خپلو وګړو ته د چین یوه روغتیايي چارواکي لانجمن پیغام؛ "بهرنیانو ته مه ورنږدې کېږئ"

چین کې د روغتیا برخې یوه جګپوړي چارواکي تر هغې وروسته ځايي خلکو ته ویلي چې بهرنیانو ته دې نه ورنږدې کېږي چې دغه هېواد کې د بیزو تڼاکې یا "منکي پوکس" لومړۍ پېښه ثبت شوه.

د چین د ناروغیو کنټرول او مخنیوی مرکز کې مشر وبا پوه یا ایپیډیمولوژیست 'وو زونیو' پر ویبو خواله رسنۍ یوه پیغام کې خپلو خلکو ته "بهرنیانو سره له بدني تماس" د ډډې سپارښتنه کړې.

خو د هغه دا پیغام لانجمن شوی او ځینو توکمپاله بللی دی.‌

اوس پر ویبو خواله رسنۍ د هغه پر دغه پیغام د تبصرو لیکل غیرفعال او بندي شوي.

ښاغلي‌ زونیو خپل پیغام کې ویلي و چې له بهره ټولو راستنېدونکو سره له تماس ډډه وکړئ ځکه دا ناروغي د پوستي د تماس له لارې لېږدي.

نوموړي دا غوښتنه تر هغې وروسته کړې چې د چین سویل لویدېځ څونګ کېنګ ښار ته له بهره یوه ورغلي سړي کې د بیزو تڼاکې وېروس وموندل شو.‌

تر اوسه روښانه نه دی چې دا سړی چینی که بهرنی وګړی دی.

د ویبو یوه کارن د ښاغلي زونیو پیغام ته لیکلي "د داسې څه ویل مناسب نه دي. د کورونا وبا پیلېدو پر مهال ځیني بهرنيان زموږ دفاع کې ودرېدل او ویل یې د چین خلک وېروس نه دي."

یوه بهرني کس ورته لیکلي "څومره نژادپاله دی. زما په څېر کسان به چې نږدې لس کاله مې چین کې ژوند کړی،‌ څنګه کوي؟ درې څلور کاله مو خپلې کورنۍ ځکه ونشوې لیدای، چې [کورونا وبا له کبله] پولې تړلې وې."

چین د کورونا وبا تر خپرېدو وروسته د پولو تړلو، اجباري ټسټونو او پر سفر د بندیزونو په ګډون ډېر سخت محدودیتونه وضع کړل.

‌د بیزو ټناکو وېروس له اخته کسانو، څارویو او پر دغه وېروس ککړو توکو سره د تماس له لارې انتقالېږي.

تبه، سر درد او پر پوستکي د تڼاکو راختل د دې ناروغۍ عمده نښې دي.

تر دې دمه د نړۍ ۹۰ هېوادونو کې د دې ناروغۍ تر ۶۰ زور ډېرې پېښې ثبت شوې.‌

د چین په څېر ځینې هېودونه تازه اوس د دغه وېروس د ورسېدو خبره کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یې د خپرېدو له کبله نړیوال روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړی.