امریکا کې د کورونا وبا له مرستو ۲۵۰ میلیون ډالره غلا؛ لسګونه کسان تورن شوي

د امریکا متحدو ایالتونو کې څارنوالانو ۴۷ کسان د کورونا وبا مرستندویه ټولګه کې په جعلکارۍ او د سلګونه میلیونو ډالرو پر غلا تورن کړي دي.

پر دغو کسانو د اړمنو ماشومانو تغذیې لپاره د دولتي مرستو له یوه پروګرامه د ۲۵۰ میلیون ډالرو غلا تور پورې شوی دی.‌

دوی ظاهرآ دا پیسې د املاکو، موټرونو او ګرانبیه توکو په پېرلو لګولې دي.

مینېسوټا ایالت کې د 'فیډ اور فیوچر' په نوم یو غېر انتفاعي سازمان تورن شوی چې د سترې غلا او درغلۍ دا طرحه یې همغږه کړې ده.‌

خو د دغه سازمان بنسټګرې 'ایمي بوک' له دې انکار کوي چې سرغړونه دې یې کړې وي.

د هغې یوه وکیل بي بي سي ته ویلي "له لومړۍ ورځې مو خپله بې ګناهي ساتلې ده."

هغه وویل تورنېدل یوازې د یوې جرمي پروسې پیل دی او یوازې په دې تړاو د ادعاو ښودنه کوي.

خو د امریکا د فدرال څېړنو ادارې "اېف بي ای" مشر کرېسټوفر رای دا تر دې دمه د خپلې بڼې دومره ستره او "بده توطیه" بللې چې د نوموړي په وینا ساری یې نشته.

له دې سره هممهاله د امریکا عدلیې وزارت هم یوه اعلامیه کې ویلي چې دغو مشکوکو کسانو ظاهرآ داسې ماشومانو لپاره چې اصلآ نشته، د خوړو برابرولو جعلي بېلونه صادر کړي دي.

انګېرنه دا ده چې دوی ظاهرآ دا ګام له هغه دولتي پروګرامه د ګټې په اخیستلو پورته کړی، چې له مخې یې شخصي رستورانتونو کولی شول د غیر انتفاعي سازمانونو تر پوښښ او ملاتړ لاندې ماشومانو باندې د خوراکي توکو د ویش بدل کې له حکومته بودیجه وغواړي.

ویل کېږي دغو کسانو "فیډ اور فیچور" سازمان کارکوونکو ته د دې لپاره بډې ورکړې چې د دوی د همداسې جعلي وېشنو د بې شمېره محلونو ملاتړ وکړي.

د امریکا عدلیې وزارت وايي دغو سایټونو یا محلونو له رامنځته کېدو یوازې څو ورځې یا اوونۍ وروسته ادعا کړې چې هره ورځ یې زرګونو ماشومانو ته خوراکي توکي برابر کړي دي.‌

ویل شوي چې دوی دغه کار لپاره جعلي نومونو کارول او جعلي پاڼې یې تسلیمولې.

له دغو نومونو ځینې د ناڅاپي یا تصادفي نومونو د نوملړ له یوې ویب پاڼې راخیستل شوي‌ دي.

دا کسان اوس د مالوماتي ټکنالوژۍ په کارولو سره د مالي درغلۍ، پیسو سپینولو او بډو له تورونو سره مخ دي.

د متحدو ایالتونو لوی څارنوال 'مېریک ګارلنډ' ویلي عدلیې وزارت به پر هغو کسانو کړۍ تنګولو ته دوام ورکړي چې "له وبا یې شخصي ګټه پورته کړې ده".

د امریکا عدلیې وزارت مارچ کې ویلي وو چې د یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو ضایعه کېدو اړوند یې تر زور ډېرې جنايي قضیې پرانیستې دي او له ۶ میلیاردو د ډېرو ډالرو پورونو کې د درغلۍ تورونو په مدني دعوو کې ښکېل دی.