ملګري ملتونه: کورونا ښايي د سختې لوږې لامل شي
د ملګرو ملتونو خوړو پروګرام خبرداری ورکړی، چې د کورونا ويروس ناروغۍ خپرېدو له امله په پراخه کچه سخته لوږه خپرېدی شي. دا اداره اټکل کوي، د هغو خلکو شمېر چې له لوږې کړېږي، ښايي دوه برابره ۲۵۰ ميليونو ته لوړ شي. ان د وبا له پيل مخکې د افغانستان په ګډون د جنوبي اسيا، منځني ختيځ او ختيځې افريقا ځينې برخې، د د جګړو او اقليمي بدلون له امله د خوړو له سخت کمي سره مخامخ وې. د بي بي سي ليز دوسېت راپور پښتو بڼه ګورو.