شمالي کوریا ته د پوتین سفر؛ کېم جونګ اون پر اوکرایین د روسیې د یرغل "بشپړ ملاتړ" کړی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته رسېدلی. تمه ده چې دواړه مشران به له دیپلوماتیکو خبرو وروسته ځینې اقتصادي او امنیتي تړونونه هم لاسلیک کړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شمالي کوریا کې له کېم جونګ اون سره د رسمي مراسمو پیل کې یو "نوی بنسټیز سند" اعلان کړ چې د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د اړیکو بنسټ جوړوي. ښاغلي پوتین، کېم جونګ اون ته بلنه ورکړه چې مسکو ته ورشي.
پوتین له کېم جونګ اون سره خبرو کې یو ځل بیا پر امریکا او متحدینو یې برید وکړ او د "استبدادي او امپریالیستي تګلارې" پر وړاندې یې د مبارزې ژمنه وکړه.
پوتین، کېم جونګ اون ته په خطاب کې وویل: "تېر کال، روسیې ته ستاسو د سفر په پایله کې، موږ نن د خپل منځي اړیکو په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ وکړ. نن یو نوی بنسټیز سند چمتو شوی چې د اوږدې مودې لپاره به زموږ د اړیکو اساس جوړ کړي."
کېم جونګ اون وویل، روسیه او شمالي کوریا د نوې سوکالۍ پېر ته ننوځي. نوموړي له روسیې سره د شمالي کوریا د "ټینګې ملګرتیا" ننګه وکړه او ویې ویل، دواړه هېوادونه د "نوې سوکالۍ" پېر ته ننوځي.
د روسیې ولسمشر له ۲۴ کلونو وروسته شمالي کوریا ته سفر کړی. هغه د خپل سفر پیل کې د اوکرایین په جګړه کې د شمالي کوریا د "ملاتړ" مننه وکړه.
دا مننلیک د شمالي کوریا په دولتي رسنیو کې هم خپور شوی دی. د پوتین او ورسره مل پلاوي چې درېیو الوتکو کې ورغلي دي، تود هرکلی وشو. د پوتین هرکلي ته کېم جونګ اون هم ورغلی و.
امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا حکومت تورن کړی چې روسیې ته د خوراکي توکو او پوځي مرستو په بدل کې توپخانې او نورې وسلې ورکوي.
روسیه او شمالي کوریا د وسلو تبادله ردوي، خو دواړو هېوادونو تېر کال د پوځي اړیکو د پراختیا ژمنه وکړه.
د روسیې ولسمشر د دفاع او امنیت د وزیرانو په ګډون د حکومت له مشرانو سره یو ځای شمالي کوریا ته تللی دی.
له دې دوه ورځني سفر وروسته به ښاغلی پوتین د مسکو پخوانی متحد ویتنام ته ولاړ شي.
له پوتین سره د پیونګ یانګ پلاوي کې څوک دي؟
د دولتي خبري اژانس تاس په وینا، د روسیې د حکومت لوړ پوړي چارواکي په پیونګ یانګ کې له پوتین سره ملګري دي:
- د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
- د لومړي مرستیال لومړي وزیر ډینس مانتوروف
- د لومړي وزیر مرستیال الکساندر نوواک
- د دفاع وزیر اندري بیلوسوف
- د دفاع وزارت مرستیال الیکسي کریووروچکو
- د روغتیا وزیر میخایل مراشکو
- د ټرانسپورټ وزارت رییس رومن سټاروویټ
- د روسیې د فضايي ادارې مشر روسکوسموس یوري بوریسوف
- د روسیې د ریل پټلۍ مشر اولېګ بیلوزیروف
- د روسیې په ختیځ کې د پریموري والي اولیګ کوزیمیاکو.

د عکس سرچینه، KCNA
چین د دې لیدنې په اړه څه ډول غبرګون لري؟
چین، چې له روسیې او شمالي کوریا دواړو سره نژدې اړیکې لري، د پوتین او کېم ترمنځ د سرمشریزې "هرکلی" کړی دی.
پوتین یوه میاشت وړاندې چین ته سفر کړی و او اعلان یې وکړ چې دی او د چین ولسمشر شي جین پینګ "د وروڼو په څېر نژدې" دي.
پیونګ یانګ ته د پوتین د سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د پنجشنبې په ورځ وویل چې بیجینګ "د روسیې هرکلی کوي چې له هغو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي چې دوی ورسره دودیزه ملګرتیا لري".
او یوازې نن سهار، دولتي رسنۍ ګلوبل ټایمز یوه مقاله خپره کړه چې د چینايي شنونکو په حواله یې ویلي، دا د مسکو او پیونګ یانګ لپاره د نژدې کېدو لپاره "منطقي انتخاب" دی.
وايي: "د دواړو هېوادونو د منزوي کولو او ځپلو لپاره د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو اوږدمهاله ستراتیژي به په اوتومات ډول دوی دې ته وهڅوي چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلافونو له ګډ ګواښ سره د مقابلې لپاره په ګډه کار وکړي."

