د واتیکان تش قبرونه او ۳۶ کلونه مخکې د ورکې نجلۍ د موندلو هڅې

د یوې ایټالوۍ نجلۍ د ورکېدو پېښه له هغه وروسته لا هیښوونکې شوه چې ویل کېدل له دوو په یوه قبر کې ښخه ده، خو هغه دواړه قبرونه تش وو.

۳۶ کاله مخکې د واتیکان د یوه کارمن ۱۵ کلنه لور د موسیقۍ درس تر ویلو وروسته د روم کوڅو کې ورکه شوه.

د امانویلا اورلانډې ورکه په معما بدله شوه او له کلونو راهیسې یې د رسنیو پام ور اړولی.

د امانویلا پلار د هغه وخت د نړۍ د کاتولیکانو د مشر دویم پاپ جان پال استوګنځي کې کار کاوه، مور یې لا هم واتیکان کې ژوند کوي.

د ۱۹۸۳ کال د جون له ۲۲ راهیسې چې امانویلا ورکه شوې کورنۍ یې د هغې د موندلو هڅه کوي، خو لا یې هم پته نشته.

د دې کورنۍ ته یو ځل د داسې نامالوم کس له خوا لیک ورسېد چې پکې لیکي و، ممکن د لور د مړي هډونه د پټروس حواري کلیسا څنګ ته د توتونیک هدیرې له دوو په یوه قبر کې پیدا کړئ.

پرون د جنايي متخصصانو ډلې واتیکان کې دا قبرونه وسپړل، خو هیڅ پکې نه و.

د امانویلا ۶۰ کلن ورور پیټرو اورلانډې وايي، چې د خور مړی یې موندلی نه وي، له خپلو هڅو به لاس نه اخلي او په دې هیله به وي چې ژوندۍ ده.

پیټرو اورلانډې پر ۲۰۱۳ کال د نړۍ د کاتولیکانو له اوسني مشر پاپ فرانسیس سره ولیدل، خو هغه وخت هیښ پاتې شو چې هغه ورته وویل، خور یې جنت کې ده.

خو پاپ نور څه ونه ویل.

نامالوم لیک: هغه ځای ته وګوره چې پرښته ورته اشاره کوي!

توتونیک هدیره کې د قبر پلټلو هڅې له هغه وروسته وې چې لیک کې د پرښتې نښې ته پکې اشاره شوې وه.

"هلته وګرځئ چې پرښته ورته اشاره کوي".

واتیکان وايي، د پرښتې نښې والا او دواړه قبرونه او ورته نور یې ولټول.

که څه هم دا هدیره اوس واتیکان کې د جرمن مذهبي کارمنانو لپاره ځانګړې شوې، خو د لرغوني روم پر مهال د یوه امپراتور ځای و.

پلټل شوي قبرونه د هغو دوو شاهزیو( د پاچا لوڼو) وو چې پر ۱۸۳۶ او ۱۸۴۰ کلونو مړې شوې وې، مګر اوس تش او هیڅ مړی پکې نه و.

واتیکان وايي، د دې دوو قبرونو تش والی څېړي.

ټولې لارې تر واتیکان ځي

ایټالوي رسنیو وروستیو کلونو کې د امانویلا اورلانډې د ورکېدو په هکله ډول ډول فرضیې وړاندې کړې، لکه د پخواني شوروي له څارګرې ادارې سره د سیسیل مافیا، د واتیکان مالي رسوايي کې ښکېل امریکايي کارډینال او لسګونو نورو پېښو سره یې تړاو ور کړی، خو تراوسه یوه هم نه ده تایید شوې.

دې ټولو فرضیو کې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ مرکز واتیکا مهم رول لري.

تېر کال چې وویل شول د واتیکان یوه جایداد کې د مړي هډونه موندل شوي، نو باور و چې د امانویلا به وي.

د امانویلا مور لا هم هغه کور کې ژوند کوي چې لور يې پکې لویه شوې وه.

دا کور هم له توتونیک هدیرې درې سوه متره لرې دی.

لا هم دوی غواړي وپوهېږي چې په لور یې څه راغلل.

پیترو د امانویلا ورور دی او لا هم هیله لري چې خور یې ژوندۍ ده.

هغه بي بي سي ته ویلي: زه او خور مې ډېر سره ګران وو. موږ دواړو له موسیقي سره مینه درلوده، هغې به ماته ساز ښوده.

دی وايي، په دې خواشینی دی چې ده کار درلود، له خور سره د موسیقي درس ته نه لاړ او هغه هم بیا را ستنه نه شوه.