راشد خان: د نړۍ مشران دې سیمې ته سوله راولي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي او د کرېکټ نړۍ پېژندل شوې څېرې راشد خان د سولې غوښتنه وکړه.

هغه په یوه تازه ټویټ کې د نړۍ له مشرانو غوښتي چې د سولې د ټینګښت لپاره لاس په کار شي.

راشد خان لیکلي: "زه سیاستوال نه یم، خو د نړۍ له مشرانو غواړم چې دې سیمې ته سوله راولي. زه جګړه کې را لوی شوی یم، پوهېږي چې ماشومان له کومې وېرې تېرېږي. نور دا نشم کتلی."

نوموړي زیاته کړې "هر ورځ وینم فلسطین او افغانستان کې ماشومان وژل کېږي. هو - په کار ده د هغه څه لپاره چې سم دي، غږ پورته کړو."

د راشد خان دغه ټویټ په څو ساعتونو کې ۲۶۰۰ ځله شریک شوی او تر ۲۲ زره ډېرو کسانو خوښ کړی دی.

د هغه پر دغه ټویټ تبصرې لا هم روانې دي او ګڼو مینه والو یې د سولې لپاره دا غږ بدرګه کړی دی.

راشد خان تر دې وړاندې هم په وار وار د اړمنو افغان ماشومانو د زدکړو او نورو حقونو لپاره غږ پورته کړی.

د یادونې وړ ده چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونیسیف په ۲۰۱۹ کال راشد خان افغانستان کې د ښه نیت ملي سفیر وټاکه.

دې ادارې هغه مهال ویلي و چې د افغانستان د کرېکټ دغه مخکښ لوبغاړی به په خپل هېواد کې د ماشومانو د حقونو پرمختګ، د نجونو د تعلیم ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغیو لمنځه وړلو او د واکسین پوښښ د کچې زیاتولو په برخو کې له یونیسیف سره مرسته وکړي.

راشد خان هم د یونیسیف لخوا د ښه نیت د سفیر په توګه د ده ټاکل کېدل ځان لپاره ویاړ بللی و.

هغه پر دې سربېره له یتیمانو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره یو خیریه بنسټ هم جوړ کړی چې وخت ناوخت پر اړمنو خلکو مرستې ویشې.

د راشد خان نوم د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزه لوبو د غوره توپ اچوونکو د لیست په سر کې دی.

د افغانستان د کرېکټ دغه وتلی لوبغاړی پر خپله لوبډلې سربېره د کرېکټ په ټولو سترو لیګونو کې لوبېږي او د نړۍ لروبر میلیونونه مینه وال لري.

د کرېکټ نړیوالې شورا "ای سي سي" تېر کال راشد خان د تېرې یوې لسیزې د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان کړ.

راشد خان تر هغې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو غوره لوبډله کې هم شامل شوی و.