفر کاوه او پر کوېډ د اخته کسانو شمېر ښيي چې د کښتۍ له هرو پنځو کسانو نژدې یو پر کووېډ اخته شوی. دا د ۲۰۲۰ کال یوې پېښې ته ورته ده، چې په روبي پرنسس نومې بېړۍ کې د کووېډ ۹۰۰ ناروغان موندل شوي وو او وروسته ۲۸ له همدې کبله مړه شول.

په اسټرالیا کې د سپرلۍ بېړیو فعالیتونو مدیریت ادارې کارنیوال اسټرالیا مشره مارګریټ فیټزجیرالډ وايي، د ډېری ناروغانو په هکله د ۱۲ ورځني سفر په نیمايي کې معلومه شوې، چې په وېروس اخته شوي دي.

نوموړې زیاتوي د ټولو ناروغانو یا خو له سره علامات نه شته او یا هم خورا عادي علامات لري. د نوموړې په خبره هغه ټول مسافر به چې معاینات یې مثبت دي، د قرنطین لپاره ځانګړې موده تېروي او دې لړ کې به ورسره د شخصي مېشت ځای او ټرانسپورټ مرسته کېږي.

د بېړۍ په هکله بیا ویل کېږي چې ژر به د ملبورن پر لور وخوځېږي. له اغلې فیټزجیرالډ د میجیسټیک پرنسس او روبي پرنسس د پرتله کولو په هکله وپوښتل شول، نو هغې وویل: ''له هغه راهیسې موږ د ټولنې په صفت ډېر څه زده کړي، د کووېډ په هکله ډېر څه''

دا په داسې حال کې ده، چې په اسټرالیا کې د کووېډ ناروغانو شمېر زیاتېدو رپوټونه ورکول کېږي. د نیو ساوت ویلز سیمې په هکله ویل کېږي چې تر جمعې پورې اووه ورځو کې د ۱۹۸۰۰ کسانو معاینات مثبت ختلي دي.