د کورونا وېروس اروايي اغېز
له هغه راهيسې چې کورونا وېروس وبا خپره شوې، د نړۍ لروبر په ميليارډو وګړي يې خپلو کورونو کې پاتې کېدو او ګوښيتوب ته اړ کړي دي. ارواپوهان وايي دا وبايي ناروغي او له امله يې کورناستی ښايي د خلکو ذهني او اروايي روغتيا په ژوره اغېزمنه کړي. ځينې نظرپوښتنې ښيي چې وارخطايي، اندېښنې او ګوښيتوب له وړاندې د خلکو روغتيا لړزولې ده. ډاکټره روبينا سرورخان، پېښور کې اروايي روغتيا کارپوهه ده، دا وايي ښاربندۍ د خلکو پر ذهنونو اغېز کړی دی.