له افغانستانه تر عرب نړۍ د بي‌بي‌سي درس تعلیمي پروګرام

د غزې لس کلن طارق وايي: "کله چې ما خپل ښوونځی په کنډوالو کې ولید، نو یو ژور غم پر ما غالب شو".
د عکس تشریح، د غزې لس کلن طارق وايي: "کله چې ما خپل ښوونځی په کنډوالو کې ولید، نو یو ژور غم پر ما غالب شو".

په سودان کې د صفاء عصام الدين او غزه کې د طارق ترمنځ دوه زره کیلومتره واټن دی، خو له دې لرې فاصلې سره سره، دوی یو ګډ برخلیک لري، ځکه چې جګړو او شخړو د دوی د زدکړو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.

"د یوې نجلۍ په توګه زدکړه زما د راتلونکی کیلي ده"

په داسې حال کې چې جګړې په خرطوم کې زور واخیست، صفاء له حکمت او هوډ سره خپل حالت کابو کړ؛ هغې له لومړي سره خپل کتابونه او درسي یاداښتونه خوندي ساتلي وو او د سخت بې‌ځایه‌توب په هر ګام کې یې له ځان سره وړي، له دې هیلې سره چې یوه ورځ به جګړه پای ته ورسېږي او زده کړې به بېرته خپل عادي حالت ته وګرځي.

صفاء، چې د خرطوم په "دارالسلام" ښوونځي کې یوه تکړه زد‌کوونکې وه، ثانوي دوره یې د خپل ستر ارمان -ډاکترې کېدو - لومړۍ پړاو باله. خو دا خوب د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په نیمایي کې، چې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه، تر یوې کچې له منځه ولاړ او د هغې ژوند یې له سختو بدلونونو سره مخ کړ.

خو د ۱۴ کلنې نجلۍ عزم ناهیلۍ ته تسلیم نه شوه؛ هغې خپله ساده خېمه پر یو کوچني تعلیمي مرکز بدله کړه، چې پکې یې نورو کم عمره نجونو ته زد‌کړه ورکوله. صفاء لا هم د خپلې راتلونکې هیله ساتلې او باور لري چې راتلونکی یوازې د تعلیم له لارې جوړېږي.

هغې له "بي بي سي" سره په خبرو کې وویل: "که څه هم زما شوق په پیل کې لږ کمزوری شو، خو زما هوډ دومره قوي دی چې ناممکن نه پېژني. زه هغو نجونو ته مشوره ورکوم چې له هیلو ناهیلې شوي، چې زد‌کړې ته دوام ورکړي او د واده پروژو پسې لاړې نه ‌شي، ځکه چې اوس ډېرې نجونې دا یوازېنۍ د نجات لاره ګڼي، خو تعلیم تر ټولو مهم دی."

۱۴ کلنه سودانۍ نجلۍ صفاء وايي، هیله یې دا ده چې د زړه جراحه ډاکټره شي
د عکس تشریح، ۱۴ کلنه سودانۍ نجلۍ صفاء وايي، هیله یې دا ده چې د زړه جراحه ډاکټره شي

نجلۍ ټینګار کوي چې خپل ارمان، چې یوه بریالۍ جراحه شي، تعقیب کړي او ټینګار کوي:‌ "جګړې، سره له دې چې ډېرې ظالمانه دي، ما ته نوره هم حوصله راکړه چې دې هدف ته ورسېږم."

هغې د جګړې یادونه وکړه او ویې ویل: "کله چې موږ له خرطوم څخه العیلفون (د خرطوم ختیځ ته یو ښار) ته لاړو، مړي هرې خوا ته پراته وو. دې صحنې پر ما ژور اغېز وکړ او زه دې ته وهڅېدم چې د انسانانو د ژغورنې لامل شم، نه دا چې ژوندونه له لاسه ورکړي. هماغه مهال مې پرېکړه وکړه چې د زړه جراحه شم."

"زما له ښوونځي یوازې دېوالونه پاتې دي"

په غزه کې، ۱۰ کلن طارق یزن سږکال ونه توانېد هغه درسي توکي وپېري، چې هر کال یې د نویو زد‌کړو له پیل سره ورته انتظار کاوه. حتی د ښوونځي یونیفورم یې هم ترلاسه نه کړ. له جګړې راهیسې، هغه او د کورنۍ غړي یې څو ځله بې‌ځایه شول؛ له شمالي غزې د ښار منځ ته، بیا رفح ته لاړل، تر دې چې د اوربند له اعلان وروسته بېرته خپل کور ته ستانه شول.

