د پېښور د 'ګلونو بابا' پېژنئ؟

د ویډیو تشریح، د پېښور د 'ګلونو بابا' پېژنئ؟

د پېښور اوسېدونکی مثل خان وایي، له تقاعد وروسته یې خپل وخت د چاپېریال ساتنې او دې برخه کې عامه پوهاوي ته ځانګړی کړی.

نوموړي پېښور کې یوه ټوټه شاړه ځمکه په باغ بدله کړې او خلکو ته په وړیا توګه بوټي او ګلونه ورکوي.

ازاد خبریال طارق الله مثل خان سره د هغه پر دې شوق او فعالیت خبرې کړې دي.