ملګري ملتونه: روسیه دې په سملاسي ډول له اوکرایین خپل ځواکونه وباسي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر اوکرایین د روسیې یرغل غندي او له دغه هېواده غواړي چې خپل ځواکونه په سملاسي ډول له دغه هېواده وباسي.

د ملګرو ملتونو دا کمسارې بېړنۍ عمومي غونډه د دغه سازمان د امنیت شورا په غوښتنه رابلل شوې وه.

په غونډ کې د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو ۱۴۱ دې پرېکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړې.

یوازې ۵ هېوادونو پر اوکرایین د روسیې د برید خلاف دغه رامخ ته شوی پریکړه لیک رد کړ او ۳۵ نورو ممتنې رایې ورکړې.

ملګرو ملتونو کې د اوکرایین سفیر تر دې غونډې وړاندې وویل روسیه د دې لپاره ورغلې چې "اوکرایین د موجودیت له حقه برې برخې کړې."

خو د روسیې سفیر وویل مسکو غواړي چې د اوکرایین کې ختیځ کې د بېلتونپاله جګړه ختمه کړي.

هغه لوېدیځ تورن کړ چې د دغه پریکړه لیک د ملاتړ لپاره یې هېوادونو ګواښلي دي.

دا له ۱۹۹۷ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ لومړۍ بېړنۍ غونډه وه.

د نږدې ۵۰۰ روسي سرتېرو او ۲۰۰۰ ملکي وګړو وژل کېدل

روسیې دفاع وزارت په لومړي ځل تر دې دمه د اوکرایین جګړه کې د دوی سرتېرو ته د اوښتې مرګژوبلې ارقام خپاره کړل.

دغه وزارت ویلي چې په دې جګړه کې تر اوسه ۴۹۸ روسي سرتیري وژل شوي او ۱۵۹۷ ټپیان دي.

خو دا شمېر تر هغو ډېر کم دی چې اوکرایین یې ادعا کړې.

کیېف ویلي چې ۵۸۴۰ روسي سرتېرې یې وژلي دي.

بلخوا روسیې ادعا کړې چې دې جګړه کې ۲۸۷۹ اوکرایيني سرتېري هم وژل شوي او شاوخوا ۳۷۰۰ ټپیان دي.

بي بي سي د روسیې او اوکرایین لخوا یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دا ادعا په خپلواک ډول نشي تاییدولی، خو د بریتانیا دفاع وزارت هم پر دې باور دی چې د روسي ځواکونو د مرګژوبلې شمېر لوړ دی.

تر دې وړاندې د روسیې د بېړنیو خدماتو ادارو ویلي چې پر دغه هېواد د ورسیې برید کې تر دې دمه له ۲۰۰۰ دېر ملکي خلک وژل شوي دي.

په دوی د بېړنو خدماتو د رسولو لس غړي هم شامل دي.

روسیې دفاع وزارت ادعا کړې، چې ځواکونو یې د تور سمندر پر غاړه پروت تفریحي ښارګوټی خیرسون نیولی دی، چې له ستراتیژیک پلوه ډېر مهم بلل کېږي.

خو ځايي چارواکي ادعا کوي، چې دا ښارګوټی اوس هم د اوکراییني ځواکونو په ولکه کې دی.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي بیا د خپل هېواد ځواکونو د مقاومت ستاینه کړې او پر روسیه یې تور پورې کړی، چې غواړي د اوکرایین تاریخ له منځه یوسي.

د سولې خبرو بیا پیل

په همدې حال کې د روسیې تاس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د چهارشنبې پر مازدیګر به د روسي او اوکراییني مرکچیانو تر منځ د بېلاروس پولې ته نژدې د سولې خبرې بیا پیل شي.

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف وايي: ''زموږ استازي به د خبرو لپاره چمتو وي. ''

د یادونې ده، چې له دې مخکې هم په بېلاروس کې د اوکرایین پولې ته څېرنه ورته خبرې شوې، چې له کومې لاسته راوړنې پرته پای ته ورسېدې.

رپوټونو کې ویل شوي، د روسي ولسمشر ولادیمر پوتین سلاکار ولادیمر میدینسکي به یو ځل بیا په دې خبرو کې د روسي مرکچیانو مشري کوي.

بل لور د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، پر روسیې به اقتصادي بندیزونه لا سخت کړي او له اوکرایینیانو سره به د وسلو او بشري مرستو پروګرام نور هم پراخ کړي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، تر اوسه پورې نژدې ۷۰۰ زره کسان د اوکرایین جګړې له وېرې بهر ته کډوال شوي دي.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې د نورو مرستو غوښتنه تکرار کړې ده. بل لور پر اوکرایین د روسي یرغل پر اوومه ورځ په نړیوال بازار کې د اومو تېلو او ګازو عمده بیې په خورا چټکۍ سره زیاتې شوې دي او د تازه رپوټونو له مخې نن مارچ دویمه یې د یوه بېرل بیه ۱۱۳ ډالرو ته ورسېده.

په همدې تړاو د پارالمپیک کومېټې چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، د چین پلازمېنه بیجینګ کې به د راتلونکې شنبې پر ورځ روسي او بېلاروس لوبغاړي د خپلو هېوادونو نامه پر ځای د پارالمپیک کومېټې تر بیرغ لاندې سیالیو کې برخه واخلي.