هند او پاکستان: سیاست، مینه او ودونه

د عکس سرچینه، BBC PUNJABI
- Author, زویا متین، هرمندیپ سېنګ او ګورپریت چاوله
- دنده, د بيبيسي هندۍ او پنجابۍ ژبې څانګې
له ډېره غمه د شاهدې د مخ رنګ الوتی و او همدا پوښتنه ورسره وه چې له خپلو خویندو – وروڼو سره پاتې شي او که د خپل مین لاس ونیسي.
شاهده ادریس یوه ۶۱ کلنه ښځه ده او په ۲۰۰۲ کې هله له پاکستانه هند ته لاړه چې له خپل تره زوی ادریس خان سره یې واده وکړ. ادریس خان د هند د پنجاب ایالت اوسېدونکی دی.
دواړه ارامه ژوند کاوه؛ ادریس رکشه چلوله او شاهدې به کور او اولادونه سمبالول.
شاهدې د هند اوږدمهاله ویزه درلوده او په څو کلونو کې به یو ځل د خپلې کورنۍ لیدو ته پاکستان ته هم تله.
خو تېره اوونۍ یې په دې ارامه ژوند کې ناڅاپه داسې بدلون راغی لکه په یوه غلي غره کې چې اورشیندی رامنځته شي. د پهلګام تر برید وروسته د هند حکومت هلته د ورغلو ټولو پاکستانیانو ویزې لغوه کړې. پاکستان په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل او په ځوابي اقدام کې یې هلته د مېشتو هنديانو ویزې لغوه کړې.
کله چې شاهده له دې خبره شوه نو پوه شوه چې څه ضربه به ور ورسېږي. یا خو باید بېرته خپل هېواد پاکستان ته خپلې پلارګنۍ ته ورستنه شي او یا باید د تل لپاره له هغوی د لاس پرې مینځلو خطر پر ځان ومني او په هند کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړي.
په وروستیو کې یې ترور ناروغه وه او دې تیاره پاکستان ته د تګ اراده کړې وه. خو شاهدې په هند کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه.
دا وايي، "که زه تللې وای نو هند ته بېرته نه شوای راتلی. خو اوس نه پوهېږم چې په ژوندوني به خپل وروڼه او خویندې بیا چیرې مخامخ ولیدلی شم او که نه."

د عکس سرچینه، Getty Images
د شاهدې کورنۍ له هغو سلګونو هندیو او پاکستانیو کورنیو یوه ده چې د دغو هېوادونو تر منځ د پولې دواړو غاړو ته اوسېږي. اوس دوی د یوه بل بېلتون اندېښنو پر سر اخیستي دي.
که څه هم پاکستان او هند د تاریخ په اوږدو کې له یوه او بل سره څو ځلې جګړه کړې خو د وګړو تر منځ یې د مینې او ودونو کیسې هم عامې دي.
د دواړو ملکونو تر منځ غځېدلې پولې یوازې ځمکه نه بلکې کورنۍ یې هم سره وېشلې دي. داسې ګڼ هندیان شته چې خپل خپلوان یې په پاکستان کې دي او د پاکستانیانو عزیزان بیا په هند کې مېشت دي.
که څه هم دغه دواړه هېوادونه چې پخوا یو وو، سره وېشل شوي خو د شاهدې غوندې ځینو کورنیو تر پولې هاغاړې ته د ودونو په کولو سره د خپلوۍ اړیکه شکېدو ته نه ده پرېښې.
په دې وروستیو کلونو کې ګڼو جوړو د انټرنټ په مرسته سره موندلي او د هند او پاکستان تر منځ پر شته ستونزو برسېره یې بیا هم یوه او بل ته د رسېدو یوه نه یوه لاره پيدا کړې ده.
له دغو لارو یې یوه هم اوږده مهاله ویزه وه چې د وخت په تېرېدو سره باید نوې یا تمدید شوې وای. یو شمېر کسانو خو د تابعیت اخیستلو هڅه هم کړې خو هغه کلونه وخت نیسي.
تېره اوونۍ چې پر ویزو بندیز اعلان شو نو د پولې دواړو خواوو ته داسې خلک غمجن شول.
تازه واده کړې ناوې او زومان، ماشومان او عمر خوړلي میندې او پلرونه ولیدل شول چې له چارواکو یې د مرستې غوښتنه کوله.
بيبيسي په دې اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت نظر غوښتی دی.
"څنګه خپله مور په بل هېواد کې پرېږدم؟"
یوه ۱۷ کلن زلموټي محمد آیت د هند خبري اژانس 'اېاېنای' ته ویلي، "زه له خپلې مور سره راغلی وم. اوس دوی راته وايي چې له دې خوا به یوازې ځم. نو زه مور څنګه یوازې پرېښودلی شم؟."
آیت پاکستانی دی او همدا تېره میاشت هند ته خپلوانو کره تللی و. مور یې د هند تابیعت لري او په اوږد مهاله ویزه پاکستان کې اوسېدله خو د ویزې وخت یې پوره شوی دی، باید بېرته لاړه شي.
دغه پاکستانی هلک وايي، "هغوی [ورانکارو] ته باید سزا ورکړي، موږ څه ګناه کړې ده؟"

