د امریکا ولسمشر جو بایډن د کورونا معاینه بیا مثبته ختلې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د کوویډ-۱۹ ټسټ بیا مثبت راغلی او ډاکتر یې ویلي دا عفونیت بېرته پرې راګرځېدلی دی.

ښاغلی بایډن ۷۹ کلن دی او د کورونا معاینه یې لومړی ځل د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه مثبته راغلې وه.

نوموړي هغه مهال د کوورنا معتدل علایم درلودل.

هغه د شنبې پر ورځ تر دې وروسته چې د کورونا ټسټ یې بیا مثبت راغی، یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې علایم نه لري او د خپلو شاوخوا خلکو خوندیتوب لپاره به ځان ګوښه کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر بایډن به دفتري کارونه په انلاین ډول مخ ته وړي.

هغه تر دې وړاندې له سې شنبې تر جمعې څلور ځله د کورونا معاینه کړې وه چې پایله یې منفي وه.

د ولسمشر جو بایډن ډاکتر په یوه لیک کې ویلي اړتیا نشته چې د هغه درمنله بېرته پيل شي، خو نوموړی به تر نږدې څارنې لاندې وي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د ارقامو له مخې امریکا کې تر یو میلیون ډېر کسان په کوویډ-۱۹ د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي.