د اسرائیل قطر ګېټ پلټنې څه دي او د نتنیاهو لپاره به څه پایلې ولري؟

د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو خلاف له هغه وروسته پلټنې پیل شوي، چې دوه نژدې کسان یې له قطر سره د اړیکو په تور ونیول شول. پر سې شنبه د اسرائیل یوې محکمې د ښاغلي نتنیاهو یو سلاکار یوناتن یوریچ او د ایلي فیلدستین چې مخکې د ښاغلي نتنیاهو ویاند و، په توقیف کې د ساتلو موده وغځوله.

دوی دواړو د هر ډول ناسم فعالیت له ترسره کولو انکار کړی دی.

ښاغلي نتنیاهو د ''قطر ګېټ'' په نامه د دې پلټنو په لړ کې پولیسو ته بیان ورکړی، خو دی په دې موضوع کې رسماً مشکوک کس نه دی بلل شوی. نوموړي پر پولیسو د دې کسانو نیول د ''یرغمل'' کولو په معنی بللي دي.

یوه قطري چارواکي هم دا پلټنې د ''داغدار کولو'' په نامه رد کړې دي.

د نتنیاهو پر ضد د فساد په یوه ځانګړې دوسیه کې هم پلټنې کېږي. د یادونې ده، چې نوموړي د لومړي وزیر په توګه تر ټولو ډېر وخت کېږي، چې حکومت کوي.

د نتنیاهو پر ضد په غزه کې د پاتې یرغمل ټولو اسرائیلیانو له خوشي کېدو پرته د جګړې بیا پیلولو، د شین بیت داخلي امنیتي ادارې مشر ګوښه کولو، چې د قطر موضوع پلټنې مشري کوي او هغه پلان له کبله چې غواړي د هېواد په عدلیه کې بدلونونه راولي، په لارو کوڅو کې هم احتجاجونه شوي دي.

د قطر په نامه پلټنو په هکله څومره معلومات لرو؟

له دوې میاشتې ډېره موده کېږي، چې د دې موضوع په هکله پلټنې پیل شوې دي، خو له هغه وروسته دا موضوع برالا شوه، چې په تړاو یې تېره دوشنبه پولیسو د یوریچ او فیلدستین نیولو خبره وکړه.

د اسرائیلي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، پر دې دواړو کسانو له یوه بهرني ایجنټ سره د اړیکو، پیسو سپینولو، رشوت او د باور له منځه وړلو تورونه پورې شوي دي.

پر سې شنبه بیا یوې محکمې تر درېیو ورځو پورې د دوی توقیف موده وغځوله او په دې هکله یې وویل، داسې ''منطقي شکونه'' شته چې نورو پلټنو ته اړتیا لري. پولیسو تر نهو ورځو پورې په توقیف کې د دې کسانو ساتلو غوښتنه کړې وه.

قاضي میناهیم میزراهي په یوه پرېکړه کې ویلي، پلټونکي شک لري، چې دې دواړو کسانو په غزه کې د اوربند خبرو په ترڅ کې ''په مثبت ډول د قطر رول برالا کولو'' او د یوه بل منځګړي هېواد مصر په هکله د ''منفي پیغام'' خپرولو لپاره کار کړی.

قطر بیا پر پنجشنبه دا تورونه ''بې بنسټه'' وبلل او په وینا یې د ''منځګړیتوب هڅو شنډولو'' په معنی دي.

د پولیسو یوه استازي محکمې ته وویل، یوریچ داسې شکونه هم شته، چې خبریالانو ته یې د قطر اړوند یوې سرچینې اړوند پیغامونه استول او داسې یې ښووله، چې ګواکې دا د اسرائیل لوړپوړو سیاسي او امنیتي چارواکو له لوري ورکړل شوي دي.

