د اردن یوې کروندې کې اور ۱۳ پاکستانیان وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اردن چارواکي وايي په هغه اور کې چې په یوې کروندې کې لګېدلی د اتو ماشومانو په ګډون دیارلس پاکستاني وګړي وژل شوي.
اور په وسپنو هغه پوښل شوي استوګنځي یو په بل پسې وسوځول چې په جنوبي شوانا کې د کارګرانو له پاره جوړ شوي.
پېښه دوشنبه سهار وختي د پلازمېنې عمان لوېدیځ ته کلیواله سیمه کې شوې.
یوه چارواکي ویلي درې نور کسان چې ټپیان شوي ول روغتون ته لېږدول شوي. پولیسو ویلي چې د پېښې پلټنې په موخه یې څېړنې پیل کړي.
یوه چارواکي ویلي دوو کورنیو په هغو موقتي ودانیو کې ژوند کاوه چې د کډوالو کارګرو له خوا د کور په ډول کارېدل.
د اور لامل نه دی معلوم خو یوه حکومتي ویاند ویلي کېدای شي د برېښنا شارتي یې لامل وي.
د اردن په دره کې په زرګونو کډوال کارکوونکي د شخصي شرکتونو له خوا په کار ګومارل شوي چې ډېری يې په نامناسبو ځایونو کې ژوند کوي.