پېښور کې د کلالانو کلی
پېښور ښار ته نږدې یو کلی د 'کلالانو کلي' په نامه مشهور دی او اوسېدونکي یې له څو نسلونو راهیسې د کلالۍ (د خټینو لوښو جوړولو) کسب کوي.
د دې کلي سلګونه کورنۍ له پخوا راهیسې په دې کسب بوختې دي، خو وایي اوس یې کاروبار بېخونده شوی، ځکه خلک اوس د ځټینو لوښو پر ځای پلاستیکي یا نور توکي کاروي.
ازاد خبریال طارق الله دې کلي ته ورغلی او له یوه سپین ږیري سره یې د کلالۍ پر کسب او د دې کلي په اړه خبرې کړې دي.