د شپږو یرغمل شویو له خوشي کېدو وروسته، اسرائيلو د ۶۰۰ فلسطینیانو ازادول ځنډولي

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیل وايي له ۶۰۰ زیاتو فلسطیني بندیانو خوشي کول یې تر نامعلوم وخت پورې ځنډولي، چې دا د اوربند پروسې پر وړاندې يو بل احتمالي ګوزار دی.
اسرائيلو دغه څرګندوې په داسې حال کې کړې چې حماس د شنبې په ورځ شپږ اسرائیلي یرغمل خوشي کړل، په دوی کې څلور تنه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې پر اسرائیلو د برید پر مهال تښتول شوي وو هم شامل دي.
د اسرائیلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو ويلي، د فلسطيني بندیانو ډله به تر هغه خوشي نشي تر څو د پاتې یرغمل شویو کسانو خوشي کول تضمین نشي. نوموړي بل شرط دا ياد کړی چې حماس بايد هغه څه پای ته ورسوي چې ده د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو له سپکاوي ډک مراسم ښودلي دي.
د اوربند په لومړي پړاو کې یوازې یوه بله ډله یرغمل شوی کس سپارل کېږي، چې څلور تنه یې په بند کې مړه شوي دي.
د اوربند په دوهم پړاو کې د نورو ژوندیو یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو لپاره کوم ترتیبات نه دي نیول شوي.
حماس د سلګونه فلسطیني بندیانو د خلاصون پیلامې لپار شپږ اسرائیلي یرغمل خوشي کړل
د فلسطین حماس غورځنګ د شنبې په ورځ شپږ اسرائیلي یرغملان په دې شرط خوشي کړل چې اسرائیل به له خپلو زندانونو ۶۰۲ فلسطیني بندیان خوشي کوي. دا یرغملان غزه کې د اوربند د هوکړې پر بنسټ لومړي پړاو کې خوشي شوي چې راتلونکې شنبه پای ته رسېږي.
په دې کې دوه هغه کسان هم شامل دي، چې یوه لسیزه مخکې په نامعلومو شرایطو کې غزې ته ننوتي وو.
ټول شپږ کسان د سوېلي غزې په رفح کې سره صلیب مسوولینو ته سپارل شوي دي.
اسرائیلي ځواکونه په یوه دې هکله یوه اعلامیه کې وايي، "خوشي شوي کسان د اسرائیل جنوب کې د لومړني هرکلي سیمې ته بوتلل کېږي، چې هلته د دوی د کورنیو له غړو سره یوځای شي."
هشام سید چې فلسطین الاصله اسرائیلی یرغمل دی، په علني توګه سره صلیب ته ونه سپارل شو او تر ټولو وروسته یې سره صلیب ته وسپاره.
هشام السید چې د نقب له کوچیانو څخه دی، له ۲۰۱۵ کال راهیسې له حماس سره بندي و. اسرائیلي ځواکونو ویلي، د اسرائیل سوېل کې به د دغو کسانو طبي ازموینې وشي.
حماس خوشی کړی لومړنی مسلمان اسرائیلی هشام سید څوک دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
سیباستین آشر - بیت المقدس کې د منځني ختیځ چارو شنونکی
په یوه بېساري ګام کې، حماس پر یوه ورځ د غزې له درېیو بېلابېلو ځایونو اسرائیلي یرغملان خوشي کړل.
د تسلیمۍ وروستی پړاو د یرغمل هشام سید په خوشي کولو بشپړ شو؛ هشام له (بدو النقب) څخه یو فلسطیني اصله اسرائیلی دی.
هشام سید له ۲۰۱۵ راهیسې کله چې غزې ته په یوازې سر ننوتلی و، غزه کې له حماس سره بندي و.
د حماس لخوا د مخکېینو خوشي کولو پړاوونو کې چې په ښه توګه تنظیم شويو مراسمو کې ترسره شوي وو، سره صلیب ته په رسمي علني مراسمو کې هشام سید ونه سپارل شو.
