د پېښور ښوونځي بريد کليزه: د ښکېلو ډلو پر وړاندې غوسه لا خپره

د ویډیو تشریح، د پېښور ښوونځي بريد کليزه: د ښکېلو ډلو پر وړاندې غوسه لا خپره

د ۲۰۱۴ کال ډسمبر پر ۱۶مه، د پاکستان په شمال ختیځ کې، په پېښور کې طالبانو پر یوه پوځي ښوونځي برید وکړ. ۱۳۴ ماشومان په کې ووژل شول. هغه برید په دې وروستیو کې د پاکستان تر ټولو بده پېښه بلل کېږي.

دا دی اووه کاله کېږي، اوس په پاکستان کې چارواکو اعلان کړی چې له ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو سره یې د پخلاینې خبرې پیل کړې دي.

شمایله جافري له پېښور رپوټ لري.