پر سوریې د امریکا توغندیز برید ته د هېوادونو بېلابېل غبرګونونه؛ روسیې او ایران غندلی

د سوریې پر شعیرات هوایي اډې د امریکا توغندیز برید ته د نړۍ هېوادونو بېلابېل غبرګونونه ښوولي دي. امریکایي چارواکو د سوریې دولت د ادلب په خان شیخون ښار کې د سه شنبې ورځې پر کیمیاوي برید تورنو کړی او دا برید یې د بشار اسد حکومت ته د سزا ورکولو لپاره "برابر" غبرګون بللی.

د روسیې دولت پر دې برید کلکه نیوکه کړې او د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند هغه د نړیوالو قوانیو نقض بللی دی. هغه دا اقدام د یوې "جوړې شوې پلمې" پر بنسټ د "یوه هېواد د حاکمیت پر حق برید" او په "عراق کې له ولسي مرګژوبلې نه د عمومي افکارو اړولو ناوړه" ګام بللی دی او ویلي یې دي چې د سوریې پر هوایي اډې دغه برید به د روسیې او امریکا پر اړیکو "منفي اغېز ولري."

همداراز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې وینا په خپرولو ویلي چې امریکا "پرته له دې چې د کافي څېړنې او د مسالو ژورو ته د رسېدو زحمت وباسي، د یوه هېواد پرضد یې پوځي ګام پورته کړی چې له نړیوالې ترهګرۍ سره په جګړه دی." د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم دا برید "ناموجه تېری" بللی او ویلي یې دي چې دا عملیات د ۲۰۰۳ کال د پېښو یادونه کوي چې امریکا او بریتانیا پر عراق برید وکړ.

وړاندې ځینو سرچینو ویلي، متحده ایالتونو پر شعیرات اډې تر برید وړاندې روسیه له دې برید نه خبره کړې وه.

تېر ماښام ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي خبرداری ورکړی و چې که "پوځي عملیات وشي، مسوولیت به یې پر هغو کسانو وي چې دا ډول خونړي او ابهام زېږوونکي اقدامات یې پیل کړي دي؛ عراق او لیبیا ته وګورئ، یعنې دوه هېوادونه چې د لویدیځ پوځي لاسوهنې له ګډوډۍ سره مخامخ کړل."

نن سهار د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي دا برید په سوریه کې د وضعیت لا پېچلي کول وبلل او ویې ویل: "موږ په سوریه کې د شعیرات پر اډې د امریکایي سمندري ځواکونو لخوا د هر ډول یو اړخیز پوځي اقدام او توغندیز برید غندلولو ترڅنګ په دې باور یو چې دا ډول ګامونه د ادلب په خان شیخون کې د مشکوک کیمیاوي برید په پلمه، چې وخت، عاملین، او ګټه اخیستونکي ترې په بشپړه توګه په ابهام کې دي، د مخ په زوړ ترهګرو پیاوړتیا او په سوریه او سیمه کې وضعیت لا پېچلی کړي."

ښاغلي قاسمي ویلي، ایران خپله د کیمیاوي وسلو یو قرباني و او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد "د کیمیاوي وسلو هرډول کارول عاملینو او قربانیانو ته له پام پرته محکوموي او ورته وخت کې له دې پلمې د یو اړخیز ګام پورته کولو لپاره ګټه اخیستل خطرناک، ویجاړوونکی او د بین الدول حقوقو د اصولو نقض بولي."

ښاغلي قاسمي هغه راپورونه رد کړي چې وایي سوریه کې د ایران سفارت کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته له دمشق نه د وتلو امر شوی او زیاته کړې یې ده چې سوریه کې د ایران سفارت د معمول له مخې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د ایران دولتي راډیو ټلویزیون لیکلي، په حمص کې پر شعیرات هوایي ډګر برید د څارنې برج او څوارلس الوتکې ویجاړ کړي، خو د خپلو معلوماتو سرچینه یې نه ده په ډاګه کړې.

'تهران ته پیغام'

په مقابل کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر سوریې د امریکا پوځي اقدام د ملاتړ ترڅنګ ویلي، "ډونلډ ټرمپ هم په خبرو او هم په عمل کې څرګند او اغېزناک پیغام ورکړ، له دې مضمون سره چې له کیمیاوي وسلو ګټه اخیستل او پراختیا به ونه زغمل شي."

ښاغلي نتانیاهو له دې ګام نه ملاتړ وکړ او ویې ویل: "اسراییل هیله من دی چې دا د اسد رژیم خونړیو اقداماتو پروړاندې د پرېکنده ارادې پیغام وي او نه یوازې په دمشق، بلکې په تهران، [د شمالي کوریا پلازمینې] پیونګیانګ او نورو سیمو کې هم واورېدل شي."

همداراز د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې وینا کې ویلي، "امریکا په داسې حال کې د سوریې پر وړاندې یو زړور ګام پورته کړی چې نړیواله ټولنه د دغه رژیم د کړنو مخنیوي کې پاتې راغلې ده." په دې وینا کې د سوریې پر پوځي مرکزونو د امریکا له اقدام نه پوره ملاتړ ښوول شوی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، "ددغې نوې پېښې ټول مسوولیت" د سوریې دولت پرغاړه دی. "د کیمیاوي وسلو هرډول کارونه د منلو نه ده، بې ځوابه به پاتې نه شي او هغوی چې یې مسوولیت لري باید حساب ورسره وشي."