د عکس سرچینه، Chinese foreign ministry
د راپورونو له مخې، ښاغلی پوتین په پیونګ یانګ کې د کمسوسن په مېلمستون کې پاتې شوی، چېرې چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د هغه د ۲۰۱۹ سفر په جریان کې پاتې شوی.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د تېر کال په سپټمبر میاشت کې په ختیځ اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره له خپل شنه مرمۍ ضد اورګاډي سره روسیې ته سفر وکړ.
د بيبيسي خبریال بین ټاونر په دې باور دی چې شمالي کوریا ته په سفر سره ولادیمیر پوتین غواړي چې لوېدیځ وننګوي او "خپلو دښمنانو ته وښيي چې هغه هر څه چې وغواړي کولی یې شي."
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د روان کال په اپرېل میاشت کې بيبيسي ته وویل چې روسیه، ایران، چین او شمالي کوریا تر بل هر وخت ډېر متحد دي او دا چې د "استبدادي رژیمونو اتحاد" د غربي ډیموکراسۍ پر ضد کار کوي.
درې لاملونه چې ولادیمیر پوتین او کیم جونګ اون یې سره ملګري کړي

د عکس سرچینه، REUTERS
لومړی: یو او بل ته اړتیا
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو لپاره روسیې ته تللی و. ښايي دواړه هېوادونه له دې کتنې خپله ګټه واخلي، همداشان دواړه ګڼې مشترګې ګټې هم لري، خو یو وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلي وو.
هغه کوم مهم لاملونه دي چې دواړه هېوادونه یې یو ځل بیا ملګرتیا پاللو ته اړایستلي.
په بي بي سي کې د روسي چارو ایډیټر سټیف روزنبرګ وايي، هر یو یې هغه څه ته اړتیا لري چې مقابل لوری یې لري.
شمالي کوریا دفاعي توغندي او نورې وسلې روسیې ته ورکولی شي چې د اوکرایین په جګړه کې ګټه ترې واخلي.
خو د جنوبي کوریا پلازمېنه سیول کې د بي بي سي خبریاله جین مکنزي وايي، د شمالي کوریا لپاره د پولې بندېدل او سخت بندیزونه ددې لامل شوي چې په خوړو، انرژۍ او پیسو کې پاموړ کمښت راشي.
ښايي له روسیې نه د حساسې ټیکنالوجۍ ترلاسه کولو غوښتنه وکړي او د خپلو اټومي وسلو پرمختګ کې ګټه ترې واخلي.
دویم: د دواړو ګډ دوښمن
لوېدیځ او د امریکا متحده ایالتونه د دوی اصلي دوښمنان دي، پر روسیه او شمالي کوریا دواړو نړیوال بندیزونه لګول شوي او دواړه هېوادونه له نړیوالې انزوا سره مخامخ دي.
په داسې حال کې چې روسیې د اوکرایین جګړه اوږده کړه او د روسیې په تړاو د لوېدیځ دریځ لا سخت شو.
په ۲۰۱۹ کې د کیم جونګ اون او ډونلډ ټرمپ د خبرو تر ناکامېدو وروسته، شمالي کوریا تر یوه حده په نړیواله کچه څنګ ته شوې ده، همدا ده چې د اړیکو نژدې کېدو ته اړایستل شوې او د جنوبي کوریا او امریکا ترمنځ له اړیکو او په اسیا کې د امریکا د پوځ حضور د پیاوړتیا له کبله یې اندېښنه په ډېرېدو شوې ده.
دریم: چین
د بندیزونو په لړ کې، روسیې تر ډېره پر بیجینګ تکیه کوله او دا ښکاره خبره وه.
شمالي کوریا بیا تر ډېره پر چین متکي وه، تل غوره دا وي چې له یوه ډېر ملګري ولرې.
که د وسلو معامله وشي یا ونه شي، باور دا دی چې روسیه به دلته امریکا ته دا پیغام استول وغواړي چې مسکو غواړي د هېچا له اغېز پرته پخپله ځان ته ملګري غوره کړي.
داسې ښکاري چې پیونګ یانګ به جنوبي کوریا ته دا خبرداری هم ورکړي چې د امریکا متحده ایالتونو ته باید ځان ډېر نژدې نه کړي.