خو کله چې طارق خپل ښوونځي ته لاړ، هلته یې یوازې د نړېدلو دېوالونو پاتې شوني ولیدل. هغه وایي: "کله چې مې ښوونځی د ورانېدو یوه کنډواله ولیده، ژور غمګین شوم. زه هیله لرم چې ښوونځی بېرته پخواني حالت ته وګرځي."

هغه په کلک عزم زیاتوي: "ما زدهکړې نه دي پرېښي. زه په کور کې زد‌کړه کوم او هڅه کوم چې له هرې شېبې استفاده وکړم. که ښوونځي هم خلاص نه شي، موږ به خپلو کورونو کې زد‌کړه ته دوام ورکړو او درسونه به داسې زدکوو لکه چې ټولګي وي. هیله لرم چې ښوونځي او کورونه ژر ورغول شي."

د طارق پر ګاونډي او نژدې ملګري ۱۲ کلن یوسف د پوره تعلیمي کال له لاسه ورکولو ژور ټولنیز اغېز پرېښی.

هغه د پخوا یادونه کوي او وایي: "یو نیم کال مخکې زه د شپږم ټولګي زدهکوونکی وم. هره ورځ به ښوونځي ته تلم، له ملګرو سره به مې درسونه لوستل او لوبې مو کولې، بیا به مو یو ځای بېرته خپلو کورونو ته ستنېدو. خو نن، موږ یو له بله جلا شوي یو؛ ځینې ملګري مړه شوي، ځینې له غزې وتلي، همدا حال د ښوونکو هم دی. زه خپل ښوونځی ډېر یادوم. اوس یوازېنی ارمان مې دا دی چې ډاکټر شم."

د ۳۰ میلیون ماشومانو ناڅرګند راتلونکی

یونیسف وايي منځني ختیځ او شمالي افریقا سیمو کې ۳۰ میلیون ماشومان له زدکړو محروم دي. تر نیمايي ډېر یې سودان کې اوسېږي
د عکس تشریح، یونیسف وايي منځني ختیځ او شمالي افریقا سیمو کې ۳۰ میلیون ماشومان له زدکړو محروم دي. تر نیمايي ډېر یې سودان کې اوسېږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) د ارزونو له مخې، شاوخوا ۳۰ میلیونه ماشومان د منځني ختیځ او شمالي افریقا په سیمو کې له ښوونځیو بهر پاتې دي. دې سازمان ویلي له دې ډلې ۱۶،۵ میلیونه ماشومان یوازې په سودان کې ژوند کوي.

یونیسف وايي سودان، فلسطین، سوریه او نور جګړه‌ځپلي هېوادونه له شدید تعلیمي شاته‌تګ سره مخ دي.

د سیمې له ۱۲ هېوادونو راټولې شوې شمېرې ښيي چې د ۵ تر ۱۸ کلونو عمر لرونکي ماشومان، چې له زدکړو بې‌برخې دي، زیات شوي دي. دا معنا لري چې له هرو درېیو ماشومانو یو یې ښوونځي ته نه‌شي تلای.

سازمان خبرداری ورکړی چې دا ماشومان به له د اوږدمهاله اغېزو سره مخ شي، چې پر زد‌کړو او ټولنیز وضعیت به یې ناوړه تاثیر وکړي.

په غزه کې، شاوخوا ۶۴۵ زره ماشومان د ښوونځیو له زد‌کړو بې‌برخې پاتې شوي دي. همداراز، ۸۴ سلنه ښوونځي یا ویجاړ شوي یا بیارغونې ته اړتیا لري.

د یونیسف د منځني ختیځ او شمالي افریقا د ویاند، سلیم عویس، په وینا:

"موږ وینو چې جګړې، ناامني او بحرانونه دوامداره شوي، چې د ماشومانو پر زد‌کړو او زد‌کړې ته پر هغوی د لاسرسي توان باندې ژور اغېز لري."

هغه زیاته کړه چې: "ډېر ماشومان د جګړو پر مهال ټپیان شوي او له سختو رواني ټکانونو سره مخ دي، چې د زدهکړې وړتیا یې کمه کړې ده."

شازیه حیا

د عکس سرچینه، Robert Timothy / BBC

د عکس تشریح، شازیه حیا د نوي تعلیمي پروګرام یوه له پښتو وړاندې کوونکو ده.

په سودان کې، میلیونونه ماشومان د کډوالو کمپونو کې ژوند کوي، چېرې چې زد‌کړه یوازې د محلي نوښتونو له لارې ممکنه ده. د یونیسف د معلوماتو له مخې، له ۱۶،۵ میلیونه ماشومانو اوه میلیونه یې له جګړې مخکې هم ښوونځیو ته نه تلل. جګړې ۲۰ زره کسان وژلي او ۱۴ میلیونه نور یې بې‌ځایه کړي یا کډوال کړي.

د جګړې اغېز یوازې پر ماشومانو محدود نه دی؛ بلکې ښوونکي، ښوونځي او ټول تعلیمي سیستم یې هم ځپلی دی. ښوونځي تړل شوي، د ښوونکو معاشونه بند شوي. شاوخوا ۱،۵ میلیونه ښوونکي او د هغوی کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ځینو ښوونکو تدریس پرېښی، ځینې ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي. زرګونه ښوونځي په بشپړ ډول ویجاړ شوي، سلګونه ښوونځي د بې‌ځایه شویو خلکوپر پناه ځایونو بدل شوي.

د سودان د پوهنې وزیر احمد خلیفه له بي‌بي‌سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل: "د جګړې تاوان د هېواد ټولو ایالتونو ته رسېدلی دی. موږ شاوخوا ۱۵ زره دولتي ښوونځي لرو، چې له دې جملې، ۶۰ تر ۷۰ سلنه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي."

هغه زیاته کړه: "حتی په هغو ایالتونو کې چې خوندي ګڼل کېږي، ښوونځي د ملېشو لخوا قصدا تخریب شوي دي."

بي‌بي‌سي، د هیلو غږ

د درس عربي لومړۍ بڼه د یکشنبې په ورځ (فبروري نهمه)‌ پر بي بي سي نیوز عربي چینل خپره شوه
د عکس تشریح، د درس عربي لومړۍ بڼه د یکشنبې پر ورځ د (فبروري نهمه)‌ پر بي بي سي نیوز عربي چینل خپره شوه

سره له دې، د سیمې خلک لا هم د تعلیم د ژغورلو لپاره هڅه کوي، او د جګړې سره سره، ماشومان او ښوونکي د راتلونکي د جوړولو لپاره مبارزه کوي.

په دې دردوونکي واقعیت کې، د بي‌بي‌سي نړیوالې رسنۍ پرېکړه وکړه چې د خپل تعلیمي پروګرام "درس" عربي بڼه پیل کړي.

دا تعلیمي پروګرام چې جایزې یې هم ګټلي، د نوښتګرې زدکړیزې بڼه ده، د هغو ۱۱-۱۶ کلنو ماشومانو ملاتړ ته ژمن دی، چې له زده کړو بې‌برخې شوي دي.

"درس" – زدکړو ته د دوام ورکولو لپاره یو نوی فرصت دی. د هرې برخې منځپانګه یې ریاضي، ساینس او انګلیسي ژبه ده. نړیوالې الهام‌بښونکي کیسې هم لري. د هغو ماشومانو کیسې- لکه طارق او صفاء، چې د جګړې له منځه د زدکړو دوام ته ژمن دي.

"درس" له ۲۰۲۳ کال راهیسې د پښتو او دري ژبو له لارې د افغان ماشومانو لپاره د تلویزیون، راډیو او ډیجیټلي پلیټفارمونو له لارې خپرېږي.

لومړنۍ عربي خپرونه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر ۹مه، د یکشنبې پر ورځ، د بي‌بي‌سي عربي نیوز چینل له لارې خپره شوه. نوي درسونه به یې هره اونۍ د ګرینویچ پر وخت ۵ بجې او ۳۰ دقیقې او تکرار یې پر ۱۰:۰۵ بجو خپرېږي.

همداراز، دا پروګرام په ډیجیټلي پاڼو او پلیټفارمونو کې هم شته، چې پکې د بي‌بي‌سي‌ نیوز عربي یوټیوب چینل او همداراز د غزې او سوریې راډیويي خپرونې هم شته.

د بي بي سي درس- پښتو درسونه دلته موندلی شئ: