اوکرايين کړکېچ: اوديسا کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي

له اوکرايين وروستي راپورونه وايي چې د دغه هېواد په جنوب لوېديځ ښار اوديسا کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال پاول کنيون وايي، د اوکرايين دفاعي سيستم د روسيې له څو جنګي بېړيو څخه د توغول کېدونکو راکټونو پر وړاندې مبارزه کوي.

په اوديسا کې تاوتریخوالی مخ په ډېرېدو دی. تر دې وړاندې د يکشنبې په ورځ د اوکرايين دفاعي ځواکونو اعلان وکړ چې د روسيې يوه جنګي بېړۍ يې په نښه کړې ده.

په اوديسا کې د بي بي سي خبريال په وینا، د شپې له اوو بجو راپدېخوا ترافيک محدود شوي. دوشنبې د يو ساعت لپاره سايرن وغږول شو او خبرداری ورکول کېده چې د روسيې جنګي بېړۍ د بريد لپاره چمتوالي نيسي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکرایین ويلي د دوی او روسیې ترمنځ د خبرو درېیم پړاو بې پایلې پای ته رسېدلی دی.

د اوکرایین د ولسمشر یو سلاکار وايي، د خبرو په درېیم پړاو کې یوازې په اوکرایین کې د بشري دهلېز په لوژستیکي اړخ کې 'کوچني او واړه پرمختګونه' شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د یوه اوکراییني مذاکره کوونکي له خولې ویلي، داسې کوم تړون ته نه دي رسېدلي چې د پولو وضعیت د پام وړ ښه کړي.

په کرملین کې د روسیې د حکومت یوه سلاکار هم د روسیې یوه تلویزیوني پروګرام ته وویل چې په بېلاروس کې خبرې له تمې سره سمې نه وې.

خو دواړه لوري وايي چې خبرو ته به دوام ورکړي.

بل پلو د اوکرایین په لوېدیځ کې د لویف ښاروال د دوشنبې په ورځ ویلي، د روسیې د برید په پایله کې په سلګونو زره بې ځایه شوي خلک د لویف ښار ته رسېدلي، چې د ښار په شته سرچینو یې ډېر فشار راوړی دی.

ښاروال اندري سادوي ویلي، اوس مهال په لویف کې شاوخوا ۲۰۰ زره خلک مېشت دي او هره ورځ د سټېشنونو له لارې شاوخوا ۵۰ زره کسان تښتي.

ښاغلي سادوي همدا راز ویلي، "موږ پوهېږو چې یوه بله څپه راتلونکې ده". هغه پر نړیوالو بشري سازمانونو غږ وکړ چې له دغه ښار سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

د جکړو او بېځايه شويو کسانو د شمېر له ډېرېدو سره د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلينسکي ویلي، د روسيې له بريدونو داسې ښکاري چې د اوکرايين پر وړاندې د روسيې پلان نه دی بدل شوی. نوموړي پر روسيه د نورو بنديزونو لګولو غوښتنه وکړه.

د بنديزونو په لړ کې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په لسو هغو کسانو بندیزونه ولګول چې پر اوکرایین برید کې یې د روسیې ملاتړ کړی.

ټروډو ویلي، په یادو کسانو کې د پخواني او اوسني لوړ پوړي دولتي چارواکي، د روسیې د رهبرۍ ملاتړي او اغېزمن کسان شامل دي.

ټروډو د بریټانیا او هالنډ لومړي وزیرانو سره په ګډه خبرې غونډه کې ویلي، دا کسان یې له هغه لست څخه ټاکلي چې د روسیې د بند د اپوزیسیون مشر الکساندر ناوالني جوړ کړی و.