د روسي میلیاردرانو ګرانبیه تفریحي بېړۍ ونیول شوې

فرانسې او جرمني روسي واکمنو ته د دوو نږدې میلیادرانو ګرانبیه تفریحي بېړۍ درولې دي. دا ګام پر اوکرایین د یرغل غبرګون کې د روسیې خلاف د لګول شویو بندیزونو لړ کې پورته شوی دی.

په دغو ښکلو ګرانبیه تفریحي بېړیو کې یوه د روسیې د انرژۍ دولتي کمپنۍ 'روسنېفت' د مشر "ایګور سېچین" ده، چې د فرانسې د ګمرک افسرانو مارسیلي ته نږدې نیولې دي.

رپوټونه وايي جرمني بیا د روسیې د اوسپنې صنعت کې د فعال میلیاردر "عليشېر عثمانوف" بېړۍ درولې چې ارزښت یې ۶۰۰ میلیون ډالر ښودل شوی.

دا د لوېدیځ لخوا پر روسیې د بندیزونو د کړۍ تنګېدو په لړ کې وروستي اقدامات بلل شوي.

بي بي سي ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې د اروپايي ټولنې لخوا له بندیزونو سره یو شمېر مخ روسي شتمنو تر هغې وروسته ټکان خوړلی چې لیدلي یې دي بانکي کارتونه یې کار نه کوي.

ویل شوي چې دغه کسان اوس د خپلو جیبونو او سیفونو پر نغدو پیسو چلېږي.

فرانسه د چارشنبې پر ورځ تر هغې وروسته سملاسي لاس په کار شوه چې د ګمرک افسرانو یې ولیدل د ښاغلي سېچن بېړۍ غواړي حرکت وکړي.

د هغه دا ۸۸ متره اوږده بېړۍ {امورې وېرو} نومېږي چې د "رښتینې مینې" معنا لېږدوي.

دا بېړۍ جنورۍ کې د د مدیترانې لا سیوتا بندر ته رسېدلې او ټاکلې وه د اپریل پر لومړۍ تر رغېدو پورې هلته پاته شي.

هامبورګ کې بیا چارواکو د ښاغلي عثمانوف ۱۵۶ متره اوږده "دلبر" بېړۍ چې د فوربس مجلې په حواله د وزن له مخې د نړۍ تر ټولو ستره په ماشین چلېدونکي بېړۍ ده، ونیوه.

له دې سره رپوټونه وايي د پنځو نورو روسي میلیاردرانو اړوندې تفریحي بېړۍ د مالدیف پر لور خوځېدلې.

مالدیف د امریکا له متحدو ایالتونو سره د تبادلې تړون نه لري.