حماس د دې پرېکړې د لاملونو په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.
هشام سید لومړی مسلمان اسرائیلي دی چې خوشی شوی دی.
اسرائیلي رسنیو ویلي، د هغه د خوشي کولو بهیر په علني توګه نه و، "فلسطینیانو ته درناوي په پار چې په اسرائیل کې اوسېږي او د اسرائیلی هویت لري."

د عکس سرچینه، EPA
په اعلامیه کې زیاته شوي دوی ''د نورو یرغمل کسانو خوشي کېدو انتظار کوي، چې نژدې وخت کې به سره صلیب ته وسپارل شي.''
د یادونې ده، چې څلور نور داسې یرغمل کسان دي، چې په پام کې ده، نن به خوشي شي.
حماس د دې کسانو نومونه د ۲۳ کلن اومیر ویکنترت، ۴۰ کلن تال شوهام، ۲۷ کلنه ایلیا کوهن، ۲۲ کلن اومیر شیمتوف، هشام السید او اویرا مینګیستو تائید کړي دي.
د فلسطیني زندانیانو دفتر مسوولین وايي، اسرائیل به د دې یرغمل کسانو خوشي کېدو بدل کې له خپلو زندانونو او توقیف ځایونو ۶۰۲ فلسطیني زندانیان خوشي کړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور په تل ابیب کې هغو ځايي خلکو چې سره صلیب ته یې د دوو یرغمل شویو کسانو سپارل کېدو خبرونه اوریدل خوښي څرګنده کړه.
د غونډې ګڼ شمېر ګډونوالو د هغو کسانو تصویرونه له ځان سره لېږدول، چې په پام کې ده نن به خوشي کېږي.
دا تبادله له هغه وروسته کېږي، چې پر پنجشنبه اسرائیل چارواکو وویل، دوی ته سپارل شوی مړی د شیري بیباس نه دی، هغسې چې لومړی حماس ادعا کړې وه.
وروسته د شیري بیباس کورنۍ وویل، حماس د جمعې پر ورځ یو بل مړی دوی ته سپارلی، چې د هغې دی.
دا تبادله چې د جمعې پر ورځ ترسره کېږي، د هغې اوربند هوکړې، چې د تېرې جنورۍ له ۱۹مې راهیسې د حماس او اسرائیل تر منځ عملي شوې، د دې پړاو وروستۍ تبادله ده.
د اوربند تړون درېیو پړاوونو کې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
اوربند، چې د جنورۍ پر ۱۵ مه اعلان شو، څو ورځې وروسته د جنورۍ پر ۱۹ مه نافذ شو. له هغه وخته څلور ځله اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشي شوي او پنځم ځل نن درې یرغمل اسرائیلیان خوشي شول.
دا تړون پر درېیو پړاوونو وېشل شوی دی:
لومړی پړاو
- دا همدا اوس روان دی او ۴۲ ورځې دوام کوي
- حماس وايي ۳۳ یرغمل شوي کسان به خوشي کړي او اسرائیل به شاوخوا ۱۹۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي
- فلسطینیان به خپلو کورونو ته ستانه شي او بشري مرستې به هره ورځ سیمې ته داخلېږي
- اسرائیلي ځواکونه باید له ګڼمېشتو سیمو ووځي
دویم پړاو
- د دې پړاو د خبرو اترو پیل یوازې د لومړي پړاو له پیلېدو وروسته شوی
- تمه ده چې یو دایمي اوربند به رامنځته شي او پاتې ژوندي یرغمل شوي کسان به له نورو فلسطیني بندیانو سره تبادله شي
- اسرائیل به له غزې په بشپړه توګه ووځي
- درېیم پړاو
په پای کې، د ټولو وژل شویو، یرغمل، کسانو مړي به اسرائیل ته وسپارل شي او د غزې د بیارغونې بهیر به پیل شي