د تایلنډ لومړي وزیر ولې پر خبریالانو پاکوونکې ماده وشیندله؟

د تایلنډ لومړي وزیر پرایوت چان اوچا په وروستیو کې د یوې خبري غونډې پرمهال د دود خلاف د پوښتنې د نه ځوابولو پرمهال پر خبریالانو له سټیژه روان شو او یو بوتل سنیټایزر یې راواخیست او پر خبریالانو ویې وپاشه.

پرایوت چې یو متقاعد جنرال دی، د ۲۰۱۴ کال له پوځي کودتا راهیسې لومړی وزیر دی. دا لومړی ځل نه دی چې نوموړی له خبریالانو سره یو نادوود عمل کوي، مخکې یې هم د یوه خبریال غوږ تاو کړی و