پر ځیرک ټیلېفون روږدېدل؛ څومره زیان لري؟

د رواني طب څېړونکو ویلي، د نړۍ څلورمه برخه ځوانانو ژوند په یو ډول له ځیرک ټیلېفونونو سره تړلی چې ځانونه ترې نه شي خلاصولی او ان پر ټیلېفون د "روږدېدو" ټکی ورته کارول شوی.

په لندن کې د کېنګز کالج په دې څېړنه کې په ډاګه شوې چې پر ځیرک ټیلېفون ډېر روږدي کېدل ځوانانو ته "اندېښنې" هم پیدا کولی شي او په پرله پسې توګه یې له کارولو څوک نه شي راګرځولی.

د څېړنې پایله کې ویل شوي، زلميان په ځیرک ټیلیفون کې د وخت لګول نه شي مهارولی.

یادې څېړنې خبرداری ورکړی چې په ځیرک ټیلېفون کې د ځوانانو ډېر وخت لګول د هغوی رواني روغتیا او ژوند ته "خطر" پېښوي.

دا څېړنه پر هغو ۴۱ زره ځوانانو ترسره شوې چې ګرځنده ټیلېفون ډېر کاروي.

څېړونکي وايي، موندنې یې ښيي، هغو ۲۳ ځوانانو ته اندېښنه پیدا شوې، چې د ګرځنده ټیلېفون له کارولو لیرې وساتل شول، ان تر دې چې د ژوند په نورو چارو او فعالیتونو یې هم منفي اغېز وکړ.

په څېړنه کې راغلي، ځیرک ټیلېفون ډېر کارول پر اندېښنې سربېره، خوب هم کموي او په سبق او زدکړو کې د کمزورۍ او شاته پاتې کېدو لامل ګرځېدای شي.

د څېړنډلې یوه ګډونوال نیکولا کولک ویلي، ځیرک ټیلېفونونه به له موږ سره د ژوند تر پایه وي او موږ یې باید د ځوانانو په چلن او د هغوی پر ورغتیا په اغېز پوه شو.

دی وايي: "نه پوهېږو چې پخپله ځیرک ټیلېفونونه ستونزه ده او که هغه کاریالونه (اپلېکېشنونه) چې دوی ګټه ترې اخلي، خو د ځیرک ټیلېفون کارولو د اړتیا او ضرر په اړه باید پوه شو او لویان باید پوه وي چې بچیان یې پر ځیرک ټیلېفون څومره وخت ضایع کوي".

د کامبرېج پوهنتون یوې څېړونکې ایمي اوربن ویلي، ځیرک ټیلېفون ډېر کارول ډېر کله د ذهني ګډوډۍ لامل ګرځي.