ښاغلي سټولټنبرګ ته د امریکا دفاع وزیر لخوا خبر ورکړل شوی و چې بریدونه به ترسره شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، ددغه هېواد دولت د سوریې پروړاندې د امریکا پوځي ګام "ډېر مثبت ارزوي" او له هر اقدام نه چې د سوریې رژیم ځواب ویونکی کړي ملاتړ کوي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند وویل، په خان شیخون کې پر ولسي وګړو د ورته کیمیاوي بریدونو مخنیوي لپاره "لازمه ده چې د سوریې پر فضا هرڅه ژر الوتنې منع شي."

فرانسه او جرمني: 'مسوولیت یې پر اسد دی'

د جرمنې لومړۍ وزیرې انګېلا مرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند په یوې ګډې اعلامیې کې پر سوریې د امریکا برید ته غبرګون ښوولی.

په اعلامیه کې ویل شوي: "ولسمشر بشار اسد یوازې په خپله ددغه برید مسوولیت لري. هغه د کیمیاوي وسلو کارول تکرار کړل او د خپلو خلکو پروړاندې دده جنایت د بندیزونو اړتیا پېښوي چې فرانسې او جرمني لا وړاندې غوطه کې تر ټولوژنې وروسته د ۲۰۱۳ کال په اوړي یې غوښتنه کړې وه."

"فرانسه او جرمني به په ګډه له خپلو ملګرو سره او د ملګرو ملتونو په کاري چوکاټ کې، خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې ولسمشر اسد ددې جنایت مسوول وګڼي."

دوی پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې "سوریه کې د سیاسي لېږد لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۲۵۴ پرېکړه لیک عملي کولو لپاره هرڅه" ترسره کړي.

د جمعې په سهار د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان مارک اورو وویل، متحده ایالتونو پر سوریې د برید اراده تېره شپه له ده سره شریکه کړې وه او زیاته یې کړه چې دغه توغندیز برید "یوه جنایتکار رژیم ته خبرداری دی". ښاغلي اورو وویل، "د کیمیاوي وسلې کارول یو جنایتکارانه ګام دی او مسوول یې باید سزا وویني."

بریتانیا: مناسب ځواب دی

د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالن ویلي، امریکا پر سوریې د برید پرېکړه دده غوږونو ته رسولې وه. د هغه په وینا، د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس په دې اړه چې ایا د سوریې دولت پر خان شیخون د برید مسوول دی د بریتانیا نظر وغوښت او سوریې ته د سزا ورکولو په هدف د پوځي غوراویو د ارزونې ترڅنګ، پر سوریې بېلابېلو پوځی عملیاتو ته د روسیې احتمالي غبرګون په اړه ورسره سلا مشورې وکړې.

ښاغلي فالن د امریکا پوځي عملیات په بشپړ ډول مناسب، موجه او د کیمیاوي وسلو له کارولو د سوریې منع کولو په لپاره مناسبه سزا وبلله.

جمهوریپالو سناتورانو جان مک کین او لېنډسي ګراهام چې معمولا پر ټرمپ نیوکه کوي د یوې وینا په خپرولو د هغه له دې ګام نه ملاتړ کړی دی.هغوی وویل، "د پخواني دولت (اوباما) پر خلاف، ولسمشر ټرمپ چې د سوریې په اړه له برخلیک ټاکونکي شېبې سره مخ شو نو ګام یې پورته کړ. هغه ددې وړ دی چې ددې کار له امله د امریکا خلک ترې ملاتړ وکړي."

بشار اسد: د امریکا برید 'احمقانه' و

د سوریي ولسمشر بشار اسد دفتر ویلي، کې د جمعې په لومړنیو ساعتونو کې د سوریې مرکز کې پر هوایي اډې توغندیز برید "احمقانه او نامسوولانه و."

"څه چې امریکا وکړل تر حماقت او نامسوولانه چلند پورته هېڅ هم نه دي، دې سره امریکا خپل لنډ لید او د واقعیتونو پروړاندې خپل سیاسي او پوځي ړوندوالی وښوده."

ایا د سوریې پوځ خبرداری ترلاسه کړی و؟

د امریکا ای بي سي نیوز شبکې د یوه عیني شاهد له قوله ویلي، ظاهرا ښکاري چې د سوریې پوځي چارواکو پر شعیرات هوایي اډې د پنجشنبې شپې برید اټکل کړی و، له اډې یې خپل پرسونل او تجهیزات تر برید وړاندې ایستلي و. په دې برید کې لږ ترلږه ۶ کسان وژل شوي دي. دا د سوریې ولسمشر ته د وفادارو ځواکونو پروړاندې د امریکا لومړنی مستقیم برید دی.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف له ۲۰۱۴ کال راهیسې په سوریه کې پر اورپکو هوایي بریدونه کوي، خو دا لومړی ځل چې دولتي ځواکونه په نښه کوي.

روسیه: یوازې ۲۳ توغندي پر اډې لګېدلي

د روسیې دولتي اژانس انټرفاکس د راپور له مخې، د روسیې دفاع وزرات ویلي، د امریکا هوایي برید اغېزناک نه و.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکتوف ویلي، "د روسیې د څارونکو وسایلو د معلوماتو پر بنسټ، د سوریې پر هوایي اډې یوازې ۲۳ توغندي لګېدلي دي. دا څرګنده نه ده چې پاتې ۳۶ نور کروز توغندي چېرته پرېوتي دي."

خو د امریکا دفاع وزارت ویلي چې اوسمهال د برید پایلې ارزوي. "لومړني معلومات ښيي چې دغه برید په شعیرات هوایي اډه کې سوري الوتکې او ملاتړې زېربناوې او تجهیزات سختې زیانمنې کړي یا ویجاړې کړې دي او د کیمیاوي وسلو لېږدولو لپاره د سوریې حکومت وړتیا یې ټیټه کړې ده."