د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې پر ورځ سعودي عربستان ته د
خپلې دویمې دورې د لومړني بهرني سفر په ترڅ کې پر سوریې له نږدې پنځو
لسیزو د لګېدلو بندیزونو لېرې کولو اعلان وکړ.
د امریکا متحده ایالات یو
له هغو هېوادونو وه چې له ۱۹۷۱ کاله تر ۲۰۲۴م کاله پورې یې د اسد رژیم واکمنۍ پر مهال په سوریه سخت
بندیزونه لګولي وو.
د امریکا له لوري لګېدلي بندیزونه د خپل ډول یوه پراخه لړۍ وه او
په ۱۹۷۱م کال کې
هغه مهال پیل شول چې سوریه عملا په حکومتي کچه د ترهګرۍ ملاتړی هېواد وبالل شو. پر
سوریه د بشري حقونو د سرغړونو او کیمیاوي وسلو کارونې تورونه هم وو.
هغه مهال په دغه هېواد کې له واکه د لېرې کړل
شوي ولسمشر بشار الاسد پلار حافظ الاسد واکمني کوله.
امریکا په ۲۰۰۴م کال کې پر
سوریې ځینې نور بندیزونه او محدودیتونه هم ولګول او څار یې لا سخت کړ.
یوه
نیمه لسیزه وړاندې کله چې په ۲۰۱۱ کال کې سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوه، د امریکا متحدو
ایالتونو په دې نیت د دې بندیزونو پلي کول لا چټک کړل، چې ''د ولسي خلکو پر ضد د
تاوتریخوالي لپاره سرچینو ته د لاسرسي'' برخه کې د سوریې رژیم مخه ونیوله شي.
د دغو نویو بندیزونو یو لامل دا هم بلل کېده
چې د اسد کورنۍ له لوري اداره کېدونکي رژیم باندې په دیموکراتیکه توګه د واک لېږد
بهیر لپاره فشار زیات شي.''
د دغو بندیزونو له کبله د امریکا په
متحدو ایالتونو کې د بشار الاسد په ګډون د سوریايي چارواکو شتمنۍ کنګل شوې او په
سوریه کې د امریکايي وګړو پر پانګونه او صادراتو هم بندیزونه لګول شوې وو.
امریکا ته د هغو نفتو پر واردولو هم بندیز
لګول شوی وو، چې په سوریه کې ایستل کېږي او پروسس کېږي.
ډونالډ ټرمپ ویلي له نږدې پنځه لسیزو راهیسې
پر سوریه لګېدلي بندیزونه یې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې د
ولسمشر رجب طیب اردغان په غوښتنه لېرې کړې دي.
د بندیزونو لېرې کول به امریکایي، عرب
او ترکي شرکتونو ته په سوریه کې د پانګونې نوې لارې پرانېزې.
دا اعلان نړۍ ته هم دا پیغام ورکوي چې له دې
وروسته له سوریې سره سوداګري کولی شي.
دا اعلان چې مخکې یې تمه نه کېده په کور دننه
سوریه کې هم د خلکو د خوښۍ لامل شوی، د دغه خبر له خپریدو سملاسي وروسته ډلې ډلې
سوریايي وګړي په نڅا او خوښۍ واټونو ته ووتل او تود هرکلی یې وکړ.
په داسې حال کې چې سوریه کې خلکو لا خوښۍ
کولې په ورپسې بل پرمختګ کې د چهارشنبې پر ورځ ډونالډ ټرمپ سعودي کې د سوریې د
انتقالي دولت له مشر احمد الشرع سره وکتل.
دا شاوخوا ۲۵ کاله
وروسته د کوم امریکايي او سوریايي ورلسمشرانو لیده کاته بلل کېږي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني دا
پرمختګ تاریخي او په سوریې د لګیدلو بندیزونو لېرې کول د خپل هېواد لپاره د (عطف
نقطه) بللې ده.
ښاغلي شیباني همدا راز پر خپله
اېکس پاڼه لیکلي (د خپلو وروڼو د مهرباني او د سعودي عربستان د همکارۍ له کبله د
سوريي د راتلونکي نوی څپرکی پیلوو، هغه څه چې د سوریې تاریخ او خلک یې وړ دي.
امریکا له دې مخکې د سوریې لنډمهاله مشر احمد الشرع د نیولو پر سر د لس میلیونو ډالرو لګیدلې جایزه
هم لېرې کړې ده.
ښاغلی احمد شرع چې یو و وخت د القاعدې یو قوماندان و په سوریه کې د
بشر الاسد رژیم له نسکورولو وروسته اوس د دغه هېواد د سمبالښت مسولیت ور ترغاړې دی.
په ډیسمبر کې واک ته له رسیدو راهیسې هغه د نړیوالو اړیکو جوړولو چټکې
هڅې پیل کړي خو د امریکايي ولسمشر سره
لیده او پر سوریه د
لګیدلو بندیزونو لېرې کول یې بیا تر دې دمه واکمنۍ کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه
بلل کېږي.
خپله سوریایان هیله من دي ، دا پرمختګونه چې دوی یې زر تمه نه درلوده
په دغه هېواد کې به د
اقتصادي خوځښت او
ثبات سبب شي تر څو د کورنیو جګړو خپور سیوری هم ورسره پیکه او دا هېواد ورو ورو په
خپلو پښو ودریږي.