قاضي په دې هکله وویل، د دې هدف لپاره، د قطر لپاره د کار کوونکي امریکایي لابي شرکت له لوري "سوداګریزه او اقتصادي اړیکه" رامنځته شوه " چې د یوریچ په منځګړیتوب سره د پیسو په بدل کې فیلدستین ته د امریکايي سوداګر له لارې لېږدول شوې وې."

قطر وايي، دوی، د غزې (ویجاړونکې) جګړې پای ته رسولو لپاره د منځګړي په توکه خپل رول ته ژمن دي او له مصر سره نژدې همکاري کوي.

د قطر رسنیو نړیوال دفتر له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''د منځګړیتوب هڅو کې په ورځنۍ توګه له مصر سره همکاري او همغږي کېږي.''

تېره اوونۍ اسرائیلي رسنیو یو غږیز کلیپ خپور کړ، چې پکې د یوه سوداګر غږ اورېدل کېږي، چې وايي، د امریکايي لابي شرکت په استازیتوب یې پیسې فیلدیستن ته انتقال کړې دي، چې د قطر لپاره کار کوي.

په عین حال کې، د فیلدستین وکیلانو ویلي چې دا پیسې "د هغو ستراتیژیکو او مخابراتي خدماتو لپاره ورکړل شوې، چې د فیلدستین د لومړي وزیر دفتر ته چمتو کړي وو، نه د قطر لپاره".

وکیلان وايي، فیلدستین د یاد سوداګر او د قطر په ګډون د نورو اړخونو ترمنځ د اړیکو په هکله هېڅ معلومات نه درلودل. د یورلیچ وکیلان وايي، هغه په دې موضوع کې له ښکېلتیا انکار کړی.

د نتنیاهو لپاره به د دې معنی څه وي؟

نتنیاهو په دې موضوع کې مشکوک نه دی، خو په هکله یې د فساد او باور زیانمن کولو په دوسیو کې پلټنې کېږي. دی له دې تورونو انکار کوي. خو له مشکوکو کسانو سره د نوموړي نژدیوالی زیان رسولای شي. پر دوشنبه پولیسو ته د شاهدۍ لپاره ثبت شوي بیان کې نوموړي دا پلټنه ''سیاسي پوښتنې، ګروېږنې'' بللې دي.

یوسي کوپر واسر، چې د اسرائیل د پوځي او استخباراتي چارو کارپوه دی، اوسنی وضعیت "مبهم او ناڅرګند" بللی دی او په خبره یې تر اوسه یې "پرېکنده شواهد" نه شته.

په اسرائیل کې ځینې نور کسان لکه رویت هیچت، چې په هاریتز ورځپاڼه کې لیکي، وايي چې له قطر سره د مالي اړیکو هر ډول وړاندیز او له حماس مشرانو سره د (د دې هېواد) نږدې اړیکو ته په پام، بیا په ځانګړې توګه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ وروسته "حیرانونکی" دی او ښايي د نتانیاهو لپاره "وروستی ګوزار" وي چې واردمخه تر پاموړ سیاسي فشار لاندې دی.''

دې سره ښايي د هغو اسرائیلیانو غوسه هم زیاته شي، چې له نتنیاهو سره مخالف دي او د واک پرېښوولو غوښتنه یې کوي.

د قطر غبرګون څنګه و؟

قطر د اسرائیل او حماس تر منځ خبرو کې مهم رول درلود او وايي، دې چارې ته به د تازه تورونو سره سره (چې دوی یې ردوي) به خپل دې رول ته دوام ورکړي. قطر د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه کې څو ځله د مصر او امریکا په ملګرتیا د اوربند او یرغمل کسانو خوشي کېدو خبرو منځګړیتوب کړی دی.

دوحه له اوږدې مودې راهیسې د فلسطین دريځ ملاتړ کوي او د حماس سیاسي مشرتابه کوربتوب کوي، چې امریکا، برېتانیا او ځینې نور هېوادونه یې ترهګره ډله بولي. خو اسرائیل بیا قطر یو دښمن هېواد نه بولي.