که د هېټلر وخت کې فېسبوک وای، هغه به کارولی و؟

برتانوي کومیډي ممثل ساشا بارون کوهین د خواله رسنیو پر فېسبوک شبکې نیوکه کړې،‌ چې په وینا یې که د شلمې پېړۍ درېیمه لسیزه کې فېسبوک وای،‌ نو هېټلر ته به د ساميانو ضد باورونو خپرولو ته اجازه ورکړل شوې وای.‌

کوهین پر "ګوګل" ، "ټوېټر" او "یوټیوب" هم نیوکه کړې چې "میلیاردونو خلکو ته یې خوشي ټي" شیان رسولي دي.

د خواله رسنیو مشهورې وېبپاڼې او انټرنېټي شرکتونه تر سخت فشار لاندې دي چې ګني د سیاسي کمپاینونو په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي دي.

ددغو فشارونو په غبرګون کې ټوېټر د تېرې اکتوبر میاشتې وروستیو کې وویل، د نړۍ په کچه به د نومبر له ۲۲ مې پر ټولو سیاسي اعلانونو بندیز ولګوي.

د لټون لوی ماشین "ګوګل" هم دا اونۍ ویلي وو، سیاسي کمپاینرانو ته به د سیاسي اعلانونو خپرولو اجازه ور نه کړي.

شنونکي وايي، پر فېسبوک هم فشار ډېر شوی چې د ټوېټر او ګوګل لار غوره کړي، خو فېسبوک شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، کوهین خپله تګلاره په ناسمه توګه وړاندې کړې او د کرکې وینا هر ځای بنده ده:

"پر هغو بندیز لګوو چې د تاوتریخوالي دفاع کوي او هغه کس نه پرېږدو چې دا کار ستايي او یا یې ملا تړي. د سیاستوالو په ګډون هېڅوک ‌هم د کرکې، تاوتریخوالي او ډله ییزې وژنې په اړه بلنه او اعلان پر فېسبوک نه شي خپرولی."

کوهین څه ویلي؟

د تورنولو ضد ټولنې سرمشریزې ته په وینا کې کوهین د فېسبوک بنسټګر او اجراییوي مشر مارک زوکربېرګ د خپلو خبرو هدف وګرځاوه.

ښاغلي زوکربېرګ په تېره اکتوبر میاشت کې پر هغو سیاسي اعلانونو د بندیز نه لګولو په تړاو د خپل شرکت دفاع وکړه چې دروغ په کې وي.‌

مشهور ټوکمار کوهین ویلي: "که فېسبوک ته ورشې هر ډول سیاسي اعلان چې غواړې وړاندې کوي، ان که مازې دروغ هم وي."

دی زیاتوي، د فېسبوک په اړه زوکربېرګ پر هغه خبره شک کوي چې ګني فېسبوک "د وینا ازادۍ" ډګر دی.‌

نوموړی وايي، اوس وخت رارسېدلی چې "د خواله رسنیو د اصلیت په اړه له سره کتنه وشي، چې څنګه کرکه، دسیسې او دروغ خپروي."

کوهین دا هم ویلي "باوري یم موږ ټول پر دې سلا کېدای شو چې متعصبو او پر ماشومانو بریدګرو ته د خپل نظر خپرولو وړیا فرصت او د قربانیانو په نښه کولو زمینه په لاس ور نه کړو."

د روانې میاشتې لومړیو کې، یوې ډلې نړیوالو قانون جوړوونکو پر خواله رسنیو تر هغو د سیاسي اعلانونو بندېدو غوښتنه وکړه چې په سمه توګه سمبال شوي نه وي.