تایلنډ کې هغه ښځه نیول شوې چې سر خلاصي موټر کې یې زمري ته د ښار چکر ورکړی و

تایلنډ‌ کې پولیسو یوه ښځه د دې لپاره نیولې چې د پاتایا ښار په سړکونو یې د چکر پر مهال د ساتلي زمري اخیستل شوي تصویرونه خپاره شوي دي.

پر خواله رسنیو یوې لاس په لاس شوې ویډیو کې ښکاري چې دا کوچنی زمری د یوه سر خلاصي سپین رنګه بېنتلي موټر شاتنۍ برخه کې په زنځیر تړل شوی دی.‌

دې ویډیو کې له زمري سره په موټر کې یو شري‌لنکایی سړی ښکاري، چې ویل کېږي د نیول شوې ښځې ملګری او اوس له تایلنډه بهر دی.‌

په تایلنډ کې د کورني ژوي په توګه د زمري ساتل جرم نه دی،‌ خو باید رسمآ راجستر شي.

چارواکي‌ وايي نیول شوې ښځې ادعا کړې چې دا زمری یې په ناکون پاتوم ښار کې له یوه تایلنډي سړي پېرلی او پخپله همغه پاتایا ښار ته ورلېږدولی دی.

دا چې دغه سړي دا موضوع مخکې له مخکې له چارواکو سره نه ده شریکه کړې نو د دغه ژوي انتقال او ساتل دواړه غیر قانوني بلل شوي دي.

نیول شوې ښځه اوس له جواز پرته د یوه کنټرول شوي ځنګلي ژوي د درلودو له تور سره مخامخ ده.‌

که دا تور ثابت شي نو هغه پر یوه کال بند او شاوخوا ۲۸۰۰ ډالرو جریمې سزا محکومېدای شي.

پولیسو هڅه کړې چې د هغې شري‌لنکایی ملګری هم ونیسي، خو د رپوټونو له مخې ځکه نه دي بریالي شوي چې هغه وار له مخه له تایلنډه وتلی دی.

ویل کېږي دغه سړي دا زمری په یوه کرایه کړي ویلا کې ساتلی و.

که دغه سړی نیول شوی وای نو عام محضر ته د یوه ساتل شوي ځنګلي ژوی په را ایستلو تورنېدای شو، چې د تایلنډ په قانون کې د شپږ میاشتې زندان او د نږدې ۱۴۰۰ ډالرو سزا ورته په پام کې نیول شوې ده.

ټاکلې هغه تایلنډی کس هم چې دا زمری یې پر نیول شوې ښځې پلورلی، له اجازې پرته د یوه ځنګلي ژوي پر لېږدولو تورن شي.

چارواکي وايي، دمګړۍ په تایلنډ کې ټولټال ۲۲۴ زمري په قانوني توګه ساتل شوي.