د عکس سرچینه، ANI
که څه هم په دې اړه کره معلومات نه شته چې د هند او پاکستان له لوري تر پهلګام برید وروسته د اعلان شویو اقداماتو له کبله د کرښې دواړو غاړو ته ټولټال څومره خلک اغېزمن شوي دي خو ښايي شمېر به یې سلګونو ته رسېږي.
د پاکستان او هند تر منځ واګه پولې ته په روان بس کې ناستې پروین نومې يوې ښځې خبریالانو ته وویل چې له تېرو ۴۱ کلونو راهیسې په هند کې اوسېږي. په وینا یې، "پاکستان کې مې نه مور شته، نه کوم ورور یا خور، هلته د اوسېدو لپاره هېڅ هم نه لرم نو څه وکړم؟ هلته هېڅ خپل یا مرسته کوونکی نه لرم."
د پروین غوندې خلک او کورنۍ وايي چې د ویزې لغو کېدو له نامعلوم حالت سره لاس او ګرېوان کړي دي.
د هند له لوري د بندیزونو په ترڅ کې د شاهدې په شان ځينو هغو ښځو ته حکومت پر استثنا قایل شوی د اوږدمهاله ویزو په درلودو سره په هند کې اوسېږي. دا ویزه عموماً پنځه کلنه وي او تر ډېره هغو پاکستانیو او بنګله دېشیو ښځو ته ورکول کېږي چې له هندي وګړو سره یې ودونه کړي وي.
د هند د قوانینو له مخې د اوږدمهاله ویزو یا (پرامټ) درلودونکي خپل اصلي هېواد ته سفر کولی شي او بېرته هند ته په ورستنېدو یې هم بندیز نه شته.
خو تر پهلګام برید وروسته د رامنځته شوي ګونګ حالت له کبله داسې خبرونه هم ترلاسه شوي چې د همدې ځانګړې (پرامټ) ویزې درلودونکي هم هند ته له ورستنېدو منع کړای شوي ځکه چې هلته شته مسؤلان پخپله هم د خپل حکومت له لوري وضاحت ته په تمه وو.
خو شاهده وايي چې هندي چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی چې د دې ویزې درلودونکي له اعلان شوو بندیزونو مستثنا دي. دا بیا هم وېرېږي او پاکستان ته د تګ خطر ته غاړه نه ږدي.
شاهده زیاتوي چې که د هند تابیعت یې درلودلی نو ستونزه به نه وه، "ما په ۲۰۰۹ کې غوښتنلیک سپارلی و خو تر اوسه هېڅ ځواب نه دی راکړل شوی."
د سونو او ماریا د مینې کیسه

د عکس سرچینه، Reuters
د طاهره احمد په نوم یوه هندۍ ښځه له روانو اندېښنو کړېږي. هغه زېږېدلې په پاکستان کې ده خو په ۲۰۰۳ کې یې د هند د پنجاب اوسېدونکي مقبول احمد سره واده وکړه او هماغلته یې ژوند جوړ کړ. د واده په ۱۳ کال په ۲۰۱۶ کې د هند تابیعت ورکړل شو. دا وېرېږي چې هسې نه له خپلې کورنۍ رابېله او پاکستان ته ولېږل شي.
طاهره زیاتوي، "هر وخت چې د دواړو هېوادونو تر منځ حالات خراب شي نو موږ یې تر منځ پاتې شو. زما واده په ۲۰۰۱ کې کېدونکی و خو دوه کاله هله وځنډېد چې د هند پر پارلمان برید وشو او پولې وتړل شوې."
د هند او پاکستان تر منځ له روان حالته ځينې خلک ډېر اغېزمن شوي دي. د همدې روانې اوونۍ په پیل کې د بيبيسي پنجابۍ برخې د ماریا مسیح په نوم یوې ښځې سره خبرې وکړې چې په ۲۰۲۴ کې له سونو نومي هندي سره تر واده وروسته هلته کډه شوې وه.
د سونو او ماریا تر منځ د یارۍ تار د خواله رسنیو پر مټ غځېدلی و او تر منځ یې مینه پيل شوې وه. وروسته دواړو واده سره وکړ او ماریا په هند کې د اوږد مهاله ویزې غوښتنلیک وسپاره. خو تر اووو میاشتو تېرېدو وروسته ماریا ته لا هم دا ویزه نه ده ورکړل شوې او اوسمهال میندواره هم ده.
له خبریالانو سره په خبرو کې ماریا وویل، "زه دلته اوسېږم او بېرته تګ ته مې زړه نه دی. ما ته دې ویزه راکړل شي او همدلته مې دې پرېږدي."
د رپوټونو له مخې، دوی دواړه اوس په خپل کور کې نه شته او په اړه یې پلټنه روانه ده.
طاهره احمد د دوی په اړه وايي، "په دې کې د هغوی څه ګناه ده؟ هغوی خو سره مین شوي وو."