اوکرايين جګړه: پر ښارونو د روسيې بمباري

اوکرايين او روسيه د يوه بشري دالېز پر جوړولو سره سلا شوي، چې له شمالي سومي ښاره، ملکیان وباسي. پر دغه ښار له څو ورځو راهيسې د روسيو ځواکونو بمبارۍ وشوې.

د روسيې دفاع وزارت وايي اوکرايين کې له نورو ښارونو هم بشري دالېزونه پرانيستل شوي، خو له کيېفه يې پخلی نه دی شوی.

د بي بي سي اورلا ګوېرن دا راپور له ارپنه رالېږلی چې تر درنې بمبارۍ لاندې دی، او د روسيې پرمختګ لپاره مهم ګڼل کېږي.