نتنیاهو ایراني مشرانو ته: په ایران کې داسې هېڅ ځای نه شته، چې زموږ لاس نه ورته رسېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، هېواد یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره په جګړه بوخت دی، خو په خبره یې له هغه وروسته وغوښتل ملګرو ملتونو کې خبرې وکړي، چې په وینا یې د نړۍ ځینو نورو مشرانو ''دروغ وویل او تورونه یې ولګول.''
نوموړي زیاته کړه، ده غوښتل چې ''خبرې سمې او پر ځای پاتې شي.''
اسرائیلي لومړي وزیر د اکتوبر پر اوومه په اسرائیل کې دننه د حماس وسله والو برید داسې څه وبلل، چې په وینا یې د ''هولوکاسټ یاد ورسره تازه کېږي.''
نوموړي ژمنه وکړه، چې په غزه کې یرغمل شوي اسرائیلیان به بېرته خپلو کورونو ته ستنوي.
د هغه په وینا له هغه وروسته د حوثیانو او حزب الله په ګډون ځینو نورو ډلو هم پر دوی بریدونه پیل کړل، چې د ده په وینا د ایران لپاره نیابتي جګړه کوي.
ښاغلي نتنیاهو ایراني مشرانو ته په اشارې سره چې ده د ''تهران ظالمان'' وبلل وویل: ''که تاسې پر موږ ګوزار کوئ، موږ به پر تاسې ګوزار وکړو. په ایران کې داسې هېڅ ځای نه شته، چې د اسرائیل اوږده لاسونه نه ورته رسېږي.''
ښاغلي نتنیاهو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ادعا وکړه: ''موږ د بریالیتوب په حال کې یو.''
نوموړي دغه راز پر ایران د بندیزونو بیا لګول کېدو غوښتنه وکړه، چې د ده په وینا د اتومي وسلو له ترلاسه کولو د ایران مخنیوی وشي.
هغه دغه راز ادعا وکړه، چې حماس او حزب الله ته به ماتې ورکړي او هغه ګواښ به له منځه یوسي، چې ملکي اسرائیلیان ورسره مخامخ دي.

د عکس سرچینه، EPA
بنیامن نتنیاهو په خپله تونده وینا کې د ملګرو ملتونو پر سازمان هم سختې نیوکې وکړې، ''د تیارې خونه'' یې وبلل او په خبره یې د یهودانو ضد عمل کوي.
ښاغلي نتنیاهو وویل، باید له اسرائیل سره هم د نورو هېوادونو په څېر شفاف او مساویانه چلن وشي. د یادونې ده، چې د وینا دریځ ته د بنیامن نتنیاهو له درېدو سره هممهاله ځینې نړیوال مشران د غونډې له تالاره ووتل.
بل لور په داسې حال کې چې د لبنان پر ګڼو سوېلي برخو د اسرائیلو بمبارۍ دوام لري او د حزبالله ډله ورسره مقابله کوي، یوه اسرائیلي امنیتي چارواکي د جمعې په ورځ ویلي، په لبنان کې به هر ډول ځمکني عملیات تر ممکن حد پورې "لنډمهالي" وي.
فرانس پرېس خبري اژانس د دغه امنیتي چارواکي له خولې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي "هڅه مو ده د هچې تر ممکن حد پورې لنډ عملیات وکړو، زما په باور دې کار ته موږ هره ورځ تیار یو."
په ورته وخت کې چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د لبنان سوېل کې د اوربند په اړه مذاکرات به دوام ومومي، خو پر حزبالله غورځنګ به بریدونه روان وي.
په ورته وخت کې، رویټرز خبري اژانس وايي، تېره شپه لبنان کې د اسرائیلو هوايي برید د څلورو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ نهه غړي وژلي.
رویټرز د لبنان سوېل شبعا ښار د ښاروال محمد صعب له خولې ویلي، برید په شبعا کې شوی دی.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا او متحدانو لخوا یې د اوربند له غوښتنې سره سره، خپل پوځ ته ویلي چې لبنان کې د حزبالله خلاف جګړې ته په "بشپړ ځواک" دوام ورکړي.
د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې پنجشنبه دغه هېواد کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې ۹۲ نور کسان ووژل شول.
په دوی کې د حزبالله د ډرون قطعې مشر محمد سُرور هم و.
حزبالله وايي، هغه د پلازمېنې بیروت سویل کې یې پر یوې ودانۍ په هوايي برید کې وژل شوی.
له تېرې دوشنبې په دغو روانو بریدونو کې له دې مخکې هم سلګونه کسان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې د حزبالله او اسرائیل ترمنځ د یوې تمام عیاره جګړې د پېښېدو خطر زیات کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې متحدینو د حزب الله او اسرائیل تر منځ د ۲۱ ورځني اوربند غږ کړی. حزب الله تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د تېرې شپې د اوربند غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی او د اسرائیلو پوځ ته یې ویلي، چې "په پوره ځواک" سره جګړه وکړئ.
د اوربند په تړاو د دولسو نړیوالو متحدینو غوښتنې ته په ځواب کې د نتنیاهو دفتر ویلي: "د اوربند په اړه خبرونه ریښتیا نه دي. دا د امریکا او فرانسې وړاندیز دی چې ان لومړي وزیر هم ورته ځواب نه دی ویلی."
دغه دفتر زیاته کړې: "لومړي وزیر اسرائیلي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې په پوره ځواک او د وړاندې شوي پلان له مخې جګړه وکړي. همدارنګه غزه کې به تر هغې جګړه روانه وي چې ټول اهداف مو نه وي ترلاسه کړي."

د عکس سرچینه، EPA
د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د څرګندونو په تائید د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز هم ویلي، چې هیڅ ډول اوربند نه مني.
نوموړی زیاتوي:"په شمال کې هیڅ ډول اوربند نشته."
هغې پر اېکس پاڼه یوه خبرپاڼه کې لیکلي: "اسرائیل به په خپل ټول توان سره د حزب الله پر وړاندې خپلې مبارزې ته تر هغې دوام ورکوي، چې بریا ته نه وي رسېدلي او شمال ته تللي کسان بېرته خوندي خپلو کورونو ته نه وي راستانه شوي."
ورته مهال حزب الله وايي، د اسرائیلو په شمالي سیمو کې یې د اسرائیلو پوځي مرکزونه په نښه کړي.
له دې وړاندې د اسرائیلو پوځ ویلي و، چې شاوخوا ۴۵ توغندي یې له لبنانه پر خاوره توغول شوي.
حزب الله وايي، د اسرائیلو دفاعي زیربناوې یې د راکټونو په وسیله په نښه کړې چې هدف یې د اسرائیلو په شمالي سیمو کې حیفت ته څېرمه ځایونه دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسي خبري اژانس په وینا، حزب الله ویلي چې د دوی په دې توغندیو "د رافایل نظامي صنعت کمپلیکسونه بمبار کړي دي."
د رافایل د اسرائیلو پرمختللی دفاعي سیستم. د رافایل تاسیساتو ته د زیان اړولو رسمي رپوټونه لا دي خپاره شوي.
قطر د دې بریدونو په تړاو اندېښنه ښودلې او وايي، لبنان کې یې د ټولې کورنۍ په نښه کولو ډېر "وحشتناک" رپوټونه ترلاسه کړي چې د غزې له "ظلمونو" سره ورته والی لري.
د لبنان د حکومت ویاند ماجد الانصاري په دوحه کې یوې خبرې غونډه کې لبنان کې د نښتو د کمولو غوښتنه وکړه.
الانصاري ویلي "د قطر حکومت په دې بریدونو کې د ملکي وګړو او اورپکو تر منځ هیڅ ډول توپیر نه ویني."
د هغه دا څرګندونې د امریکا او بریتانیې په ګډون د ۱۲ هېوادونو د غوښتنې پر دوام شوي چې د د اسرائیلو او حزب الله تر منځ د اوربند غوښتنه یې کړې.
