د قطر یوه الوتکه کې ماشوم وزېږېد

یوې اوکراینۍ ډاکټرې ویلي، د قطر هوايي چلن یوه الوتکه کې یې د یوم ماشوم زېږېدو کې له یوې ښځې سره مرسته کړې ده.

د پزې، غوږونو او ستوني د ناروغیو متخصصې ډاکټرې الینا ویدشنکو ویلي، د قطر له دوحې نه بنکاک ته د سې شنبې په ماخوستن د سفر پرمهال د الوتکې عملې اعلان وکړ چې په یوه بېړنۍ پېښه کې د ډاکترې عاجلې مرستې ته اړتیا لري.

ډاکترې الینا سم لاسي د مرستې لپاره چمتووالی وښود، کله چې د الوتکې د کوربنو خونې ته ورغله، یوه ټایلندۍ ښځه پر ځمکه پرته وه او د زېږون وخت یې رارسېدلی و.

دغې ډاکټرې په دې شېبه کې د خپل احساس په اړه بي بي سي ته وویل: "رښتیا هم اندېښمنه وم چې کومه تېروتنه رانه ونه شي، خو هرڅه سم تېر شول."

دا زیاتوي، د ماشوم زېږېدو یوازې ۲۰ دقیقې وخت ونیو: "د ماشوم نو مې غوڅ کړ. یوه ثانیه کې مې وړاندې زدکړي شیان را په یاد شول."

نوموړې وايي "هېڅ اندېښمنه نه وم او نه مې لاسونه لړزېدل. هرڅه مې په اسانۍ او ارامۍ پیل کړل. لاسموغان مې په لاس کړل او ښځه مې زېږون ته برابره کړه. ماشوم د زېږېدو په حال کې و، دا د یادې ښځې دویم ماشوم و."

الینا ومونده چې د زېږون موده چټکه او اسانه وه او د ماشوم روغتیا هم ښه وه. د حیرانتیا خبره دا وه چې ښځې هم هېڅ چیغه ونه کړه، هغې ته مې ویل چې هرڅه سم روان دي. زه ډاکټره یم او دا خوندي حالت کې ده."

خوشالي کول

له زېږون وروسته پیلوټ وویل چې په الوتکه کې ماشوم وزېږېد، ټولې سپرلۍ چکچکې وکړې.

وروسته د هند په کلکته کې د الوتکې د کېناستو پرېکړه وشوه، ماشوم او مور یې روغتون ته یووړل شول.

د قطر هوايي چلن هغو ښځو ته په خپلو الوتکو کې د سفر اجازه نه ورکوي چې د زیږون نېټه یې نژدې شوې وي. تر اوسه شرکت د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په هند کې له اوږده ځنډ وروسته الوتکه بېرته د تایلنډ پر لوري والوته.

دغه ډاکټره چې ویتنام ته د رخصتۍ تېرولو لپاره روانه وه، د سوداګرو له خوا د دغه ماشوم د زېږېدو خوشالۍ ته وربلل شوه، د الوتکې عملې دې ته یوه بیزو او مېوه ورکړه.

ډاکټره الینا وايي: "ټولو زما مننه کوله او په لاسونو یې روغبړ راسره کاوه".

دا وايي، له دې سختې تجربې وروسته یې ډېر ښه احساس وکړ.

د ٢٠١٧ م کال په اپريل مياشتې کې د ترکیې هوايي چلند اړونده یوه الوتکه کې هم له یوې میندوارې ښځې سره د الوتکې خدمې زېږون کې مرسته کړې وه.

الوتکه له ګیني نه استانبول ته روانه وه.