د هندي بزګرانو له یو کلن احتجاج وروسته مودي د کرهڼې اړوند قوانین لغوه کړل

په هند کې د کروندګرو له نژدې یوه کال پراخو احتجاجونو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي د کرهڼې اړوند درې ناندریز قوانین رد کړي دي.

د تېر کال له نومبر راهیسې زرګونو هندي بزګرانو د ډیلي ښار څنډو کې پرلت وهلی، چې یو شمېر یې د یخنۍ، ګرمۍ او یا کوویډ له کبله مړه شوي هم دي.

بزګران وايي، دغه قوانین شخصي سکتور پانګوالو ته اجازه ورکوي چې کرهڼې برخه کې ونډه ولري او دا چاره به د دوی پر عاید اغېز وکړي.

د لومړي وزیر نرېندرا مودي د کابینې وزیرانو بیا دا قوانین د کروندګرو لپاره ګټور بلل او په وینا یې د لغوه کېدو هیڅ امکان یې نه شته.

له تېرو څو میاشتو راهیسې حکومت له کروندګرو سره خبرو ته هم زړه نه ښه کاوه، خو د جمعې ورځې دې ناڅاپي اعلان بیا ډېر حیران کړل.

کروندګرو ټولنې دا خپله لویه بریا بولي، خو ماهرین وايي، په اترپردېش او پنجاب ایالتونو کې چې د هند کرهڼې لوی مرکزونه دي، راتلونکې ټاکنې ښايي د نوې پرېکړې انګېزې وي.

د واکمن بي جي پي ګوند ځینې مشران بیا ادعا کوي چې دا پرېکړه له ټاکنو سره هیڅ تړاو نه لري، بلکې په وینا یې د احتجاجونو پای ته رسولو لپاره شوې.

د جمعې ورځې دغه اعلان داسې مهال کېږي، چې د پنجاب ایالت اکثریت اوسېدونکي سیکان د خپل مذهب موسس ګرونانک کلیزه لمانځي.

بل لور په یوه ټلویزیوني وینا کې ښاغلي مودي په دې هکله وویل، د کرهنې قوانینو هدف د کوچنیو کروندو لرونکو بزګرانو ملاتړ و، چې په وینا یې: ''بزګرانو ته د دې ګټو تشریح کولو له یو شمېر هڅو سره سره موږ بریالي نه شو. د ګورو پورب (ورځې) په مناسبت حکومت د کرهنې دریو قوانینو لغو کولو اعلان کوي. ''

بل لور د احتجاجي کروندګرو یو مشر راکېش تیکایت وايي، دوی به پارلمان غونډه کې د حکومت له لوري د دې قوانینو له لغو کېدو وروسته احتجاج پای ته ورسوي.

یو بل مشر بیا وايي، دوی د خپلو محصولاتو لپاره د مناسبو بیو د ډاډ په هکله د حکومت له اضافي ژمنو وروسته احتجاج پای ته رسوي.

د هند تر ټولو لوی اپوزېسیون کانګریس ګوند بیا د دې پرېکړې هرکلی کړی. د یاد ګوند مشر راهول ګاندي وايي، د دې قوانینو لغو کېدل د بې انصافۍ مقابل کې بریا ده.